د طالبانو حکومت یو پلاوی اروپايي ټولنې سره د خبرو لپاره بروکسل ته ځي

د اروپايي ټولنې مقر وداني

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو حکومت د یوه"تخنیکي" پلاوي د سفر په اړه د اروپايي ټولنې سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته منلې چې د غړو هېوادونو استازي به ورسره ناستې او خبرې ولري. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، تر اوسه د دغه پلاوي د جوړښت په اړه پرېکړه نه ده وروستۍ شوې.

اروپایي ټولنه پر هغو پلانونو کار کوي چې له مخې یې هغه کسان بېرته افغانستان ته ولېږل شي چې په دغه ټولنه کې د پاتې کېدو حق نه لري. دا هڅې د بشري حقونو د ډلو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له اندېښنو سره سره دوام لري.

د طالبانو حکومت د یوه پلاوي دا سفر، چې د اروپایي کمیسیون او څو غړو هېوادونو لخوا یې همغږي کېږي، افغانستان ته د اروپایي چارواکو له دوو هغو سفرونو وروسته ترسره کېږي چې پر دې موضوع د "لومړنیو" خبرو اترو لپاره شوي وو.

یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "فکر دا دی چې هغوی له دوبي مخکې راوبلل شي." سرچینې زیاته کړې چې د طالبانو دا پلاوی به یوه "تخنیکي" ډلګۍ وي.

په دې خبرو اترو کې یوې ښکېلې سرچینې ویلي "اروپایي چارواکي د الوتنو او د کابل هوایي ډګر د ظرفیت جاج اخلي، هغوی له طالبانو سره پر دې خبرې کوي چې بېرته لېږل شویو خلکو سره به څه ډول چلند کېږي."

اروپایي کمېسیون تر اوسه طالب چارواکو ته رسمي بلنه نه ده لېږلې. د کډوالو د بېرته لېږلو بهیر چټک کول د اروپایي ټولنې د هېوادونو ترمنځ په یوه ګډه شعار بدل شوی، ځکه چې د کډوالۍ په اړه د عامه افکارو خرابېدو له لویه سره د ښي اړخو ګوندونو ټاکنیزو بریاوو ته لاره هواره کړې ده.

د کابل هوايي ډګر یوه باراني ورځ

د عکس سرچینه، Getty Images

شاوخوا ۲۰ اروپایي هېوادونه دا پلټي چې افغانان، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په جرمونو محکوم شوي، څنګه بېرته خپل اصلي ټاټوبي ته ولېږي.

جرمني لا دمخه دا لړۍ پیل کړې او له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې د قطر په همکارۍ له ۱۰۰ ډېر افغانان په ځانګړو الوتنو کې بېرته لېږلي دي.

د تېر کال په اکټوبر کې یو جرمن پلاوی کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو له مرستیال وزیر محمد نبي عمري سره خبرې کړې وې.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ۳۶۰۰۰ تر ۴۵۰۰۰ افغانان په یوه ځانګړي بهیر کې جرمني کې د مېشتېدو لپاره منل شوي وو. جرمني افغانستان ته د ناقانونه او جرمي پېښو کې د ښکېلو افغانانو جبري ستنول هم ځنډولي وو. درې کاله وروسته د ۲۰۲۴ د اګسټ په ۳۰مه ۲۸ تنه هغه افغانان په یوه مخامخ الوتنه کې کابل ته واستول شول چې جرمن چارواکو ویل " په جرمونو او ناقانونه کړنو" کې ښکېل وو

اتریش هم د جرمني پر پله ګام ایښی دی.

سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د طالبانو حکومت د پلاوي سفر په اصل کې د مارچ میاشتې د پای لپاره پلان شوی و، خو اوس د راتلونکو څو اونیو لپاره ټاکل شوی دی.

اندېښنې څه دي؟

له دغه هڅو سره هم مهاله د بېرته لېږلو دې فشار ګڼې اندېښنې راپارولې دي.

د بشري حقونو ډلې وايي، افغانستان د بشري ناورین په غېزه کې دی چې وچکالۍ او د بهرنیو مرستو سخت کمښت نور هم حالت پېچلی کړی دی. اروپایي ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د تعامل او همکاریو په نوم لیدنې کتنې لري.

اروپایي هېوادونو د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د افغانانو له خوا شاوخوا یو میلیون د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. تېر کال افغانان د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله وه.