د طالبانو حکومت: حرمینو شریفینو ته هر ډول ګواښ "نه بښونکی جنایت" دی

د عکس سرچینه، @QaharBalkhi
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مکې مکرمې د "ډرون برید هڅه" غندلې او حرمینو شریفینو ته "هر ډول ګواښ" یې "نه بښونکی جنایت" بللی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون برید د هڅې په اړه خپرو شوو راپورونو یې د حکومت "ژوره اندېښنه راپارولې" او په وینا یې، "د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول اقدام چې د دغو سپېڅلو اماکنو امنیت او حرمت ته ګواښ پېښوي، یو نه بښونکی جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي".
ښاغلي بلخي همدراز ویلي چې حرمین شریفین د "اسلامي امت ګډ سپېڅلي او د درناوي وړ مقدسات دي" او باید "حرمت او تقدس یې د هر ډول شخړې، تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو له اغېزو خوندي وساتل شي". د ده په خبره، "د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول ګواښ د مسلمانانو ژور احساسات راپاروي او د سیمې د لا زیاتې بېثباتۍ سبب ګرځي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې پرون سعودي عربستان وویل چې د مکې مکرمې هوايي سرسیم یا حدودو ته له ننوتو مخکې یې "د حوثیانو ډرون برید" شنډ کړی دی.
خو حوثیانو بیا دا خبر رد کړ او ویې ویل چې سپېڅلي ځایونه نه په نښه کوي او سعودي عربستان یې په "دروغو" تورن کړ.
څه پېښ شوي وو؟
سعودي عربستان پرون چهارشنبه (وږی ۲۵/سپتمبر ۱۶) وویل چې د مکې مکرمې سرسیم یا حدودو ته له ننوتو مخکې یې د یمن حوثیانو ډرون الوتکه راغورځولې او د برید مخه یې نیولې ده.
په یمن کې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف ویاند ترکي المالکي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دویم ځل دی چې حوثیانو مکه په نښه کړه؛ لومړی ځل یې د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې د بالستیک توغندیو برید و.
له ۵۷ هېوادونو جوړ (د اسلامي همکاریو سازمان) پر مکې مکرمې او مدینې منورې "برید د نه منلو وړ" بللی او ویلي یې دي چې د "زغملو نه دی".
خو حوثیانو چې د ایران له ملاتړه برخمنه وسلهواله ډله ده او د یمن پر لوېدیځه برخه پراخ کنټرول لري، پر مکې د برید ادعا رد کړې. دې ډلې سعودي عربستان په "جعلي ادعاوو او درواغو" تورن کړی دی.
پوځي ویاند یې یحیی سریع ویلي، "له یمنه سپېڅلو ځایونو ته هېڅ ډول ګواښ نه شته. زموږ عملیات د هغوی [سعودي عربستان] پر نفتي تاسیساتو او پوځي اډو ورټول دي او له مقدسو ځایونو ډېر لرې ترسره کېږي".
ښاغلي سریع همداراز ویلي چې حوثیانو پر سعودي عربستان د بېپېلوټو او توغندیو بریدونه د هغو څه باندې ۴۵۰ هوايي بریدونو په غبرګون کې کړي چې سعودي په دوی باندې په تېره یوه اوونۍ کې کړي دي.
هغه ادعا کړې چې نن چهارشنبه یې په یمن کې د سعودي عربستان یوه جنګي الوتکه هم ویشتې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي سریع ادعا کړې چې د یمن وسلهوالو ځواکونو "هغه وخت د سعودي اېف-۱۵ جنګي جېټ الوتکه وویشته چې د یمن د مارب هوايي حریم په اوږدو کې یې د خپل پوځي فعالیت پر مهال له دوښمنۍ ډک عملیات ترسره کول".
دې ډلې همداراز ویلي چې د دې الوتکې د رانسکورولو لپاره یې "په کور دننه جوړ مهمات" کارولي دي.
بل لور ته پر خواله رسنیو پر مکې مکرمې برید ته منسوبې ځينې ویډیوګانې هم لاسپهلاس کېږي خو بيبيسي تر اوسه نه ده توانېدلې چې کرهوالی یې تایید کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان غبرګون
پاکستان چې له سعودي عربستان سره یې امنیتي تړون لاسلیک کړی، لومړي وزیر یې پر مکې ادعا شوی ډرون برید "په سختو ټکو" غندلی.
شهباز شریف ویلي چې د پاکستان خلک پر دغه برید "خواشيني او غمجن" دي.
پر اېکس خواله رسنۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ښاغلي شریف ویلي چې، "د نه بښل کېدونکي د دغه عمل په اړه د غم او خواشینۍ شدت بیانولو ته توري نه لري".
هغه له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې له "زغمه" کار واخلي او له نور تاوتریخوالي ډډه وکړي ځکه چې په وینا یې، له دې امله وار دمخه سیمه ډېره زیانمنه شوې ده.
شهباز شریف ویلي چې پاکستان د سعودي عربستان د "حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د حرمین او شریفین د سلامتیا او سپېڅلتیا د دفاع لپاره" له دغه هېواد سره "اوږه په اوږه ولاړ دی".
د یادولو ده چې تر دې وړاندې د ایران، امریکا او اسرائيلو په جګړه کې هم سعودي عربستان په ځلونو د ایران له لوري له بریدونو سره مخ شوی دی.ایران ادعا کوي چې هلته د امریکا پوځ مرکزونه په نښه کوي.
اوس د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو هم پر سعودي عربستان بریدونو ته زور ورکړی دی.
پرون سېشنبه (وږی ۲۴/سپتمبر ۱۵) هم د امنیتي ادارو له لوري په مکه مکرمه، جده او طایف ښارونو کې د لنډ وخت لپاره امنیتي خبرداری خپور شوی و او خلکو ته د بریدونو له خطره د ځان خوندي ساتلو سپارښتنې شوې وې.
خو وروسته د سعودي ملکي دفاع وزارت چارواکو اعلان وکړ چې "اوس ګواښ نه شته".

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د سعودي عربستان د شاهي حکومت کابینې پر ولسي وګړو او ملکي بنسټونو د حوثیانو پرلهپسې بریدونه "په کلکه غندلي" دي.
کابینې د ملګرو ملتونو منشور او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د خپلې دفاع، خپلواکۍ، خلکو او ملي ګټو ساتنې ته په اشارې سره ویلي چې د ایران له ملاتړه برخمنې د دې وسلهولې ډلې پر ضد به سخت ګامونه واخلي.
په یمن کې د سعودي په مشرۍ اېتلاف ویلي چې تېره ورځ (وږی ۲۴/سپتمبر ۱۵) د سعودي پر درو ښارونو د حوثیانو توغندیو او ډرون بریدونو ۱۳ ملکي وګړي ټپیان کړي او اووه کورونه او دوه موټر یې زیانمن کړي دي.
حوثیانو په دې وروستیو کې د یمن د سره سمندرګي څنډو ته څېرمې ډېرې سیمې له هغو ځواکونو ونیولې چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی او د یمن د واکمن حکومت پلوي دي.
تېره اوونۍ یې په باب المندب تنګي کې "موخا" ستراتيژيک بندري ښار او "پریم" ټاپو هم ونیول.
دا سیمه د هغې مهمې سمندري لارې سویلي دروازه ده چې د سره سمندرګي او سوېس کانال له لارې اسیا او اروپا سره نښلوي.
حوثیانو ویلي چې دوی پر دې بحري مسیر نړیوال سمندري تګراتګ ته کوم ګواښ نه پېښوي خو ټينګار یې کړی چې د سعودي عربستان اړوند بېړۍ به په نښه کوي.
دا د سعودي عربستان لپاره ډېره مهمه سمندري لاره ده ځکه چې د ایران، امریکا او اسرائيلو د جګړې د لاسه په خلېج کې هرمز تنګی تړل شوی او سعودي د خپلو تېلو د صادراتو لپاره پر سره سمندرګي کلکه تکیه لري.



















