BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  •  د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو

    د روسیې د ملي امنیت شورا منشي: مسکو له طالبانو سره د "بشپړې ملګرتیا" په لټه کې دی

    د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې روسیه د طالبانو له حکومت سره د یوې "بشپړې ملګرتیا" د رامنځته کولو په حال کې ده او د سیمې نور هېوادونه هم له کابل سره د همکاریو پراخولو ته هڅوي. د رویټرز خبري اژانس د "اینټرفاکس" له قوله راپور ورکړی چې ښاغلي شویګو ویلي: "له کابل سره همکاري د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ده."

  •  یوناما

    ملګرو ملتونو د طالبانو له حکومته د درېیو خبریالانو د نیول کېدو د "قانوني بنسټ" په اړه سپیناوی غوښتی

    په افغانستان کې دملګرو ملتو استازولۍ‏(یوناما) د طالبانودحکومت لخوا "د نامعلومه تورونو" له امله د دریوو خبریالانو پر نیولو اندېښنه ښودلې ده. دا کسان چې څو ورځې وړاندې نیول شوي، یوناما نن (پنجشنبه) یوې اعلامیې کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر هغوی د لګېدلو تورونو په اړه معلومات ورکړي.

  • اسرائیل او لبنان

    ژوندۍ پاڼه, د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو واشنګټن کې پیل شو

    په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو نوی پړاو په داسې حال کې پیل شوی، چې د لبنان په سوېل کې کړکېچ ډېر شوی او د حزب‌الله د وسلو په اړه کورني اختلافات هم موجود دي. ټاکل شوې ده چې خبرې اترې د "اوربند د ټینګښت" پر موضوع متمرکزې وي، چې وروسته د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو او د بیا رغونې موضوعات وڅېړل شي.

  • iran

    "د ایران- امریکا جګړه کې میلیونونه افغان کډوال 'هېر شوي' قربانیان دي"

    د ناروې د کډوالو شورا وايي، په ایران کې له څلورو میلیونو ډېر افغان کډوال د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د ایران د جګړې له امله تر ډېره 'پټ' او 'هېر شوي' قربانیان ګڼل کېږي. ددې شورا عومي‌ منشي جان ایلګنډ پر اېکس یوه اوږده پیغام کې لیکلي، کله چې جګړه پیل شوه، بې‌شمېره افغانان په ودانیزو چارو او نورو غیر رسمي کارونو کې بوخت وو. اوس چې عاید کم شوی او انفلاسیون زیات شوی، هغوی خپلو کورنیو ته خواړه او اړتیا وړ شیان نه شي چمتو کولی او نه هم د کور کرایه ورکولی شي.

  • Tala and Farah Mousa, two teeanged girls. Both have their heads covered in hijabs, wear glasses and navy zip-up jackets, and are smiling at the camera in front of a large green tree.

    د کنډوالو له خاورو د خښتو جوړول: د غزې دوو خویندو نړیواله جایزه وګټله

    د غزې تړانګې دوو تنکیو خویندو د چاپېریال په برخه کې یوه نړیواله جایزه ګټلې ده، ځکه هغوی له کنډوالو د بیا کارېدونکو خښتو د جوړولو پروژه جوړه کړې ده او ویلي یې دي چې غواړي "ویجاړۍ پر یو ګټور شی واړوي".

لنډې ویډیوګانې

  • Children
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ
  • کپتان
  • Keyframe #1
  • کراچۍ
  • د مټ ګالا په اړه مو اورېدلي؟
  • Bannu

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • بغداد

    عراق کې افغان کارګر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي

    بي بي سي موندلې چې د عراق په زندانونو کې ګڼ افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او هغوی چې دغه هېواد ته په ناقانونه ډول تللي، ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله یې حالت سخت شوی.د طالبانو حکومت د بهرنیانو چارو وزارت سرچینو بي بي سي ته ویلي، د مولوي شفیق الله په نوم یو استازی یې دوه اوونۍ وړاندې بغداد ته رسېدلی خو "دا چې د عراق نوي حکومت تازه په کار پیل کړی دوی نه دي توانېدلي چې له عراقي چارواکو سره وګوري."

  • Trump

    چین ته د ولسمشرټرمپ له سفره، تمې څه دي؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جي پېنګ دواړه له دغه سفره د مثبتو پایلو هیلې لري. د نړۍ د دوه سترو قدرتونو د ولسمشرانو تر منځ دا لیده کاته په نړۍ کې د دوه ډېرو مهمو سفارتي ناستو څخه حسابېږي. په نړیوالو اړیکو کې که څه هم دا دواړه مشران ستر سیالان باله شي خو ټرمپ چین ته له روانېدو مخکې په خپلو خبرو کې شي جي پېنګ دوست وباله او ویې ویل " دا به ډېر په زړه پورې سفر وي"

  • د افغانستان بانک ودانۍ

    'افغانستان کې د شرکتونو پر بانکي ضمانتونو لګول شوي محدودیتونه لېرې شوي'

    د افغانستان بانک په یوه تازه اقدام کې او له نږدې پنځه کلونو انتظار وروسته هغو کمپنیو او شرکتونو ته د خپلو ضمانتونو د ورکولو پرېکړه کړې چې د پروژو د پلي کولو لپاره یې خپلې پیسې امانتې اېښې وې. په عادي ډول حکومتونه د لویو پروژو د پلي کولو په تړاو له کمپنیو د ضمانت په توګه امانتې پیسې اخلي او پروژو کې د کومو ستونزو رامنځته کېدو پرمهال بیا ترې ګرځول کېږي.

  • د طالبانو حکومت یو امنیتي کس کلاشينکوف په لاس دریشي کړی ولاړ دی، تر څنګ یې د سرې میاشتې رضاکاران یو تابوت عیدګاه جومات ته لېږدوي.

    کابل کې د روږدو د درملنې مرکز کې د وژل شوو کورنۍ: باید له پاکستانه د "دغه جنایت" پوښتنه وشي

    په یوه باراني ورځ او ساړه سهار مسعوده د کابل په شمال لوېدیځ کې پر غونډۍ جوړې هدیرې کې د خپل کشري ورور میرویس قبر ته دعا ته ور روانه ده. میرویس له هغو لږترلږه ۲۶۹ کسانو و چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې ووژل شول.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۴ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي