تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"سوماليا ته د بېرته ستنېدو پرتله به غوره وګڼم چې په امریکا کې په پټه ژوند وکړم"
- Author, بشرا محمد
- دنده, بي بي سي افریقا
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د امریکا په مېنېسوټا ایالت کې له هغه اعلان څو مياشتې وروسته چې د کډوالۍ اجنټانو (ايس) زیاتوالی پايته رسېږي، لا هم د دغه ایالت په ځينو برخو کې وېره خپره ده.
د دغو عملياو پر مهال د دو امریکايي وګړو له وژل کېدو وروسته په ټول هېواد کې لاريونونه راوپارېدل. دې ګڼ کسان په ځانګړې توکه سوماليايان چې په مينياپوليس کې یې له افریقا بهر تر ټولو لويه ټولنه ده اندېښمن کړي دي.
یو ۲۳ کلن ځوان عبدي چې د هويت خوندي ساتلو لپاره یې نوم بدل شوی یو له هغو کسانو دی چې د مخ پټو وسله والو اجنټانو له وېرې په پټه ژوند کوي.
نوموړي بي بي سي ته وويل، "دا لا هم نه دي درېدلي" دی وايي له پنځو شپو زيات په یوه ځای کې نه تېروي او کار ته هم په پټه ځي.
دی وايي ځینې ملګري یې سره له دې چې د ده په څېر د خونديتوب لنډمهالي اسناد یې لرل په وروستیو کې نيول شوي دي. د لنډمهاله خونديتوب اسناد هغو ته ورکول کېږي چې د جګړو، طبيعي افتونو يا غير عادي حالاتو ځپلو هېوادونو وي او دا خلکب بيا د محدود وخت لپاره په قانوني ډول په امریکا کې ژوند کولی شي.
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې هڅه کوله چې د مارچ تر ۱۷ پورې د سوماليايي کډوالو لپاره د لنډمهاله پناه حالت پايته ورسوي او استدلال یې کاوه چې په دغه افریقايي هېواد کې امنيت ښه شوی دی. خو یوه فدرالي قاضي په لنډمهالي ډول چارواکي له ګام پورته کولو منع کړل.
له دې وړاندې هم شاوخوا ۳۰۰۰ د کډوالۍ اجنټان په مېنيسوټا کې ځای پر ځای شوی وو او خلک یې نيول چې ځينې یې لا له وړاندې ايستل شوي دي.
له دې عملياتو او د ډونلډ ټرمپ له خوا د سوماليايي ټولنې په اړه له سپکو څرګندونو وروسته دلته اوسېدونکو سوماليایانو ته دا حس پيدا دی چې په نښه شوي دي.
د امریکا د سرشمېرنې ادارې له مخې شاوخوا ۲۶۰ زره سوماليايان په امریکا کې ژوند کوي چې له نيمايي ډېر یې په دې هېواد کې زيږېدلي او ډېرو نورو یې بیا تابعيت ترلاسه کړی دی. د سوماليايي ټولنې مشران وايي دا شمېرې د هغو پرتله کمې دي چې په غيرقانوني ډول هلته مېشت دي.
له سوماليا ډېری خلک په ۱۹۹۱ کال کې د حکومت له نسکورېدو وروسته امریکا ته ولېږدېدل. له هغه راهيسې دغه هېواد په دوامداره توګه له وچکاليو سره مخ دی او په تېرو دوو لسيزو کې د اسلامپالو په ځانګړي ډول د الشباب ډلې سره چې له القاعده سره تړاو لري جګړه روانه ده.
عبدي په ۲۰۲۰ کال کې له سوماليا ووت. دی وايي وروسته له هغه وتښتېد چې چې د الشباب ډلې جنګياليو یې د جذبولو هڅه وکړه.
دی وايي، "ما شاوخوا ۱۵ زره ډالر ولګول چې دلته راورسېږم. کورنۍ مې چې هر څه لرل ما ته یې راکړل". نوموړي دا خبرې د يوه اپارټمان په دهليز کې په ټیټ غږ کولې.
ده له قاچاقبرانو د کینيا پاسپورټ واخيست او برازيل ته ولاړ او له هغه ځايه یې د امریکا پر لور اوږد سفر پیل کړ چې د کولمبيا او پاناما تر منځ ځنګلونو کې د کډوالۍ یوه تر ټولو خطرناکه لاره بلل کېږي.
دی وایي، "يو ځل مې پر يوه مړي پل کېښود".
امریکا ته له رسېدو وروسته یې د پناه غوښتنه وکړه. د لنډمهالي خونديتوب له مخې تر ۲۰۲۹ کال پورې په دې هېواد کې د اوسېدو او کار اجازه ورکړل شوه.
د کډوالۍ د اجنټانو له خوا نيول شويو کسانو کې ځينې هغه هم شامل وو چې د سوماليا او امریکا دواړو تابعيتونه یې درلودل. د هغوی خپلوان دومره وېرېدلي وو چې له ما سره یې خبرې ونه کړي.
که يو څوک وشړل شي، د ۱۰ کلونو بنديز سره مخامخ کېږي او کله له دې هم زيات وي.
د امریکا د کورني امنيت وزارت وايي په مېنيسوټا کې د دوی عمليات د عامه خونديتوب لپاره یوه بریا وه.
په يوه اعلاميه کې یې بي بي سي ته وويل، "موږ له ۱۱ زرو ډېر مجرمين غيرقانوني کډوال نيولي چې امریکایان یې وژل، ماشومانو ته یې زيان رساوه او په مينياپوليس کې یې وېره خپروله".
د کډوالۍ پر وړاندې سخت دريځ د ټرمپ د ټاکنيز کمپاين يوه مهمه ناره وه او لا یې هم تر ټولو پياوړې تګلاره ده که څه هم ډېر خلک د ملاتړ پرتله ورسره مخالفت لري.
د عبدي په ذهن کې دا وضعيت لا هم د ژوند او مرګ مسئله ده، "زه به غوره وګڼم چې دلته د خپل ژوند تر پايه په پټه ژوند وکړم تر دې چې بېرته سوماليا ته ولاړ شم، ځکه چې هلته به زما ژوند له ګواښ سره مخامخ وي".
د مينياپوليس ښاروال جېکب فري لپاره دا ډول وېره د امریکا د تګلارې په زړه کې يو تضاد ښکاري.
نوموړي بي بي سي ته وويل، "فدرالي حکومت وايي چې په امریکا د لنډمهاله خونديتوب حالت ته اړتيا نشته خو په عين وخت کې خلکو ته خبرداری ورکوي چې سوماليا ته سفر مه کوئ، ځکه خطرناک دی".
"نوم کوم یو سم دی؟".
د مينياپوليس په هغو سیمو کې چې د څو کډوالو ټولنو کور دی د چاپو اغېز لا هم ښکاره دی، که څه هم ورځنی ژوند ورو ورو بېرته عادي حالت ته راګرځي او ښوونځي بيا پرانیستل شوي دي.
د مېنيسوټا استازې الهان عمر په دې وروستيو کې په مینياپوليس کې د ډيموکراټانو په يوه غونډه کې وويل، "موږ له ډېر تياره وخته تېرېږو".
نوموړې لومړنۍ سوماليايۍ امریکايۍ ده چې د امریکا په کانګرېس کې یې دنده ترسره کړې. هغې بي بي سي ته وويل، چې وروستيو مياشتو د ماشومانو په ګډون پر تولو څومره اغېزې لرلې دي.
هغې وويل، "لا هم دا وېره شته چې ښايي ودرول شئ، یا مو مور او پلار ودرول شوي، ان زموږ روغتيايي مرکزونه هم اغېزمن شوي دي".
دا چې پر ټرمپ سختې نيوکې کوي، د کډوالۍ د اجنټانو له خوا د کارېدونکو لاروچارو په اړه یې ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي.
هغه وايي، "د پخوانيو ادارو سره د بارک اوباما د ادراې په ګډون چې د شړل کېدو کچه یې تر ټولو لوړه وه توپير دا دی چې هغه له ګډوډۍ او وېرې پرته ترسره کېده".
خو د کورني امنيت وزارت ټينګار کوي هغه کسان چې په قانوني ډول امریکا کې دي، د وېرې هېڅ اړتيا نه لري او وايي، اجنټانو ماسکونه ځکه اغوستي وي چې ځانونه "خوندي" کړي.