د روسیې سرمات توغندی چې "۳۵۰۰۰ کیلومتره واټن کې هدف ویشتلی" شي

د عکس سرچینه، Официальный канал Минобороны России
د روسیې د سرمات په نوم د بالېستیک توغندی چې روسیې یې د بریالۍ ازموینې اعلان کړی. د دغه هېواد د ستراتېژیکو توغندیو ځواکونو قوماندان سرګي کاراکایوف په یوه راپور کې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د دغه توغندي د جوړېدو خبر ورکړ.
هممهاله د روسیې دفاع وزارت د دغه توغندي د توغولو د لومړنیو شېبو وېډیو خپره کړې ده.
خپلواکو لوېدیځو سرچينو تر اوسه د دغه توغندي په اړه تبصره نه ده کړې او بل دا د توغندي د توغولو لوری هم نه دی مالوم.
دا د دغه درانه بالیستیک توغندي دویمه بریالۍ ازموینه ده. لومړۍ یې په ۲۰۲۲م کې ترسره شوې وه.
۲۰۲۴ کې له پلیسیټسک فضايي اډې د دغه توغندي د توغولو پر مهال یوه پېښه را منځته شوې وه، چې له امله یې د توغولو سیلو ویجاړ شوی و.
د اعلان شوي مشخصاتو له مخې، سرمات په نړۍ کې یو له لویو بین البراعظمي بالیستیک توغندیو دی.
د امریکا د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز د توغندیو د ګواښ پروژې د اټکلونو له مخې، دغه توغندی ۱۰ ټنه وزن لري، چې د دې ډول توغندیو په منځ کې تر ټولو ډېر وزن ګڼل کېږي.
ښاغلي پوتین ته د راپور ورکولو پر مهال ښاغلي کاراکایف وویل، دا توغندی ۳۵ زره کیلومتره واټن وهلی شي.
دا ډول توغندي جوړولو ته څه اړتیا وه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه ۳۵ زره کیلومتره واټن وهونکی توغندی د دې وړتیا لري، چې په لنډه او مطلوبه لاره موخې ته د رسېدو لارښوونه ور ته وشي.
د دغه توغندي مخنیوی یا دفاع خورا ستونزمن دی، ځکه دفاعي سیسټمونه یې د توغندیو د الوتنې د ځانګړو پیرامیټرو پراساس ډېزاین شوي دي.
د بار وړلو لوړ ظرفیت دا امکان برابروي چې پر یو توغندي ډېر سروکي (سرګولې) نصب شي یا د هغو یوه برخه له کاذبو هدفونو سره بدله شي. دا کاذب هدفونه هم د توغندي تعقیب او مخنیوی ډېر سختوي.
سربېره پر دې دا توغندی له چټک سرعت سره د ګلایدر د انتقال او توغولو وړتیا لري.
دا ګلایدرونه لوړو ارتفاعاتو ته پورته کېږي او بیا د ځمکې پر لور حرکت کوي. دوی د غږ په سرعت د هدف پر لور چټک ځي او تعقیبول یې ډېر ستونزمن وي.
په روسیه کې دې پروګرام ته "آوانګارد" نوم ورکول شوی. د مې د نهمې په مراسمو کې د دغه توغندي په اړه وېډیوګانې په سره میدان کې نندارې ته وړاندې شوې، چې هم مهاله پر روسي ټلوېزیونو هم خپرې شوې.
دا ډېر لګښت لرونکې پروژه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغه توغندي پر جوړېدو ډېر مصرف شوی دی. دا لګښت، چې محرمانه ساتل کېږي، د ازمایښتي توغولو په زیاتېدو سره لا هم لوړېږي.
خو ویل کېږي چې "سرمات" په ټولیز ډول یوازې درې ازمایښتي توغونې کړې، چې تر دې مخکې له هغو یوازې یوه بریالۍ وه.
پاول پودویګ، چې د "روسیې اټومي وسلو" د پروژې مدیر دی، د بيبيسي روسیي برخې ته وویل:
"معمولاً د شوروي اتحاد پر مهال شاوخوا ۱۰ او کله ناکله تر دې هم زیاتې ازمېښتي توغوني کېدې."
دې کارپوه زیاته کړې، عموماً داسې ګڼل کېږي چې کله داسې توغندی د ځای پر ځای کېدو لپاره چمتو شي او په سیلوګانو کې واچول شي، نو په عملي کې هېڅوک نه پوهېږي چې تر کومه حده د باور وړ دی.
په اوسنیو شرایطو کې ډېری ازموینې په مجازي ډول ترسره کېږي. ځواکمن کمپیوټرونه کولی شي د الوتنې پارامترونه محاسبه وکړي. دا ډول ازموینې ښايي دا امکان برابر کړي چې د ټولیزو توغونو شمېر کم شي، خو بشپړ بدیل یې نشي کېدای.
ښاغلي پودویګ زیاتوي: "له بلې خوا، د دې توغندیو بنسټیزه مفکوره دا ده چې په ظاهر کې باید ترې کار وانخیستل شي. یانې دا په سیلوګانو کې وساتل شي چې دفاعي رول ادا کړي، نه دا چې عملاً د چا پر ضد وکارول شي."
خو سرګي کاراکایف ښاغلي پوتین ته راپور ورکړی چې د "سرمات" سیستم سره سمبال لومړنی توغندیز کنډک به د ۲۰۲۶م تر پایه د جګړې لپاره چمتو شي.
دا لا هم روښانه نه ده چې روسیه په دقیق ډول څومره "سرمات" توغندي جوړ کړي. خو د پاول پودویګ په نظر ښايي روسیه دا ډول لسګونو توغندۍ جوړې کړي وي.
د هغه په وینا: "د (سرمات) توغندي د اندازې او بنسټیزو ځانګړتیاوو له مخې د آر-۳۶ام له توغندي سره د پرتلې وړ دی او د هماغه سیلو په منځ کې ځایېدای شي. زما په اند سیلوګانې به یو څه ور ته نوي شي، خو بنسټیز بدلون به پکې نه راشي. د سیلو داخلي جوړښت او کانکریټي برخې به غالباً هماغسې پاتې شي."
جامد سونتوکي که مایع؟

د عکس سرچینه، Getty Images
روسیې د دغه درانه توغندي پراختیا د ۲۰۱۰م په لومړنیو کې پیل کړې وه.
د دې یوه لویه وجه دا وه چې د اوکرایین "یوژماش" ډیزاینرانو د آر-۳۶ام "وویوودا" توغندیو له ساتنې ډډه وکړه. دا توغندي، چې د ناټو په طبقهبندۍ کې "شیطان" نومېږي، د روسیې د ستراتیژیکو اټومي ځواکونو په واک کې وې.
دا توغندي د مایع سونتوکو له ډوله دي. د هغوی سونتوکي له دوو برخو جوړ وي: خپله سون (fuel) او اکسیدوونکی (oxidizer). معمولاً سون. په ځانګړي ډول اکسیدوونکی ډېر زهري او د اور اخیستو وړ کیمیاوي مواد لري. خو د "سرمات" توغندي د سونتوکو دقیق ترکیب په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.
د مایع سون توغندي له سیلو توغول کېږي او د توغېدو نه مخکې سونتوکي پکې اچول کېږي، چې دا یو پېچلی او خطرناک بهیر دی.
خو د جامد سونتوکو توغندي مخکې له مخکې له سونتوکو ډک وي او تل د توغېدو لپاره چمتو وي. دا توغندي زیاتره له متحرکو لانچرو توغول کېږي. لکه "توپول" او "یارس" چې همدا ډول دي او د سره میدان په رسم ګذشتونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د جامد سونتوکو توغندیو یوه ګټه د هغوی خوځښت دی، ځکه د دوی لانچر د سیلو خلاف، انتقالېدلی شي. همدارنګه، دا لانچرونه په اسانۍ له څارونکو وسایلو پټېدلای شي.
خو د توغندیو سیلوګانې عموماً ډېرې کلکې او مستحکمې وي. داسې باورونه دي، چې ان د مخکني اټومي برید پر وړاندې هم مقاومت کولای شي.
د پاول پودویګ په وینا، "سرمات" داسې پروژه ده چې "تر ډېره سیاسي" بڼه لري.
هغه وایي: "په ټوله کې د داسې توغندیو شتون تر یوه حده د توجیه وړ دی. خو دا ویل چې که روسیه دا توغندی جوړ نه کړي، نو له منځه به ولاړه شي، بېځایه وړاندوېینه ده."





















