د خوړو نړیوال پروګرام: پنځه میلیونه افغان میندې او ماشومان خوارځواکۍ سره مخامخ دي

    • Author, سمیع الله موسی زی
    • رپوټ له:, کابل
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د بې کارۍ، کمزوري اقتصاد او سیمه کې وضعیت له امله لوږه په پراخېدو ده.

د ډبلیو ایف پي په دې خبرداري کې راغلي چې له دې حالت له امله مېرمنې او ماشومان تر ټولو ډېر زیانمنیږي.

افغانستان کې د ډبلیو ایف پي مشر ویلي "دې هېواد کې پنځه میلیونه میندې او ماشومان خوارځواکۍ سره مخامخ دي".

ده زیاته کړه ددې "ددې کړکیچونو له امله په خوار ځواکۍ د اخته مېرمنو او ماشومانو لپاره ځانګړي خوراکي توکي مخ په خلاصېدو دي".

ملګري ملتونه وايي افغانستان دا مهال د کمزوري اقتصادي وضعیت، بې کارۍ او چاپیریالي ستونزو په ګډون له څو کړکیچونو سره لاس او ګریوان دی، دا کړکیچونه سیمه کې د وضعیت له امله لا پراخ شوي او له امله یې بیې لوړې او د خوړو خوندیتوب یې لا کمزوری کړی دی.

د ډبیلو ایف مشر جان ایلیف وویل "د خوراکي توکو د مرستې دوام د میلیونونو افغان ښځو او ماشومانو د ژغورلو لار دهح. خو دی" له بده مرغه دا مرستې بندې شوي او د سلګونه زره میندو او ماشومانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی".

ملګري ملتونه وايي افغانستان کې لا له وړاندې لوږه او خوارځواکي ریکارډ کچې ته رسېدلې او ۱۳ اعشاریه اته میلیونه کسان د خوړو له جدي کموالي سره مخامخ دی. دا اداره وايی ددې نه علاوه " نږدې پنځه میلیونه ماشومانو، میندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې له خوارځواکۍ کړېږي".

دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان کې د لوږې په اړه خبرداری ورکول کیږي. امریکا کې واک ته د ډونلډ ټرمپ له رسېدو وروسته له افغانستان او نورو ګڼو بې وزلو هېوادونو سره مرستې کمې شوي دي، دې چارې افغانستان کې د لوږې پراخېدو په اړه جدي اندېښنې رامنځته کړي.

پر ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پایله کې په منځني ختیځ کې رامنځته شوې شخړې هم د مرستو چارې ډېر اغېزمنې کړې دي.

تر دې وړاندې ډبیلو ایف پي ویلي وو چې منځني ختیځ کې د شخړې له امله افغانستان ته د خوراکي توکو لېږد لګښت درې برابر لوړ شوی دی.

په افغان بازارونو کې هم د منځني ختیځ کړکېچ د ډېرو توکو به بیو اغېز کړی، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي بي بي سي ته ویلي چې د امریکا او ایران د جنګ له امله د هرمز تنګي تړل کېدو پر افغانستان اغېز نه دی کړی.