ساینس پوهان فکر کوي، د ځمکې په مرکز کې یوه بله هسته هم شته

د عکس سرچینه، Getty Images
نوې څېړنې وړاندوینه کړې د ځمکې دننۍ هسته کې یوه بله هسته هم شته ده.
موږ له پخوا په دې پوهېږو چې لږترلږه ځمکه له څلورو پوړونو یا طبقو جوړه شوې ده:
کرسټ(crust)، مینټل(mantle)، بهرنۍ هسته(core) او دننه هسته.
دا نظریه چې د ځمکې په دننۍ هسته کې له یوه زیات پوړونه یا طبقې شته له ننه ۲۰ کاله مخکې یې وړاندې شوې وه.
اوس د استرالیا ملي پوهنتون دا وړاندوینه چې ځمکه پنځه پوړونه لري یعنی په دننۍ هستې کې بله هسته هم شته، هغه شل کلنه مخکنۍ نظریه تائیدوي.
د ځمکې جوړښت د روسۍ لانځکې په څېر ده چې لمنه یې رنګیز پټونه یا طبقې لري.
موږ نه شو کولی د ځمکې دننه اصلي پوړ ته سوري وروکړو خو ساینس پوهانو د علمي څېړنو لپاره له لړزېدونکو څپو یا موجونو کار اخیستی دی.

د عکس سرچینه، NASA
دا لړزیدونکې څپې د ځمکې د بهرني مخ یا طبقې په ژورو کې ارتعاشي حرکتونه دي چې د زلزلې، اورشیندنې او ځمکښوېدنې لامل کېږي.
کارپوهانو د همدې لړزیدونکو څپو چټکتیا چې د ځمکې له بېلابیلو پوړونو تېریږي ارزولې دي.
دوی له همدې ارزونو تر لاسه شوي معلومات را ټول کړي او سره پرتله کړي دي دا په دې معنی ده چې دوی کولی شي هغه پایلې ومومي چې تېرو کارپوهانو نه وو ترلاسه کړي.
موندنې څه وايي؟
څیړونکي پدې باور دي، هغه معلومات چې دوی راټول کړي د دې ثبوت وړاندې کوي چې د ځمکې په دننه برخه کې یوه بله جامده (فلزي) هسته شته.
دوی وايي، د لړزېدونکو څپو چټکتیا چې د ځمکې له بېلابیلو پوړونو تېریږي بدلېږي او همدا بدلون ښيي، د ځمکې دننۍ هسته کې یو جامد وسپنیز توپ (غونډاری) چې ۶۵۰ کیلومتره قطر لري شته دی.
دا په څه مانا دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسټرالیا د ملي پوهنتون پروفیسور هروجي ټیکالسک وايي، د ځمکې د دننۍ هسته کې تر ټولو د ژورې برخې څېړنه کولی شي موږ ته د دې سیارې د لومړني حالت او بشپړېدونکي حالت په اړه معلومات را کړي.
نوموړی وايي:"د ځمکې دا ترټولو دننۍ هسته د زمانې یوه پړاو په ډول ده. د فسیل شوې تاریخچې په ډول ده، چې زموږ په ځمکه تېرشویو پېښو ته یوه درېڅه ور پرانیزي. هغه پېښې چې سلګونه میلیونه یا میلیاردونه کاله پخوا ځمکه ور سره مخامخ شوې وه."
پروفیسور ټیکالسیک زیاته کړه: "د ځمکې تر ټولو دننۍ هستې په اړه لا هم ډیرې بې ځوابه پوښتنې شته دي، دا پوښتنې کولی شي د ځمکې رازونه وسپړي او زموږ د سیارې د شکل معما ځواب کړي."



















