شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون وسله ازمایلې

TV screengrab of Kim Jong Un overseeing the launch of a new nuclear-capable underwater drone

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د فرانسې خبري اژانس ( AFP ) په وینا، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د یاد ازمايښت څارنه وکړه او وویل، چې دا ازمايښت باید متحده ایالاتو او سویلي کوریا ته خبرداری وي
د خپرېدو وخت

شمالي کوریا ادعا کړې، چې تر اوبو لاندې یې یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) ازمویلې، چې د "راډیو اکټیف سونامي" رامنځ ته کولی شي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي، د سویلي ولایت هامیونګ په اوبو کې د "پټو وسلو" یوه بله ازموینه تر سره شوه.

نوموړې رسنۍ زیاتوي، ازمویل شوې بې پیلوټې الوتکې له ۸۰ تر ۱۵۰ مترو ژور د اوبو په تل کې اوږد سفر وکړ. دې وسلې له ۵۹ ساعتونو زیات وخت یې تر اوبو لاندې یون وکړ او په پای کې د شمالي کوریا ختیځ ساحل کې یې چاودنه وکړه.

شنونکو او کارپوهانو د دې نوې وسلې پر وړتیا او د شمالي کوریا لخوا شوې ادعا باندې شک کړی او په منلو کې یې د احتیاط غوښتنه کړې ده.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي، چې دا وسله 'هائیل' ( Haeil) نومېږي او کوریايۍ ژبه کې د سونامي معنی لري.

The Academy of Defence Science of the DPRK test-fired a hypersonic missile in Pyongyang, North Korea, 06 January 2022.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، له دې مخکې شمالي کوریا د هایپرسونیک توغندی هم په بریالیتوب سره ازمویلی و دغه توغندي ۷۰۰ کیلومتره لیرې یو هدف په دقیقه توګه و یشتلی شي

د یاد خبري اژانس پر بنسټ دا وسله 'په ډېره نامعموله کچه د راډیو اکټیف څپې رامنځته کوي چې د دښمن په کښتیو او بندرونو د برید لپاره جوړه شوې.'

شمالي کوریا وايي، د اوبو لاندې اټومي برید کوونکې دا بې پیلوټه الوتکه په هر ساحل یا بندر کې ځای په ځای کیدای شي او د عملیاتو لپاره د کښتۍ په مټ د لېږد وړ هم ده.

د فرانسې خبري اژانس ( AFP ) په وینا، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د یاد ازمايښت څارنه وکړه او وویل، چې دا ازمايښت باید متحده ایالاتو او سویلي کوریا ته خبرداری وي.

د کیم جونګ اون په مشرۍ شمالي کوریا د خپلو وسلو پروګرام ته زیاته وده ورکړې.

د نوموړي په واکمنۍ کې له شپږو اټومي ازمويښتونو څخه څلور یې ترسره شوي دي.