پوتین: د اوکرايين جګړه پای ته نږدې شوې ده

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي فکر کوي چې له اوکرایین سره د روسیې کړکېچ پای ته نږدې شوی دی.

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال پر نازي جرمني د پخواني شوروي اتحاد د بري د کلیزې له مراسمو وروسته چې پر شنبه تر سره شول ده خبریالانو ته ویلي د اوکرایین ولسمشر غواړي چې له ده سره مخامخ وګوري خو دی به هله ورسره مخامخ وګوري چې پر یوې تلپاتې سولې هوکړه وشي.

ښاغلي پوتین د کرملین په ماڼۍ کې د خبریالانو یوې پوښتنې په ځواب کې وویل " ما د دې غونډې وړاندیز نه دی کړی، خو که بل څوک یې کوي نو لطفاً ولادیمیر زیلینسکي ته اجازه ورکړئ چې راشي، د دې شونتیا شته چې موږ په یو دریمګړي هېواد کې سره وګورو خو یوازې هغه مهال چې د تلپاتې سولې هوکړه وشي، دا به وروستی ټکی وی نه مذاکرات."

د روسیې پوځ د ۲۰۲۲ م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکرایین یرغل وکړ. د روسي پوځي پرسونل د هر اړخیزو بریدونو له پیلېدو سره، ډېری په دې باور و چې دا جګړه به په څو ورځو کې د کرېملېن په بري پای ته ورسېږي. خو اوس چې له دې جګړې له څلورو ډېر کلونه تېرېږي لا یې هم حل نه دی موندل شوی.

ولسمشر ولادیمیر پوتین تر دې وړاندې د پوځي پرېډ پرمهال هم څرګندونو کې له اوکرایین سره د جګړې یادونه وکړه او ویې ویل چې روسیه د اوکرایین د تېري کوونکي ځواک پر وړاندې په داسې حال کې جنګېږي چې د ناټو ملاتړ هم له کېیف سره دی. هغه په دې جګړه کې د اوکرایین له حکومت سره د لویدیځ ملاتړ بیا وغانده.

ښاغلي پوتین دغه راز له اروپا سره د امنیتي تدابیرو په اړه خبرو ته چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې غواړي په دې برخه کې د جرمني له پخواني لومړي وزیر سره خبرې وکړي.

د یادونې ده چې د بري د پوځي پرېډ لپاره د روسیې او اوکرایین ترمنځ اوربند شوی خو دا مراسم د تېرو کلونو برعکس محدود وو.

د شنبې پر ورځ پوځي پرېډ لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مینځګړیتوب د روسیې او اوکرایین ترمنځ درې ورځنی اوربند شوی و. ولسمشر زیلېنسکي خپلو ځواکونو ته امر کړی و چې پر دې مراسمو برید ونه کړي خو روسیې دا پرېډ د ډرون بریدونو له وېرې محدود ترسره کړ.

د بي بي سي خبریال سټیف روزنبرګ چې په دې پرېډ کې یې ګډون درلود وايي د نور کله په څېر په دې پوځي پرېډ کې نړۍ ته د خپل ځواک د ښوولو په موخه ټانکونه او نور پوځي وسایل نندارې ته وړاندې نه شول بلکې د تلویزیون پر پرده ښودل کېدل.

دغه پوځي مراسم چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره کېدل ورته یوشمېر خبریالان پرېښودل شوې وو.

روسي چاواکو ویلي چې پوځي تجهیزات او ټانکونه یې د امنیتي دلایلو له مخې نندارې ته وړاندې نه کړل. دا په تېرو دوو لسیزو کې لومړی ځل و چې پر نازي جرمني د بري ورځ چې د مې میاشتې له نهمې سره برابره ده په دې ډول محدود پوځي برېډ سره په ونمانځل شوه.