د بدخشان د سرو زرو کانکیندنه؛ عاید او د چاپېریال زیان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د افغانستان په شمال ختیځ کې په څړځایونو کې غواوې، پسونه او وزې د لوړو غرونو په منځ کې په ارامۍ سره څرېږي. خو په یوه نژدې دره کې، چې لسګونه کیندونکي ماشینونه د غرونو برخې راوباسي، د سرو زرو د لټون تودې سیالۍ د خلکو ژوند او طبیعي منظرې ګډوډې کړې دي.
۷۴ کلن محمد امین، چې د وزو شپون دی، د شیوا سیند نسواري اوبو ته په اشاره وايي: "پخوا سیند ژور و او اوبه یې پاکې وې. له هغه وخت راهیسې چې دوی د کانکیندنې فعالیتونه پیل کړي، اوبه چټلې شوې دي ... اوس د څښلو وړ نه دي، ان موږ پرې ځان هم نه شو مینځلی. "
د رسمي شمېرو له مخې، شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کانکیندونکي د بدخشان په شیوا سیمه کې پر کان کیندنې بوخت دي. دا سیمه د ولایت له مرکز فیضاباده د یوې خرابې او ویجاړې لارې له لارې شاوخوا اوه ساعته واټن لري. دغه لاره له داسې طبیعي او وحشي سیمو تېرېږي چې پخوا به پکې یوازې سیمهییز بزګران او نیمهکوچي مالداران لیدل کېدل.
دا په افغانستان کې د کانکیندنې د هغې تودې سیالۍ یوه بېلګه ده چې په دې هېواد کې روانه ده. د طالبانو حکومت، چې له پنځو کلونو راهیسې واکمن دی او تر ډېره له نړیوالو مالي مرستو بېبرخې دی، د کانونو پراختیا خپل لومړیتوب ګرځولی دی.
د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت زېرمې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
سره زر، زمرد، مس او نورې زېرمې؛ د ۲۰۱۳ کال د امریکايي او ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، د افغانستان تر ځمکې لاندې طبیعي زیرمې شاوخوا یو ټریلیون ډالر ارزښت لري.
د افغانستان د شنونکو د شبکې څېړونکی فابریزیو فوسکیني وايي: "د جګړو په لسیزو کې کانونو تر ډېره وسلهوالو ډلو، د طالبانو د تحریک په ګډون، او سیمهییزو بانفوذه کسانو ته عاید برابر کړی چې له فاسدو حکومتي چارواکو سره تړاو یې درلود."
هغه زیاتوي: "د طالبانو حکومت، چې د پخواني جمهوري نظام په پرتله پر خاوره ښه کنټرول لري، هڅه کړې چې د مالیاتو سیستم ښه کړي، خو تر ټولو مهمه دا ده چې د کانکیندنې کچه یې په پراخه توګه لوړه کړې ده."
"لس برابره ډېر"
د نړیوال بانک په وینا، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د کانونو او معدني ډبرو د استخراج سکتور هر کال له ۲۵ تر ۳۰ سلنې پورې وده کړې او سلګونه قراردادونه لاسلیک شوي دي.
په شمال کې د سرو زرو استخراج هم چټک شوی دی. په تخار کې یوې افغانۍ کمپنۍ، چې له یوه چینايي شریک سره یې ګډ کار درلود، یو مهم قرارداد ترلاسه کړی دی.
بدخشان له تاجکستان، پاکستان او چین سره ګډې پولې لري. د کانونو د ریاست مشر عبدالمتین رحیمزي په یوه نادره مرکه کې AFP ته وویل: "موږ بهرنیانو ته قراردادونه نه ورکوو."
هغه زیاتوي چې اوس مهال له ۶۵۰ تر ۷۰۰ پورې کمپنۍ ثبت شوې دي، سربېره پر زرګونو هغو کوچنیو او لاسي کانکیندونکو چې په لاسي ډول کار کوي.
رحیمزي، چې په دې وروستیو کې په خپله دنده ګمارل شوی، وايي لا هم د اصلاح لپاره ډېر څه شته. نوموړي وویل چې تېر کال دولت په بدخشان کې ۱۱۲ کیلوګرامه سره زر ترلاسه کړي، خو ځینې کمپنۍ "ثبت شوې نه وې". هغه وايي: "سږ کال هیله لرو چې لس برابره زیات ترلاسه کړو، ځکه اوس د حقالامتیازونو د راټولولو سیستم جوړ شوی دی."
هغه د شاوخوا ۲۲۵ هغو کانساحو د تړلو امر هم کړی چې زیانونه یې اړولي وو. په دې کې د شیوا سیمه هم شامله ده، چېرې چې د سېلاب پر مهال خټو او د کانونو پاتې شونو "یو پل، څو دوکانونه او یو ښوونځی" له ځان سره وړي وو.
محمد امین وايي، د پل له نړېدو وروسته، د سیند د بلې غاړې کلیوال اړ دي چې ناروغان روغتیايي مرکز ته پر پښو یوسي او د تګ لپاره اوږده لار ووهي.
نوموړی وايي، کمپنیو ژمنه کړې وه چې هغه کروندې به "هوارې" کړي چې د کانکیندنې لپاره یې کیندلې وې، خو دا کار یې ونه کړ. همدارنګه، د هغه په وینا، کمپنیو له هغو ۲۰،۰۰۰ ډالرو څخه یوازې نیمایي ورکړي چې د ځمکې د اخیستلو لپاره یې ورسره ژمنه کړې وه.
هغه وايي، اوس یوازې له ۱۰ تر ۱۵ وزو پورې ساتلی شي، حال دا چې پخوا یې له ۳۰ تر ۴۰ پورې وزې لرلې.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
"برکت"
که څه هم د هغه د کلي ترڅنګ د کانکیندنې فعالیتونه درول شوي، خو ډېر لرې نه دي بند شوي. د AFP یوې ډلې لسګونه کیندونکي ماشینونه ولیدل چې د غرونو لویې برخې یې راایستلې. دغه خاوره او ډبرې بیا په لارۍ موټرو کې هغو ماشینونو ته وړل کېدې چې هلته شګه، جغل او سره زر د اوبو په وسیله له یو بل څخه جلا کېدل.
د بدخشان د ځینو اوسېدونکو په ملکیت کې د یوې کمپنۍ مدیر محمدالله مبارز وايي: "موږ په یوه اوونۍ کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ګرامه پورې سره زر استخراجولی شو."
هغه وايي، د خپلو شاوخوا ۲۰ کیندونکو ماشینونو، لارۍ موټرو، سل کارکوونکو او مالیاتو د لګښتونو له امله له اپرېل راهیسې له مالي ستونزو سره مخ دی؛ خو سره له دې، هغه سره زر د هېواد لپاره "یو برکت" بولي.
په دې کانساحه کې کارکوونکي د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه راغلي دي. هغه کسان چې AFP ورسره خبرې کړې، وايي په خپلو سیمو کې د کار د نشتوالي له امله له دې فرصت څخه خوښ دي.
۳۲ کلن شفیعالله احساس، چې د کیندونکي ماشین چلوونکی دی، هره میاشت ۲۵،۰۰۰ افغانۍ (۳۳۰ یورو) معاش اخلي.
د پنځو میاشتو د فعالیت په موده کې په سیمه کې یو لنډمهاله ښارګوټی جوړ شوی چې پکې د تېلو پمپ، دوکانونه او د خېمو کمپونه شامل دي؛ کارکوونکي پکې اوسېږي او خواړه هم ورکول کېږي.
تر دې وروستیو پورې، کمپنیو دولت ته هره میاشت د هر هکټار په بدل کې ۲۰ ګرامه سره زر ورکول. نوي مقررات، چې د مشر د تصویب په تمه دي، وړاندیز کوي چې د موندل شوو سرو زرو پنځمه برخه باید دولت ته وسپارل شي.
"ناخوښي"

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
رحیمزی وايي: "بهیر روښانه دی او موږ هیله لرو چې لا یې روښانه کړو. موږ به نړۍ ته وښیو چې نه لوټمارۍ شته او نه د عوایدو اختلاس، او دا چې د بدخشان معدني سرچینې به په سمه توګه د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي."
خو AFP سره خبرو کې ځینو اوسېدونکو شکایت کړی چې په دې ولایت کې د زیربناوو له پلوه یې هېڅ د پام وړ پرمختګ نه دی لیدلی.
فابریزیو فوسکیني وايي: "له درې یا څلورو کلونو راهیسې په تخار او بدخشان کې له نورو سیمو څخه لوی پانګهوال راغلي دي. هغوی ډېری وخت په امارت کې له ځینو کسانو سره اړیکې لري او تر یوه حده یې کوچنۍ او سیمهییزې کمپنۍ ځایناستې کړې دي".
د هغه په وینا، دې حالت په سیمه کې "ناخوښي" رامنځته کړې چې ښايي په "نارامۍ" بدله شي.
د سرو زرو لېونتوب تر فیضاباد پورې هم رسېدلی دی. یو اوسېدونکی، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي یوې کمپنۍ ورته ۴۰۰،۰۰۰ ډالر وړاندیز کړي وو، څو یې کور ونړوي، سره زر پکې ولټوي، بیا کنده بېرته ډکه کړي او د ۰.۵ هکټاره ځمکه ورته وسپاري.
هغه وړاندیز رد کړ، ځکه غوښتل یې هغه څه وساتي چې نیکه یې جوړ کړي وو. د سیمې د کورونو او ځمکو بیې هم په چټکۍ لوړې شوې دي.
په غرونو کې څلوېښت کلن فاضل له ماشومتوبه هر اوړی له خپلو څارویو سره دې سیمې ته راځي. نوموړی د وېرې له امله خپل تخلص نه ښيي او وايي:
"هیله لرم چې کانونه تر دې ځایه ونه رسېږي، ځکه هر ځای چې دوی کیندنې کوي، وروسته هلته نه د انسانانو لپاره ځای پاتې کېږي او نه د حیواناتو لپاره."


















