د هغو ښځو کیسه چې طالبانو په دورو وهلې؛ "د پیژندګلوۍ پر اړیکه یې ۳۹ دورې ووهلم"

    • Author, عالیه رجايي
    • دنده, د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

یادونه: د دې راپور ځینې برخې ښايي د ځینو لوستونکو لپاره خواشینوونکې وي.

"استیناف محکمه کې یې زما لاسونه را وتړل، مخ یې راپټ کړ. د ټولو مراجعینو په مخ کې یې ۳۹ دورې ووهلم. خپله یې شمېرلې؛ په هغه پاڼه کې چې زما جرم په کې ليکل شوی و، د دورو شمېر یې هم لیکلی و."

دا د منیژې (مستعار نوم) خبرې دي چې نوم یې د هغې د خوندیتوب لپاره بدل شوی دی. منیژه له هغو دوو ښځو یوه ده چې د طالبانو د مسوولینو له لوري یې د بېلابېلو جرمونو په تور د دورو خوړلو تجربې په اړه له بي‌بي‌سي سره خبرې کړې دي.

بي‌بي‌سي توانېدلې د هغو لسګونو ښځو له ډلې دوو سره خبرې وکړي چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د حکومت محاکمو په دورو محکومې کړې دي او حکم پرې پلي شوی دی.

منیژه، ۲۶ کلنه مېرمن ده چې د افغانستان په یوې لرې پرتې ولسوالۍ کې ژوند کوي. په دې راپور کې د امنیتي لاملونو له مخې، د دې دوو ښځو د ژوند، سیمې او کورني وضعیت په اړه کره جزییات نه دي راوړل شوي.

منیژه د هغې شېبې کیسه کوي چې د طالبانو حکومت مامورینو دا او د دې ملګری ونیول: "له یوه کس سره په اړیکه کې وم او د واده کولو لپاره د پېژندګلوۍ په حال کې وو، خو له بده مرغه ونیول شوو. نه پوهېږم طالبان څنګه له موضوع خبر شول، یا چا زموږ راپور ورکړی و. موږ موټر کې وو چې له قومندانۍ دوه کسان راغلل او ویې پوښتل: "څه کوئ؟ له یو بل سره څه اړیکه لرئ؟ او چېرته ځئ؟."

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیا واکمنۍ وروسته، په ډاګیزه توګه د بدني سزاوو پلي کول بیا پیل کړي دي.

د طالبانو رهبر هبت‌الله اخندزاده د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې قاضیانو ته لارښوونه وکړه چې د ځینو جرمونو لپاره د "حد او قصاص" حکمونه پلي کړي؛ هغه احکام چې کېدای شي د بدن د غړو پرې کول او ان په عام محضر کې سنګسارول هم په کې شامل وي.

دا فرمان د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۳مه صادر شو چې سملاسي وروسته ترې د ډاګیزو سزاوو شمېر پام‌وړ زیات شو.

د دې فرمان له صدور پنځه ورځې وروسته، یعنې د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۹مه، طالبانو د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه په تخار کې پر ۱۹ کسانو، چې ۹ ښځې هم په کې وې؛ د غلا، زنا او له کوره د تېښتې په تور سزا پلي کړه. له دې کسانو هر یوه ۳۹ دورې وخوړې.

د طالبانو سترې محکمې هم په یوه اعلامیه کې دا تایید کړه.

دوه سړي، یو د افغانستان په سویل لوېدیځ فراه او بل د هېواد په ختیځ لغمان کې قصاص شوي دي.

شیما (مستعار نوم) د افغانستان د ختیځ اوسېدونکې ده. هغې په ژړغونې غږ بي‌بي‌سي ته وویل چې د طالبانو امنیتي ځواکونو تر محاکمې وړاندې سخته وهلې او د سر ویښتان یې ترې اېستلي دي.

هغه وايي، پاڼه یې راوړه چې اعتراف وکړم چې: "هو زه یوه مرتده ښځه یم، له کفارو سره ملګرې یم او له نا محرم سره مې خبرې کړې دي"

هغې زیاته کړه: "د جمعې ورځ وه او شاوخوا دوه نیمې بجې به وې چې زه یې ۳۹ دورې ووهلم. له هر ګوزار سره به یې "الله اکبر" ویل. داسې سخته یې وهلم چې سر به مې 'بې واکه' ځمکې ته ټیټېده. له ۱۰ یا ۱۵ دقیقو ځنډ وروسته یې په خپلو کې مشوره وکړه او بیا راغلل ۲۱ دورې یې نوره ووهلم."

هغې له بي‌بي‌سي سره خبرو کې زیاته کړه، د سیمې شاوخوا ۲۰۰ اوسېدونکي چې سړي، تنکي ځوانان او ماشومان هم په کې وو، د هغې د سزا لیدلو لپاره راټول شوي وو.

هغه وايي: "د سزا له پای ته رسېدو وروسته د سیمې څو سپین ږیري راغلل او ویې ویل چې نور دا کار تکرار نه شي او خپل کور ته لاړه شه. زه هم مجبوره شوم چې په لوړ غږ ووایم چې توبه مې ده."

منیژه چې اوس په خپل کلي کې ژوند کوي، وايي له دې پېښې وروسته د شاوخوا خلکو او ان ځینو خپلوانو چلند ور سره بدل شوی او د خلکو په منځ کې په "تور داغ" بدله شوې ده.

منیژه د دورو خوړلو او له زندان وروسته ورځو په اړه وايي: "په زندان کې مې داسې شیان تجربه کړل چې ان تر ننه مې خپلې مور ته هم نه دي ویلي. خورا سپکه شوم. کله چې له زندانه ازاده شوم، له موږه یې ژمنه واخیسته چې هیڅکله ونه وایو زنداني وو."

هغې په ژړغوني غږ دوام ورکړ: "نور مې د ژوند د دوام لپاره هیڅ انګېزه نه لرله. له ځان سره مې ویل کله چې له زندانه بهر شم، لومړی کار چې کوم هغه ځان وژنه ده. د ملګرو چلند مې را سره بدل شو او هیڅکله ونه توانېدم د واده په اړه فکر وکړم."

منیژه زیاتوي: "د شپې به یې زموږ لاسونه تړل. نه پوهېدم څوک وو، بوډاګان وو که ځوانان، خو زموږ خونې ته به راتلل."

هغه شېبه غلې شوه او بیا یې په لړزېدلي غږ وویل: "بښنه غواړم، ځینې شیان نه شم بیانولی."

د هغې په وینا، د زندان تجربې د هغې پر جسمي او رواني روغتیا ژورې اغېزې کړې دي: "له زندانه تر خوشې کېدو وروسته مې تر ډېره بریده حافظه له لاسه ورکړه. څلور کاله مې په پوهنتون کې درس ویلی و، خو ټول شیان مې هېر شوي وو. اشتها مې له لاسه ورکړه، شپې به تر سهاره ویښه وم او د ورځې به مې هڅه کوله ویده شم. د ژوند کولو هیڅ هیله مې نه درلوده. یوازې مور مې تر څنګ پاتې شوه او زما لاسنیوی یې وکړ."

شیما هم وايي، د ور کړل شوې سزا رواني اغېزې یې لا هم په ژوند کې جوتې دي: "له هغې پېښې وروسته، هر کله چې دوه کسان ووینم په خپلو کې خبرې کوي، داسې انګېرم چې زما په اړه خبرې کوي."

هغه وايي، پر بدن یې د دورو او وهلو ټکولو ټپونه میاشتې - میاشتې پاتې وو: "زما پر چپه اوږه د ټپ نښې لا هم پاتې دي. څو میاشتې مې پر دې اوږه خوب نه شو کولی. فکر مې کاوه د اوږې هډوکی مې زیانمن شوی وي. زه یې په څپېړو ووهلم چې د ګوتو چاپونه یې تر ډېره زما پر مخ پاتې وې."

د شیما په وینا، دې پېښې یوازې د هغې پر ژوند نه، بلکې د هغې پر ماشومانو هم ژوره اغېزه کړې ده: "زما مشره لور لا هم شپه کې له خوبه راویښېږي. په خوب کې ويني چې ما وهي یا مې وژني. د خپلو ماشومانو د ډار لیدلو درد؛ د هغو ورځو له خپله درده کم نه دی."

د ویلو ده چې د طالبانو حکومت چارواکو تل له ښځينه بندیانو سره ناوړه چلند په کلکه رد کړی او ټینګار کوي چې له تورنو کسانو سره د اسلامي شریعت له مخې چلند کېږي.

تر دې وړاندې له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو زندانونه یوازې د ښځو له لوري اداره او ساتل کېږي.

نوموړي ویلي وو: "ډاډ ورکوو چې د افغانستان په ټولو زندانونو کې ان وهل ټکول او سپک چلند نه شته او له بندیانو سره اسلامي او انساني چلند کېږي."

د بي‌بي‌سي موندنې ښيي چې د ۲۰۲۲ کال له نومبره د ۲۰۲۳ کال د اګست تر ۱۵مې، هغه مهال چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمي توګه د ډاګیزو سزاوو بیا پیلول اعلان او سترې محکمې یې په تړاو د خبرپاڼو خپرول پیل کړل؛ د همدې خبرپاڼو له مخې په یاده موده کې په ټولیزه توګه ۳۴۶ کسان مجازات شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال د نومبر له ۱۳مې وروسته د ډاګیزو سزاوو شمېر پام وړ زیات شو. دا هغه وخت و چې د طالبانو رهبر هبت‌الله اخندزاده خپلو قضايي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د تورنو دوسیې "په دقت" وڅېړي او شرعي احکام پرې پلي کړي.

په دې ټولو دوسیو کې، د دورو وهلو سزا د حکم یوه برخه وه او یو شمېر کسان په زندان هم محکوم شوي وو.

د طالبانو د سترې محکمې له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه پر ۲۴۱ کسانو، چې ۲۱۰ سړي او ۳۱ ښځې وې، د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې د سزاوو حکم پلي شوی.

دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې زیات شو او ۳۹۵ کسانو ته ورسېد، چې ۳۱۷ سړي او ۷۸ ښځې په کې وې.

په ۲۰۲۶ کال کې هم د طالبانو سترې محکمې د اپرېل تر ۲۲مې د دې سزاوو اړوند راپورونه خپرول، خو له هغه وروسته د دې راپورونو خپرول ودرېدل. د شته شمېرو له مخې، تر هغه وخته د لږ تر لږه ۲۱۴ کسانو د سزاوو حکمونه پلي شوي وو، چې ۱۸۴ سړي او ۳۰ ښځې په کې وې.

له دې سره سره، د ډاګیزو سزاوو د پلي کولو ټولې قضیې د طالبانو د سترې محکمې پر وېبپاڼه او خبرپاڼو کې نه ثبتېږي او نه خپرېږي چې له امله یې د ډاګیزو بدني سزاوو شمېر ښايي له رسمي هغو زیات وي.