د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ لوبلړۍ؛ افغان اتلانو پچه وګټله او لومړۍ توپ‌وېشتنه کوي

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

نن افغانستان له ایرلنډ سره د یو ورځنیو لوبو د روانې لوبلړۍ درېیمه سیالي کوي.

د دغو لوبو خبري پوښښ ته د بي‌بي‌سي ورغلی همکار ندیم اشرف وايي چې د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ توپ‌وېشتنه کوي.

د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ په نننۍ لوبډله کې دغه لوبغاړي شامل دي:

رحمان الله ګوربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، هشمت الله شاهدي، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یامین احمدزی او فضل الحق فاروقي.

تر اوسه افغان لوبډله په ښه دریځ کې ښکاري ځکه چې تېره جمعه (زمری ۱۶/اګست ۷) یې له کوربه ایرلنډه د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه په لوی توپير ګټلې ده.

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، تر پچې اچونې لږ مخکې د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان لوبډلې عکسونه خپاره کړل او ورسره لیکلي یې وو چې لوبغاړي په بلفاسټ کې د کرېکټ (سېول سروېس کلب) لوبغالي ته رسېدلي دي.

درې ورځې مخکې په شوې لوبه کې افغان اتلانو ایرلنډ ته د ۹۲ منډو په لوی توپير ماتې ورکړه او اوس په روانه لوبلړۍ کې له یوه بري سره تر مقابلې لوبډلې مخکې ده.

په هغه لوبه کې افغانستان په ۴۷ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۹ منډې کړې وې.

خو د ایرلنډ ټوله لوبډله په ۳۳ اوور کې په ۲۰۷ منډو وسوځېده او لوبه یې وبایلله.

ابراهیم ځدراڼ پکې تر ټولو ډېرې (۸۴) منډې کړې وې او راشد خان پکې د ۳۴ منډو په بدل کې د کوربه ایرلنډ لوبډلې شپږ لوبغاړي سوځولي وو چې د افغان اتلانو په بري کې یې مهم رول ولوباوه.

د تېرې لوبې په اړه بشپړ جزیات په دغه رپوټ کې لوستلی شئ.

د یادولو ده چې تېره لوبه د باران له امله ۴۷ اوورونو ته راکمه شوې وه خو زموږ همکار ندیم اشرف وايي چې نن لا په بلفاسټ کې باران نه شته خو اسمان برګ یا ځاي ځای وریځ دی.