هراتی ځوان چې په هوا کې پر نرۍ رسۍ ګرځي

د ویډیو تشریح، هراتی ځوان چې په هوا کې پر نرۍ رسۍ ګرځي
هراتی ځوان چې په هوا کې پر نرۍ رسۍ ګرځي
د خپرېدو وخت

هراتي ځوان ادریس ګنجي، چې د دوو ودانیو یا ډبرو ترمنځ پر نرۍ رسۍ ګرځي، له بي بي سي سره د "هایلینر" په نوم ورزش په اړه خبرې کړې دي.

هغه وايي، لومړنی کس دی چې په افغانستان کې یې دا سپورت په مسلکي توګه تمرین وکړ، چې مخکې یې په ایران کې زده او تمرین کړی و.

ادریس وايي کله چې په هوا کې وي، لومړی وېره لري، خو وروسته چې پر رسۍ حرکت کوي، له خپلې وېرې تېرېږي او یوې داخلي ارامۍ خوښۍ ته یې لاره هواروي.

په وروستیو کې د هغه ویډیوګانو په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو کسانو پام ځانته وراړولی دی.

ادریس وايي، د خلکو هڅونې او ملاتړ هغه هڅولی دی، او د هغو کسانو په ځواب کې ،چې وايي دا سپورت خطرناک دی او د هغه له ژوند سره لوبه ده، وویل، دوی د خوندیتوب ټول احتیاطي تدبیرونه کاروي.