د پاکستان هوایي برید کې وژل شوي پکتیاوال ځوان په لنډیو کې د زړه حال وایه

د عکس په ښۍ خوا کې اسلم خان په اوبرنګه کالیو او جګري رنګه واسکټ کې ناست دی او د عکس چپ لور ته د برید ښکار شوی کور ویجاړ برېښي.

د عکس سرچینه، Getty Images/Aslam Sail

د عکس تشریح، اسلم خان د پاکستان په دویم هوايي برید کې هغه مهال ووژل شو چې د لومړي بمبار قربانیانو په ژغورلو پسې دغه کور ته ورغلی و.
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

"بیا مې لیدل اسانه نه دي-که مې ملګري په مزار مات کړي سرونه

قبر سوری کړه حال مې واخله-رټ مې خوږېږي د مرمیو پرهرونه"

دا د اسلم خان د خولې هغه لنډۍ ده چې ده پرخپل ټېکټاک په یوه ویډيو کې ویلې ده.

د پاکستان له هوایي بریده څو ساعته مخکې په خپلې یوې وروستۍ ویډيو کې اسلم خان زرغون رنګه کالي اغوستي چې غاړه او لستوڼي یې په خامک جوړ دي او د ویډيو په کونج کې لیکل شوي، "زموږ کډه اوس له دې کلي نه لاړه...ژوند لنډ دی، ما بښلي یئ، تاسې هم راته بښنه وکړئ"

اسلم خان چې پر ټېکټاک (پکتیاوال سایل) نومېده، هغه زلمی دی چې د څمکنیو په مده‌خېلو (منده خېل) کلي کې د پاکستان په دویم هوايي برید کې ووژل شو.

وړمه شپه شوي برید نه وروسته د اسلم خان دا او ورته نورې ګڼې ويډيوګانې اوس پر خواله رسنیو ډېرې لاس‌په‌لاس کېږي. د دوی ترمنځ مشترک ټکی د خپل مرګ په اړه د ده "وړاندوینه" برېښي چې ریښتیا شوه.

وروستی زنګ

ولي محبت او اسلم خان دواړه له خندا شنه دي او په یوه زرغونه سیمه کې ولاړ دي.

د عکس سرچینه، Wali Muhammad

د عکس تشریح، محمد ولي محبت (ښۍ خوا) وايي چې اسلم خان سایل (چپه خوا) په ژوند او وطن مین انسان و او د ویډيوګانو جوړولو او عکسونو اخیستو "ډېر شوقي و".

محمد ولي محبت د اسلم خان یا اسلم سایل نږدې ملګری دی او تر برید یوازې څو دقیقې مخکې یې خبرې ورسره کړې وې.

ښاغلی محبت وايي چې کله د شپې شاوخوا یوولس نیمې بجې د پاکستان جېټ الوتکو برید وکړ نو "یوه لړه خپره وه، ژړاګانې وې او اعلانونه وشول چې د بمبار ځای ته د مرستې لپاره ځانونه ورسوئ".

دی زیاتوي، "په همدې وخت کې ما اسلم ته زنګ وکړ چې اسلمه! دا بمبار یې د چا په کور کړی دی؟ دی په منډه و او همدغه کور ته ور روان و. بس همدومره یې راته وویل چې وروسته معلومات درکوم، دلته زخمیان دي..."

دا د دغو دوو خوږو ملګرو ترمنځ وروستۍ خبرې وې.

اسلم خان د مده‌خېل (منده خېل) کلي هغه کور ته ور روان و چې د پاکستان جېټ الوتکو د تېرې یکشنبې ماخوستن (چنګاښ ۷/جون ۲۸) بمبار پرې وکړ.

محبت وايي، "داسې ۱۵ دقیقې نه وې وتلې چې طیاره بیا راغله او بیا یې بمبار وکړ. بیا مې چې زنګ ورته واهه نو موبایل یې نه جیګاوه. لږ وروسته نورو ملګرو راته وویل چې اسلم سایل موږ خپله ولید چې هلته پروت و او شهید شوی و".

"اسلم په ژوند او ځان مین انسان و"

په برید کې ویجاړ شوي کور ته څېرمه ګڼ خلک راټول دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه ځايي‌ قومي مشر مامور ادم خان هم رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي چې په دغه برید کې تر ډېره "ملکي‌ خلک" وژل شوي او داسې کور پکې په نښه شوی چې د ده په وینا، د کور غړي یې په قطر او سعودي عربستان کې مسافر دي.

اسلم سایل شاوخوا ۲۳ کلن و او د پکتیا پوهنتون د حقوقو او ډېپلوماسۍ څانګه نه تازه فارغ شوی و. ده په مرکز ګردېز کې د درملو کاروبار کاوه او د برید په شپه ماښام کور ته تللی و چې ویل کېږي، کورنۍ یې کوژده ورته کوله.

پلار او ورور یې کله نا کله په دوبۍ کې واړه ورځني کارونه کوي. مور یې هم د "خپل نازولي زوی" له مرګه یوه ورځ وروسته خبره کړای شوې ده.

ښاغلی محبت وايي، "دا اوس چې خلک د ده ويډيوګانې خپروي او غمجن کړي یې دي، علت یې دا دی چې دی د ويډيوګانو او عکسونو ډېر شوقي و او چېرې به چې تلو نو ده به ویډيوګانې جوړولې".

دی زیاتوي چې هغه د ناهیلۍ خبرې هم ځکه کولې چې "وطن مو غریب دی، ډېر تنګ شوی و. غوښتل یې له افغانستانه بهر په مزدورۍ پسې لاړ شي. موږ دواړو نیت کړی و. خو خبر نه وم چې اسلم سایل به موږ په دې مزل کې تنها پرېږدي او دی به د تل لپاره ځي".

اسلم سایل او محمد ولي محبت هم د نورو ملګرو غوندې پر ټېکټاک او نورو خواله رسنیو ګډې ويډیوګانې جوړولې او ګډ عکسونه سره اخیستي دي.

د اسلم خان ټولې ویډيوګانې هم ناهیلۍ یا د مرګ پر موضوع نه وې راټولې بلکې د ژوند ښکلو اړخونو په اړه یې هم پر ټېکټاک او نورو خواله رسنیو ګڼې ویډیوګانې خپرې کړې دي.

ښاغلی محبت وايي چې هغه پر وطن او خپل ځان مین انسان و.

له ویډيوګانو او عکسونو هم په ژوند مین انسان برېښي، ډولي کالي یې اغوستل، له ملګرو سره یې ناسته ولاړه ډېره وه، د افغانستان پر ځينو ښایسته سيمو ګرځېده او په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې ارمانجن و.

دې بریدونو که یو خوا افغانان له ځاني او مالي پلوه زیانمن کړي نو د افغانستان د امنیت په اړه یې هم اندېښنې پارولې دي.

د اسلم خان د تېرې میاشتې په یوه ویډيو کې دا سندره غږېږي چې:

"تللي مارغان به الله بیا راولي-زموږ دوران به الله بیا راولي

ستاسې نیتونه موږه ولیدل-خپل تش لاسونه موږه ولیدل"

او شاوخوا ۱۵ ورځې مخکې اسلم خان په یوه بله ویډيو کې هم داسې لنډۍ ویلې لکه خلکو ته چې وايي، په ژوندوني د یوه بل قدر وکړئ او هغه وخت ته تمه مه کوئ چې د "سترګو تور یې سپين" شي، یاني مړ شي.

وايي، "د دیدن په قدر هغه څوک پوهېږي-چې د سترګو تور یې سپين په انتظار شي- د مازدېګر زېړیه لمره! په روغو وایه د رنځورو سلامونه"

اسلم سایل یوه کلاسيک بیګراونډ کې ناست دی، کیلي دار واسکټ یې اغوستی دی.

د عکس سرچینه، Aslam Sail

د عکس تشریح، د اسلم خان ټولې ویډيوګانې هم ناهیلۍ یا د مرګ پر موضوع نه وې راټولې بلکې د ژوند ښکلو اړخونو په اړه یې هم پر ټېکټاک او نورو خواله رسنیو ګڼې ویډیوګانې خپرې کړې دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په دغو بریدونو کې ټولټال ۳۶ تنه عام ولسي وګړي چې ماشومان او ښځې هم پکې دي، شهیدان او ۱۶۳ نور ژوبل شوي دي".

تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله هم د اسلم خان او محمد ولي محبت په سیمه کې د پکتیا د څمکنیو په مده‌خېل کلي کې اوښتې. هلته د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې، ۲۷ تنه وژل شوي او ۱۵۷ نور ټپيان دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان دا عمل "تېری او جنایت" بللی خو پاکستان ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې "د پاکستاني طالبانو تحریک او د جماعت الاحرار اړوند وسله‌والو پر پټنځیونه بریدونه کړي او ۲۵ وسله وال یې وژلي دي".

خو د ملګرو ملتونو په څېر ځينو نړیوالو بنسټونو هم تایید کړې چې په دغو بریدونو کې ولسي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

اوس د محبت په څېر د څمکنیو او په ټوله کې د افغانستان ګڼ خلک پوښتنه کوي چې پاکستان څنګه ادعا کوي چې دغلته یې "وسله‌وال وژلي" په داسې حال کې چې د اسلم سایل په څېر "بې ازاره" خلک پکې په نښه شوي دي؟

ډېره مرګ‌ژوبله هم هله اوښتې چې د ځايي خلکو په وینا، د پاکستان الوتکې تر لومړي برید وروسته بېرته ور وګرځېدې او پر هغو خلکو یې بمبار وکړ چې د لومړي برید قربانیانو ژغورنې ته ورټول وو. محبت وايي چې اسلم خان هم په همدغو ژغورونکو کې و.

د څمکنیو یوه ځايي ښوونکي هاشم‌خېل هاشمي راته وویل چې د اسلم خان یو تره‌ زوی هم په دغه برید کې وژل شوی او یو تره یې چې ښوونکی و، "سخت ټپي او اوس د کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې بستر دی".

دغه ښوونکی له خپلو شاګردانو سره په ګډه د برید ښکار شوو کسانو سره د "کومک لپاره" هلته تللی و.