تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خيبرپښتونخوا په بنو کې وسله والو د پوليسو پر پوسته مرګونی برید کړی
د خيبرپښتونخوا د پوليسو په وینا د دغه ایالت د بنو په فتح خېل پوسته د وسله والو برید کې لږ ترلږه دری پوليس وژل شوي دي.
لا هم د مرکژوبلې کره شمېر نه دی معلوم خو د رويټرز خبري اژانس په وینا د پوليسو يوه افسر سجاد خان د دريو تنو مړينه تائید کړې او وايي د برید پر مهال ۱۵ تنه په پوسته کې په دنده بوخت و.
رويټرز د پوليسو د يوه چارواکي له خولې ويلي وسله والو هڅه کوله چې له چاودېدونکو ډک موټر د پوليسو مرکز ته دننه کړي چې پوليسو پرې ډزې وکړې.
نوموړی وايي د پوليسو پوسته په بشپړه توګه ويجاړه شوې او ګڼو کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو وېره ده.
د پوليسو يوه بل چارواکي د نوم نه ښودل په شرط رويټرز ته ويلي، "ترهګرو لومړی د چاودېدونکو توکو ډک موټر په واسطه پر پوسته برید وکړ او وروسته وسله وال د پوستې انګړ ته ننوتل او پر پوليسو یې ډزې پيل کړې."
دی وايي، "نور امنيتي ځواکونه د پوليسو مرستې ته واستول شول او پر هغوی هم وسله والو برید کړی چې ځينو ته یې مرګژوبله اوښتې ده".
د پوليسو ځينو سرچينو رويټرز خبري اژانس ته ويلي، وسله والو په دغه برید کې "ډرونونه" هم کارولي دي خو په خپلواکه توګه د دې ادعا پخلی نشي کېدلی.
د ژغورنې ادراو او ملکي روغتونونو امبولاسونه سيمې ته استول شوي او چارواکو ويلي، د بنو په دولتي روغتونونو کې بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.
د روټيرز خبري اژانس له مخې د "اتحاد المجاهدين" په نامه ډلې د دغه برید مسووليت منلی دی.
وړاندې پاکستان د دا ډول بریدونو ګوته تر ډېره پاکستاني طالبانو ته نيوله او په افغانستان کې یې د طالبانو پر حکومت تور پورې کاوه چې هغو وسله والو ته پناه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو پلان جوړوي.
خو د طالبانو حکومت دا ډول تورونه رد کړي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او په پاکستان کې امنيتي پېښې یې د دوی کورنۍ ستونزه بللې ده.
خو دا ډول وسله وال بریدونه کولی شي د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر منځ د جګړو او تاوتریخوالي د بيا راپورته کېدو سبب وګرځي.
په وروستیو څو مياشتو کې د پاکستان پوځ او طالبانو حکومت د ځواکونو تر منځ سختې نښتې شوې او پاکستان د افغانستان پر خاوره ګڼ هوايي بریدونه کړي چې ملکي وګړو ته هم په کې درنه مرګژوبله اوښتې ده. خو پاکستان وايي د افغانستان دننه په هوايي بریدونو کې د وسله والو او د هغوی د همکارانو پټنځايونه په نښه کوي.
که څه هم په دې وروستيو کې نښتې يو څه کمې شوې دي خو بيا هم کله ناکله د کرښې په اوږدو کې د نښتو راپورونه ورکول کېږي او د دواوړو هېوادونو تر منځ سوداګري په ټپه درېدلې ده.