د بریتانیا ملکه دویمه الېزابت نن دوشنبه خاورو ته سپارل کېږي

Crowds file past the Queen as she lies in state
د خپرېدو وخت

میلیونه کسان د بریتانیا له ملکې دویمې الېزابت سره وروستۍ خدای پاماني کوي.‌

ټاکلې د هغې د جنازې رسمي دولتي مراسم نن دوشنبه په ځايي وخت سهار ۱۱ بجې لندن کې د ویسټ منسټر ابي کې ترسره شي.

په دغو مراسمو کې ۲۰۰۰ کسان ګډون کوي.

د ملکې الېزابت د جنازې مراسمو ته د نړۍ ګڼ مشران او د شاهي کورنیو غړي رابلل شوي دي.‌

تمه ده چې د نوموړې د جنازې د لېږدېدو پر مهال به د بریتانیا د پلازمېنې لندن پر سړکونو سلګونه زره کسان کتار ولاړ وي.

دا مراسم په تلویزیونونو هم په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي چې د نړۍ لروبر به یې میلیونونه کسان ننداره وکړي.

Queen lying in state at Westminster Hall

پر دې ورځ بریتانیا کې عمومي رخصتي اعلان شوې، ښوونځي او ډېر پلورنځي به تړلي وي.

له دغو مراسمو وروسته به د ملکې الېزابت تابوت د ویسټ منسټر له کلیسا د لندن د هایډ پارک څنډه کې ولېنګټن ارچ ته ولېږدول شي.

هغه به د وېنډسور ماڼۍ کې د خپلې سلطنتي کورنۍ له وروستیو مراسمو وروسته تدفین شي.

د ملکې الېزابت تابوت له څلورو ورځو د پارلمان ویسټ منسټر هال کې عامه دعا او لیدو ته ایښودل شوی وو.

Queen's coffin lying in state

‌په دې موده کې هره ورځ زرګونه کسان دعا او درناوي ته ورتلل.

د بریتانیا پاچا دریم چارلس له خلکو مننه کړې چې د مور د مړینې له کبله یې د ده او کورنۍ ملاتړ کړی دی.