هدایت‌الله بدری: د عینک مسو کان قراردادي‌ چینايي شرکت دې د استخراج عملي چارې پیل کړي

    • Author, سمیع‌الله موسی‌زی
    • دنده, ‌بي‌بي‌سي
    • رپوټ له:, کابل
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري د چین له سفیر او لوګر ولایت کې د عینک مسو کان د اړوندې کمپنۍ له مشره غوښتي چې له قرارداد سره سم دې د دې پروژې عملي کولو لپاره لاس په کار شي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي‌ بدري افغانستان کې د چین له سفیر وانګ جي چینګ او د چینايي کمپنیو ایم‌سي‌سي ‌او ایم‌جی‌اې‌ایم له مشرانو کتنه کې د عینک پروژې د عملي چارو د نه پيلیدو پر لاملونو غږیدلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د کانونو او پټرولیم وزیر ټینګار وکړ چې چینايي‌ کمپنۍ دې له قرارداد سره سم او د تړون د شرطونو، ژمنو او مسؤولیتونو په نظر کې نیولو سره لاس په کار شي او د عینک مسو کان پروژې د پلي کولو لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

په دې لړ کې پر هغو لارښونو هم ټينګار شوی چې دغه وزارت په لیکلې بڼه چینايي کمپنۍ ته کړې دي.

پوره یو کال مخکې د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د چین له سفیر او د ایم سي سي کمپنۍ له مشر سره په لیدنه کې ویلي وو چې د دې پروژې عملي کار باید ژر تر ژره پیل شي.

د عینک مسو کان،‌ چې د پلازمېنې کابل سوېل ختېځ خوا لوګر ولایت کې دی، په افغانستان کې د کانونو تر ټولو له لویو پروژو یوه ده چې د استخراج تړون شاوخوا ۱۸ کاله مخکې له ایم سي سي چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شوی،‌ خو عملي چارې یې لا هم نه دي پیل شوې.

بي‌بي‌سي تېر کال د عینک مسو کان په اړه ځانګړی رپوټ خپور کړی وو.

هغه مهال د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند بي‌بي‌سي‌ ته ویلي وو چې چینايي کمپنۍ د عینک مسو کان استخراج تړون کې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو وزارت یوازې د ۱۵ نورو کلونو لپاره د تړون غځول منلي دي.

یوې سرچینې چې څو کاله په دې پروژه کې ښکېل و، بي‌بي‌سي ته د نوم نه خپرېدو پر شرط ویلي وو چې د یو لړ تخنیکي ستونزو او بنسټیزو پروژو د نه عملي کېدو له کبله چې ایم‌سي‌سي شرکت فکر کوي د افغان دولت مسؤولیت دی، په نږدې راتلونکې کې د دې کان استخراج عملي نه بریښي.

په تېر حکومت کې د کانونو وزیر داود شاه صبا هم ویلي وو چینایانو آن له لومړي سره د عینک کان د استخراج نیت نه درلود.

د هغه په وینا له ایم‌سي‌سي سره تړون داسې چمتو شوی چې چینایی لوری هر وخت وغواړي د استخراج د ځنډولو لپاره پلمې لټولی شي.

په هر توګه د عینک مسو کان استخراج لپاره د تونلونو د کېندلو په ګډون چارې روانې دي او کان ته غځیدلی سړک هم بشپړ شوی دی.