BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ټرمپ: امریکايي او نایجیریايي ځواکونو د داعش یو مهم مشر وژلی دی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکايي او نایجیریايي ځواکونو په افریقا کې په ګډو پوځي عملیاتو کې په نړیواله کچه د اسلامي دولت یا داعش د مشرتابه دویم جګپوړی کس وژلی دی. ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل لیکلي چې "په نړۍ کې تر ټولو د فعال ترهګر ابو بلال المنوکي لمنځه وړلو" لپاره دا ګډ پوځي ماموریت له کومې ستونزې او خنډ پرته ترسره شوی دی. واشنګټن په ۲۰۲۳ کال کې المنوکي د ترهګرو ځانګړي نړیوال لیست ته اچولی و. دا په ۲۰۱۹ کال کې د اسلامي دولت یا داعش د مخکیني مشر ابو بکر البغدادي له وژل کېدو راوروسته پر دې ډلې تر ټولو سخت ګوزار دی.
له شي جینپینګ سره له لیدنې وروسته ټایوان ته د ټرمپ خبرداری: خپلواکي مه اعلانوئ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټایوان ته خبرداری ورکړی چې له چین دې په رسمي ډول د خپلواکۍ اعلان نه کوي. د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ، په بېجینګ کې له خپل چینایي سیال شي جینپینګ سره د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې، فاکس نیوز ته وویل: "زه نه غواړم څوک خپلواکي اعلان کړي." د ټایوان ولسمشر لای چینګ ټي مخکې ویلي وو چې ټایوان رسمي خپلواکۍ اعلانولو ته اړتیا نه لري، ځکه چې هغه لا دمخه ځان یو خپلواک هېواد ګڼي.
د کانګو په ختیځ کې د ایبولا نوې څپې له کبله د مړینو شمېر ۸۰ ته لوړ شوی
په افریقا کې تر ټولو مهمې روغتیايي ادارې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ایتوري ولایت کې د ایبولا د نوې څپې د خپرېدو اعلان وکړ. په افریقا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو (Africa CDC) ویلي چې تر دې دمه دغلته د اېبولا شاوخوا ۲۴۶ پېښې او ۸۰ مړینې ثبت شوې دي. د دغې ادارې په وینا له دوی ډېرې پېښې د سرو زرو کانونو په درلودونکو ښارونو مونګوالو او روامپارا کې ثبت شوې دي.
نکبه: په ۱۹۴۸ کې څه پېښ شول؟ او فلسطینیان ولې "د بېرته ستنېدو کیلیانې" له ځانه سره ګرځوي؟
د مې ۱۵ مه هر کال فلسطینيان د "النکبه"، يا ناورين ورځې په دود يادوي. ۷۸ کاله مخکې د ۱۹۴۸ کال د مې پر ۱۴ مه بريتانويانو فلسطين کې خپله واکمني پای ته ورسوله او پر همدې ورځ د بريتانوي ځواکونو له وتلو سره د اسرائيلو لومړي صدراعظم يا لومړي وزير ډېوېډ بنګورين د اسرائيلو دولت جوړولو اعلان وکړ. ورپسې د عربي هېوادونو او اسرائيلو ترمنځ جګړه ونښته، چې له امله یې ۷۵۰ زره فلسطينيان له خپلو او مېنو او کورونو وتښتېدل.
د روسیې سرمات توغندی چې "۳۵۰۰۰ کیلومتره واټن کې هدف ویشتلی" شي
دا بالیستیک توغندی، چې سرمات نومېږي، روسیې یې د بریالۍ ازموینې اعلان کړی. د دغه هېواد د ستراتېژیکو توغندیو ځواکونو قوماندان سرګي کاراکایوف په یوه راپور کې ولادیمیر پوتین ته د دغه توغندی د جوړېدو خبر ورکړ. هم مهاله د روسیې دفاع وزارت هم د یاد توغندی د توغولو د لومړنیو شېبو وېډیو خپره کړې ده.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ډېوېډ ډاوینچي؛ مکسیکویی نابغه ماشوم چې د ذهني وړتیا کچه یې له اینشټاین لوړه ده
ډېوېډ کاماچو ښايي پخپله د دې مطلب سرلیک نه خوښوي. لومړی ځکه چې هغه ځان د "نابغه ماشوم" د لقب مصداق نه ګڼي. سره له دې چې د هغه د هوښیارۍ کچه (IQ) ۱۶۲ ده، چې له ۱۳۰ لوړه ده؛ هغه حد چې د روغتیا نړیوال سازمان د لوړې ذهني وړتیا او ځانګړې ذکاوت لپاره ټاکلی دی.
لندن کې پر کمعمره نجونو جنسي تېری کوونکی ملا په عمري بند محکوم شو؛ نجونې یې څنګه تېر ایستلې؟
"اریا" (مستعار نوم) ۱۳ کلنه وه چې د جومات امام پرې د "درملنې" په نوم جنسي تېری وکړ. د عبدالحلیم خان په نوم دا سړی د لندن په ختيځ کې د یوه جومات امام و او د وړو نجونو میندو او پلرونو ته به یې ویل چې پر لوڼو یې "پيریان" ناست دي او باید دی یې "درملنه" وکړي.
له ارګه تر زندانه؛ د حفیظ الله امین د مېرمنې کیسه
موږ لومړني خبریالان و چې په جلا وطنۍ کې د آغلې امین کتلو او ورسره خبرو لپاره د جرمني په هامبورګ ښار کې، د هغې کورته ورغلو. په یوهّ عادي او ساده اپارتمان کې یې له خپلو اولادونو سره د مساپرۍ ژوند تېراوهّ. ما د پتمنې امین هغه انځورونه ډېر کتلي و چې د ولسمشر امین ترڅنګ په غونډو کې را څرګندېده. د هغې څېره تر هغې چې ما اټکل کړې وه ډېره بدله شوې وه. هغه برم او پرتم نه و او زما پر وړاندې یوه غم ځپلې سپین سره مور ناسته وه چې د افغانستان له سیاست سره یې مخامخ تړاو نه درلود خو یو له اصلي قربانیو وه.
د نېټفلیکس نوې پروژه؛ شهزاده هري او مېګن افغانستان کې د ماموریت په اړه فلم جوړوي
"نېټفلیکس" ویلي، د بریتانیا شهزاده هري او د هغه مېرمن میګن میرکل افغانستان کې د بریتانوي پوځي ماموریت په اړه د یوه مشهور یاداښتلیک د فلمي بڼې پر جوړولو کار کوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































