نګیتا درانۍ بشپړ قرآن کریم په لاس لیکي او ګڼو نورو ته د ښکلي لیک هنر رسوي

نګیتا
د عکس تشریح، پنځه ویشت کلنې نګیتا د ښکلي لیک هنر په ۱۵ کلنۍ کې زدکړی دی.
    • Author, سید عبد الله نظامي
    • دنده, بي بي سي هرات
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د هرات ښار د تاریخي ارګ یا اختیار الدین کلا په یوه څنډه کې د څو نجونو یوه پېنډه پر خپلو هنري کارونو بوخته لیدل کېده. شاوخوا د دوی د هنر بېلګې پرتې وې، خټین لوښي چې په ډېرې ښکلې بڼه جوړ شوي وو. د دې لوښو پر سر یوه نومدړه هم لګېدلې وه چې پرې لیک و، د خټین زر ګالري.

د هنرونو د دې خونې له نومه ښکارېده چې د طالبانو حکومت له محدودیتونو سره سره دا نجونې په خپلې خوارۍ له خاورو زر جوړوي او ورسره ښايي چې ګالري یې همدا نوم ولري.

د دې هنرمندو نجونو په سر کې ناسته نجلۍ له نورو جلا او لا ډېره بوخته ښکارېدله. شاوخوا یې د قرآن کریم ایتونه پر پاڼو لیک وو. لسګونه لوی پاڼې او په لاس د لیک وسیلې یې یې پر مېز پرتې وې.

نګیتا
د عکس تشریح، نګیتا درانۍ د ورځې څو ساعته قرآن کریم لیکلو ته بېل کړي.

نګیتا درانۍ په هرات کې زېږېدلې او همدغه ښار کې یې زده کړې کړې. له بي بي سي سره د خبرو پر مهال هغې ویل " زه خطاطي کوم، په لاس قرآن کریم له پښتو ژباړې سره لیکم." درانۍ د قرآن کریم بېلابېلې برخې پر لویو پاڼو کښلي او هره ورځ څو ساعتونه دې لیک ته ځانګړې کوي. هغه وايي " مخکې موږ څو نجونو په ډله ییزه توګه قران کریم په لاس ولیکه، اوس زه په یوازې سره له پښتو ژباړې سره دا کار کوم او دا زما د ژوند تر ټولو لویه هیله ده."

د هغې له خولې ده چې، هرات کې د خطاطۍ هنر پراخ ډول دود دی او همدغه څه وو چې دا یې هم وهڅوله په لاس د ښکلي لیک هنر زده کړي. هغه وايي " د قران کریم په لاس لیکل مې لس کاله وړاندې هغه مهال زده کړل چې ایله ۱۵ کلن وم، زما استاد د هرات مشهور خطاط میر ولي احمد دی چې زه یې د دې هنر جوګه کړم."

نګیتا له خپلې شاګردې سره.
د عکس تشریح، نګیتا داسې نجونو هم روزلي چې بهرنیو هېوادونو ته یې هنري بېلګې رسېدلي.

که څه هم د هرات ښار ډېرو ښوونځیو کې دري نصاب تدریسېږي، درانۍ د پښتو ادبیاتو د زدکړې لپاره هم وخت بیل کړی و او همدا ده چې اوس د قران کریم پښتو ژباړې لیک کې ورسره مرسته کوي.

د خطاطۍ هنر دغه ښار کې څه دپاسه زر کاله مخینه لري. د تیموریانو واکمنۍ له مهاله په لاس د ښکلي لیک او خطاطۍ چاره دود شوې او تر ننه دې ښار کې ډېر پاخه هنروال شته چې دا هنر یې ژوندی ساتلی دی.

د هرات د خطاطانو ټولنه د دې هنروالو د ټولېدنې یو مرکز دی او د نورو د هڅونې لپاره هم یو درک کېدلی شي.

د نجونو کار ځای
د عکس تشریح، نګیتا درانۍ له شلو ډېرې نجونې په خپل کار ځای کې روزي.

د ۲۵ کلنې نګیتا درانۍ لپاره دا د بخت بیداري ده چې داسې یوه حالت کې ورته د خپلو هیلو د پوره کېدو موکه په لاس ورغلې چې د هېواد ډېرې نجونې یې نه لري. له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي او په کاري چاپېریال کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي.

اغلې درانۍ وايي، له دې اړخه خوشاله ده چې داسې یوه کار موکه لري او ګټه یې نورو نجونو ته هم رسېږي.

هغه په خپله هنري خونه کې له ۲۰ ډېرې نجونې دا مهال روزي او هیله لري چې دا هنر به د افغانستان د نورو ولایتونو نجونو ته هم ورسوي خو وايي " هر څه په امکاناتو کېږي، که وشي لویه هیله به مې سر شي." مېرمن درانۍ د خپلو هنرونو غوړېدا لپاره د مرستې او لاسنیوي چاره مهمه ګڼي ځکه د نه اسانیو له کبله ښايي د دوی هنر په سمه توګه ونه پالل شي.

نګیتا وايي، هغه نجونې چې دې روزلي "اوس د استادۍ تر کچې رسېدلي ان د سعودي عربستان په نندارتونونو کې دوی ګډون کړی."

د خټین زر ګالرۍ کې د رنګینو ښکلو لوښو ټولګو ته په اشاره هغې وویل، موږ امریکا، اروپا او نورې نړۍ ته دا لوښي لېږو دا نه یوازې یو کاروبار دی " د دې استازولي هم کوي چې دا د افغان مېرمنو په لاس جوړ شوي یو څه دي."