تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران تر څه وخته جګړې ته دوام ورکولای شي؟
- Author, سعید جعفري
- دنده, خبریال او د سیاسي چارو شنونکی
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د ایران د جګړې له پیل څخه اووه میاشتې تېرې شوې دي. سره له دې، چې د دغه هېواد پر اقتصاد او بنسټیزو تاسیساتو ډېر سخت فشارونه راغلي، خو د دې نښې لا نه ښکاري چې ایران کې دې پرېکړه کوونکي د جګړې پای ته رسولو کې بیړه ولري.
تهران ښايي غواړي وښيي، چې یوازې متحد ایالتونه د جګړې د بهیر او سرعت ټاکونکی نه شي کېدای.
همدارنګه کېدای شي هیله ولري، چې پر امریکا پوځي، اقتصادي او سیاسي لګښتونه زیات کړي او په پای کې واشنګټن دې ته نږدې کړي، چې د ایران ځینې غوښتنې ومني.
خو هر څه د یوې مهمې پوښتنې ځواب پورې تړلي دي:
ایران په رښتیا څومره دې جګړې ته دوام ورکولای شي؟
ایران له پوځي پلوه د جګړې د اوږدولو څومره توان لري؟
د ایران د دفاعي صنعت او د توغندیو د تولید ځینې مرکزونه په نښه شوي، خو د اوښتو زیانونو په اړه خپلواکې شمېرې نه شته.
د چتم هاوس (Chatham House) څېړنیز بنسټ په خپلې وروستۍ ارزونه کې ویلي، چې د ایران د اوسنیو توغندیزو زېرمو په اړه هېڅ باوري اټکل نه شته.
د ایران د بالستیک توغندیو د توغولو څپې د وخت په تېرېدو کوچنۍ شوې دي، خو د جګړې د دوام وړتیا یوازې د توغندیو په شمېر نه اندازه کېږي.
بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) او کروز توغندي نسبتاً په چټکۍ او اسانۍ تولیدېږي. تر اوسه د وژل شويو قوماندانانو ځای ناستي پوره شته دي او د قوماندې جوړښت لا هم پر خپل ځای پاتې دی.
د جورج واشنګټن پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد محمد قاعدي بي بي سي ته ویلي: "ایران ښايي وکولای شي د اوږدې مودې لپاره د توغندیو او ډرونونو توغولو وړتیا ولري، که څه هم په ټیټه کچه. همدارنګه لا کولی شي د هرمز تنګي په سیمه کې ګډوډي رامنځته کړي. "
د ایران د پرېکړه کوونکو په باور، اوږده جګړه امریکا ته هم زیان رسولای شي.
د ایراني توغندیو او ډرونونو شنډولو د امریکا د دفاعي مهماتو یوه برخه مصرف کړې ده او د امریکا ځینو ارزونو کې خبرداری ورکړ شوی، چې د دغو مهماتو ځای په چټکۍ سره نه شي ډکېدلی.
ښاغلی قاعدي زیاتوي: "پر نړیوالو او د تېلو پر بیو د جګړې اغېزې او د امریکا کورنیو سیاسي پاملرنو په تهران کې دا هیله پیدا کړې، چې واشنګټن به د ایران د ځینو شرطونو منلو ته اړ کړي."
په کور دننه، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ملاتړ د جمهوري غوښتونکو له ډلې د رایه ورکوونکو ترمنځ لا هم نسبتاً قوي دی، خو نظرپوښتنې ښيي، چې ډېری امریکایان له دې جګړې ناخوښ دي او اندېښنه لري، چې ټرمپ له دې جګړې خپلې موخې نه شي ترلاسه کولای.
که د تهران محاسبه سمه وي، نو موخه یې اړینه نه ده، دا ډول وي، چې امریکا له پوځي پلوه ماته کړي؛ بلکې یوه اوږده او لګښتناکه جګړه پخپله د فشار د وسیلې په توګه کارول کېدای شي.
تر اوسه داسې هېڅ نښه نه لیدل کېږي، چې یوازې پوځي محدودیتونه دې ایران د جګړې درولو ته اړ کړي.
د ایران اقتصاد تر کومې مودې پورې مقاومت کولای شي؟
د جګړې له پیل مخکې هم د ایران اقتصاد له لوړ انفلاسیون، د پانګونې له کمښت، د ملي اسعارو (ریال) د ارزښت له ټیټېدو او پراخو جوړښتي ستونزو سره مخ و.
د نړیوال بانک د اټکل له مخې، د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ مالي کال پر مهال د ایران اقتصاد شاوخوا ۲.۷ سلنه کم شوی، چې یوازې وروستۍ څو اوونۍ یې د جګړې له مودې سره برابرې وې.
جګړې نوې اقتصادي ستونزې هم رامنځته کړې دي.
د ایران د احصایې مرکز د شمېرو له مخې، د ۱۲ میاشتو انفلاسیون ۶۲ سلنې ته رسېدلی دی.
فشار په ځانګړې توګه په هغو سویلي ولایتونو کې ډېر سخت و، چې د جګړې له اغېزو سره ډېر مخامخ دي.
د بېلګې په توګه، په هرمزګان ولایت کې انفلاسیون له ۱۰۱ سلنې اوښتی دی.
د کار په بازار کې، د ایران د کار وزارت د مرستیال په وینا، جګړې له یو میلیون څخه زیاتې دندې له منځه وړې او شاوخوا دوه میلیون کسان یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول بېکاره کړي دي.
د پیسو نړیوال صندوق (IMF) هم اټکل کوي، چې د ۲۰۲۶ کال په ترڅ کې به د ایران اقتصاد شاوخوا ۵.۴ سلنه نور هم کوچنی شي، او انفلاسیون به نږدې ۶۹ سلنې ته ورسېږي.
دا چې د جګړې موده، سوداګري او د تېلو صادرات به څومره ګډوډ شي پایلې به یې ډېر مهم اغېز ولري.
د هرمز تنګی هم د فشار یوه وسیله ده او هم د ایران د زیان ګالنې ټکی.
په دې لاره کې ګډوډي کولی شي د امریکا او نړیوال انرژۍ بازار لپاره د جګړې لګښت لوړ کړي، خو د امریکا سمندري محاصره او پر بېړیو محدودیتونه د ایران لپاره هم د تېلو صادرات ستونزمنوي.
خو اقتصادي فشارونه په خپله لازماً د پالیسۍ د بدلون لامل نه ګرځي.
ښاغلی قاعدي وايي، چې استبدادي حکومتونه کولای شي آن د ډېر سخت اقتصادي وضعیت تر سیوري لاندې هم کلونه دوام وکړي.
د هغه په اند، انفلاسیون، بېکاري او جوړښتي ستونزې ښايي د خلکو نارضایتي زیاته کړي، خو تر هغو چې له پراخو ولسي اعتراضونو یا د حکومت دننه له جدي اختلافونو سره مل نه وي، د تهران پوځي سیاست به بدل نه کړي.
په تهران کې اختلاف: جګړه باید تر کومې مودې دوام وکړي؟
تهران کې د جګړې راتلونکي په اړه یو واحد نظر نه شته.
د ایران د پارلمان مشر او د دغه هېواد د مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف، مخکې خبرداری ورکړی و، چې ایران باید په" فرسایشي جګړو" کې راګیر نه شي، او هغه د مذاکراتو پر مخالفینو هم نیوکه کړې ده.
خو د تهران د پارلمان سختدریځي استازي امیرحسین ثابتي ویلي، چې ان که متحد ایالتونه د ایران ټول شرایط ومني او تړون هم لاسلیک کړي، نو بیا به هم جګړه وشي.
دا اختلاف په ساده ډول یوازې د "جګړه غوښتونکو" او "سوله غوښتونکو" ترمنځ نه شي وېشل کېدای.
قالیباف هم ټینګار کوي، چې هغه به داسې هوکړه ونه مني، چې د ایران حقونه خوندي نه کړي.
اصلي اختلاف پر دې راڅرخي چې د فشار دوام تر کومې اندازې تهران ته زیات امتیاز ورکولای شي، او په کوم پړاو کې د جګړې لګښتونه د هغې له ګټو زیاتېږي.
خلک څه فکر کوي؟
د جګړې د دوام په اړه د خلکو د نظر معلومولو لپاره هېڅ خپلواکه او د باور وړ نظرپوښتنه نه شته، او ټولنیزې رسنۍ هم د ټولې ټولنې استازیتوب نه کوي.
حمیدرضا عزیزي، چې د ایران د چارو کارپوه او د جرمني د نړیوالو او امنیتي چارو د انسټیټیوټ (SWP) مېلمه څېړونکی دی، بي بي سي ته ویلي، چې د اسلامي جمهوریت لپاره تر ټولو "خطرناکه جبهه" ښايي په پای کې کورنۍ جبهه وي.
د هغه په وینا، د دې لامل شدید انفلاسیون، اقتصادي ستونزې او هغه فشارونه دي، چې د هېواد پر بنسټیزو تاسیساتو وارد شوي دي.
هغه جګړه، چې د وتلو ستراتېژۍ ته اړتیا لري
اوږده جګړه کولی شي د ایران لپاره سیمهییز لګښتونه هم ولري.
تهران په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، چې د خلیج له عربي هېوادونو، په ځانګړې توګه له سعودي عربستان سره خپلې اړیکې ورغوي.
که پر دغو هېوادونو کې پر پوځي اډو، بنسټیزو تاسیساتو او سمندري لارو بریدونه دوام ومومي، نو دا بهیر بېرته شاتګ کولی شي.
تر اوسه دغو هېوادونو هڅه کړې، چې کړکېچ راکم او خبرې اترې بېرته پیل شي.
خو هر څومره چې هغوی ځانونه د ایران یا له ایران سره د همغږو ځواکونو د بریدونو له ګواښ سره مخ وویني، هماغومره به یې انګېزه زیاته شي، چې له متحدو ایالتونو سره خپل دفاعي همکاری پیاوړې کړي، او ښايي دا همکاري د ایران پر وړاندې هم وکارول شي.
د اوږدې جګړې له امله پر امریکا وارد شوی فشار یوازې هغه وخت د تهران لپاره سیاسي ارزښت لري، چې وکولای شي دغه فشار د مذاکراتو پر مېز په امتیازاتو بدل کړي.
تر اوسه لا روښانه نه ده چې کوم ډول هوکړه به ایران ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منلو وړ لاره برابره کړي، او یا دا ډول هوکړه به څنګه ترلاسه شي.
ښاغلی عزیزي وايي: "د ایران په ستراتیژۍ کې دا روښانه نه ده، چې څنګه هغه امتیاز، چې د جګړې پر مهال ترلاسه کېږي، په یوه دوامدار سیاسي تړون بدلېدای شي. تهران ښودلې، چې کولی شي د نړیوالې انرژۍ د پوره کېدو لړۍ ګډوډه کړي او پر متحده ایالاتو او د هغه پر متحدینو لګښتونه وتپي. خو لا هم دا روښانه نه ده، چې څنګه به وکولای شي د اوږدې مودې لپاره له متحدو ایالتونو او د خلیج له هېوادونو سره د تلپاتې تقابل په حالت کې پاتې شي. "
تر اوسه نه پوځي، نه اقتصادي او نه هم سیاسي محدودیتونو په یوازې ځان، ایران د جګړې له دوامه راګرځولی.
خو هر څومره چې جګړه اوږدېږي، هومره به کورني اقتصادي فشارونه زیات شي، د ایران سیمهییزې اړیکې به ډېرې زیانمنې شي، او داسې یوې هوکړې ته رسېدل به لا ستونزمن شي، چې د دغو لګښتونو جبران وکړای شي.