پراون کې "سېلابونو ۱۷ تنه وژلي او ګڼ نور لادرکه دي"

د عکس سرچینه، BAKHTAR NEWS AGENCY
د افغانستان مرکزي پروان، وردګو او لوګر ولایتونو کې تازه سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د باختر خبري اژانس له مخې يوازې په پروان ولايت کې لږ ترلږه ۱۷ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور لادرکه دي.
په لوګر ولايت کې هم د مرګژوبلې راپورونه وکړل شوي دي.
سېلابونه د وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ سیمه ډېره زیانمنه کړې ده.
د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د سېلابونو له کبله ګڼ کورونه، ځمکې، کښتونه او نور عامه ځایونه زیانمن شوي.
د دې ولسوالۍ جویزرین، حسن خېل، ګلاب خېل او نورې سیمې سېلابونو ډېرې زیانمنې کړې، د خلکو دوکانونه او حاصل خېزې ځمکې یې لاندې کړې دي.
د سیمې خلکو ویلي، دواب کلي کې هېڅ داسې کور او ځمکه نه ده پاتې چې خلک په کې شپه تېره کړي.
پر خواله رسنیو د سېلابونو له کبله د ویجاړو شویو کرنیزو ځمکو او کورونو انځورونه خپاره شوي چې له اوبو ډک ښکاري.

د عکس سرچینه، RTA

د عکس سرچینه، RTA
بله خوا، د سید اباد ولسوالۍ سېلاب ځپلو سیمو ته څېرمه د لوګر ولایت په چرخ ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله درې مېرمنې او دوه ماشومان وژل شوي او سلګونه کورونه، زرګونه جرېبه کرنیزه ځمکه او لسګونه باغونه ویجاړ شوي.
ځايي خلک وايي، اوس هم د سېلابونو راوتلو وېره شته، او ډېری خلک له خپلو استوګنځیو کوچېدلي دي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې څه موده مخکې د تېزو ورښتونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی و.
له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
دوه ورځې وړاندې د طالبانو حکومت پېښ، ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو، په اوو ولایتونو کې تازه ورښتونه او سېلابونه بیا پیل شوي دي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې هم دوه ورځې مخکې خبرداری ورکړی و د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې د دغه هېواد لوېديځې او جنوب لوېديځې سیمې به د ورښتونو تر څنګ سخت بادونه هم ولري.





















