کوهاټ کې د وژل شوو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی، د طالبانو حکومت پر جومات برید غندلی
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د جمعې د لمانځه پرمهال هغه برید غندلی چې د ۱۶ پولیسو په ګډون لږترلږه ۳۱ تنه پکې ووژل شول او ۸۰ نور ټپیان شول.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ښار کې د جمعې لمانځه پرمهال، پر یوه جومات تر سره شوی برید، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، په کلکو ټکو غندي".
په خبرپاڼه کې راغلي، بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او پر سپېڅلو ځایونو بریدونه یې نه توجیه کېدونکی او د غندنې وړ عمل وباله.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ویاند سټېفان دوجاریک کوهاټ کې د جمعې ورځې د برید په اړه د سرمنشي پیغام رسنیو ته اعلان کړ او دا برید یې غندلی دی.
ښاغلي دوجاریک وویل: "سرمنشي د خیبر پښتونخوا په یوه جومات کې شوی بم برید په کلکه غندي. سرمنشي د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د ژر روغېدو هیله کوي."
تېره ورځ (جمعه) سپتمبر ۱۸مه)، پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د خيبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پوليسو مرکز (پخوانی پوليس لاینز) ودانۍ ته نژدې د یوې چاودنې له امله د ۱۶ پوليسو په ګډون لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۷۳ نور ټپيان دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د خيبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حميد ويلي، د لومړنيو راپورونو له مخې له چاودېدنکو توکيو ډک موټر د پولیسو دغه پخواني مرکز سره ټکر کړل شوی او له هغه ورووسته د وسله والو سره نښته روانه ده.
د پوليسو يوه مشر عبدالسلام خالد، د بي بي سي خبریال عثمان زاهد ته ويلي، د وسله والو هدف د پولیسو مرکز (پولیس لاینز) او هلته موجود جومات و. د نوموړي په وینا د چاودنې پر مهال د جمعې لمونځ روان و.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر (ای جي) په وینا، لومړني راپورونه ښيي چې له چاودنې وروسته، یوه ځانمرګي بریدګر د "سپېشل برانچ" (ځانګړې څانګې) دفتر ته نژدې ځان والوزاوه.
د پولیسو یوه ویاند ويلي، له چاودنې وروسته، اووه وسله وال د پولیسو مرکز احاطې ته ننوتل، چې له امله یې د بریدګرو او د پولیسو او ترهګرۍ ضد څانګې د امنيتي ساتونکو ترمنځ سخته نښته وشوه.
د خیبر پښتونخوا د ژغورنې (رېسکيو) ویاند بلال احمد فيضي تائید کړې چې تراوسه په دې پېښه کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.
ښاغلي فيضي ويلي وژل شوي او ټپيان د امبولانسونو له لارې روغتون ته لېږدول کېږي چې د ځينو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.
نوموړي زياته کړې دا مهال ۱۴ امبولانسونه او له ۴۰ زيات کارکوونکي په سيمه کې د مرستې ژغورنې په عملياتو بوخت دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په کوهاټ کې شوې چاودنه غندلې او د ګڼو خلکو په ټپي کېدو یې ژوره خواشيني ښودلې ده.
د لومړي وزير دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي شريف له اړوندو چارواکو د چاودنې د بڼې او لاملونو په اړه راپور غوښتی دی. هغه همدارنګه لارښوونه کړې چې د مرستې عملیات ګړندي شي او له اغېزمنو شویو کسانو سره دې هر ډول ممکنه مرسته وشي.
تراوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسووليت نه دی منلی.
له دې پېښې وړاندې د پاکستان پوځ ويلي وو چې تېره ورځ پر يوه امنيتي کاروان برید کې شپږ امنيتي کسان وژل شوي وو.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې همدا ډول په شمالي وزیرستان کې د لسو امنيتي کسانو د وژلو خبر ورکړی دی.



















