د پښتونخوا په بنو کې د موټربم برید مسؤلیت اخیستونکې "اتحاد المجاهدین پاکستان" ډله څومره پېژنئ؟

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د "اتحاد المجاهدین پاکستان" په نوم ډلې د خیبر پښتونخوا د بنو په فتح‌خېل کې یې پرون یکشنبه (غويی ۱۹/مې ۹) د پولیسو پر پوستې د هغه موټر‌بم او وسله‌وال برید مسؤلیت اخیستی چې د چارواکو په وینا، ۱۵ پولیس پکې ووژل شول.

خو دا ډله څوک ده او کله رامنځ‌ته شوې؟

د بي‌بي‌سي د څارنې یا مانېټرېنګ برخه وايي چې "اتحاد المجاهدین پاکستان" په اصل کې د دریو سخت‌دریځو ډلو له یو ځای کېدو جوړه شوې او پاکستان کې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د طالبانو ډلې پورې تړلې ده.

دا ډله شاوخوا یو کال مخکې (د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۱۱ نېټه) رامخې ته شوه، ځان پاکستانۍ ډله بولي او د بریدونو یا د فعالیت سيمه یې تر ډېره خیبر پښتونخوا ایالت دی.

د بي‌بي‌سي مانېټرېنګ څانګې د معلوماتو له مخې، "اتحاد المجاهدین پاکستان" پر ټېليګرام خپل چېنل د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۱۲ جوړ کړی او خپلې خبرپاڼې پکې په اردو، پښتو او انګرېزۍ ژبه خپروي.

د پروني برید مسؤلیت یې هم په اعلامیه کې په اردو او پښتو ژبو منلی دی.

که څه هم دې ډلې کوم لوی وسله‌وال یا خپل کوم نوم‌وتی کس د مشر په توګه نه دی معرفي کړی خو د محمودالحسن په نوم یو غړی یې په خپلو ټېلیګرام چینلونو کې ځان د "اتحاد المجاهدین پاکستان" ویاند بولي.

د بي‌بي‌سي مانېټرېنګ برخه وايي چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۱۱ نېټه درې وسله‌والې ډلې (اسلامي انقلاب، لشکر اسلام او د حافظ ګل بهادر ډله) سره یو ځای شوې او همدا "اتحاد المجاهدین پاکستان" ترې رامنځ‌ته شو.

د یادولو ده چې د پاکستاني طالبانو تحریک د وخت مشر بیت الله مسېد سره له اختلاف وروسته حافظ ګل بهادر له دغه تحریکه لار جلا کړه او خپله نوې ډله یې جوړه کړه. وروسته په پاکستان کې د طالبانو ګڼې ډلې په تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي کې یو ځای شوې خو حافظ ګل بهادر ډله پکې شامله نه شوه.

دې ډلې تر اوسه د کومو بریدونو مسؤلیت منلی دی؟

د تېر ۲۰۲۵ کال په اپرېل یعني شاوخوا ۱۳ میاشتې مخکې رامنځ‌ته شوې "اتحاد المجاهدین پاکستان" ډلې تر اوسه د ګڼو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

  • د رامنځ‌ته کېدو پر دویمه ورځ یې (۱۲ اپرېل ۲۰۲۵) پر ټېلیګرام په یوه خبرپاڼه کې په خیبر ایجنسۍ کې د پاکستانيو پولیسو پر یوې چاوڼۍ د برید مسؤلیت په غاړه واخیست. په ورپسې ورځ یې په بله اعلامیه کې د خپل لومړني ډرون یا د بې‌پېلوټې برید دعوه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونه یې پکې په نښه کړي دي.
  • شاوخوا میاشت وروسته یعني د ۲۰۲۵ کال د مې پر ۱۹ نېټه دې ډلې پاکستانیو ځواکونو ته ګواښ وکړ چې د هغې کورنۍ غچ به ترې اخلي چې د شمالي وزیرستان په مېرعلي کې یې په ډرون برید کې وژلې ده.
  • د ۲۰۲۵ کال د مې پر ۲۶ "اتحاد المجاهدین پاکستان" پرخپل ټېلیګرام چېنل یوه تبلیغاتي ویډیو خپره کړه چې د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې یې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د بریو ادعاوې پکې کړې وې. په ويډیو کې د دې ډلې د عملیاتو صحنې او ایډيالوژيک دریځ بیان شوی و.
  • دې نه وروسته یې د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د خپل هغه برید ویډیو خپره کړه چې د همدغه کال د مې پر ۳۰ نېټه یې کړی و.
  • د ۲۰۲۵ کال د جون پر ۲۱ یې په بنو ولسوالۍ کې پر یوه پوځي مرکز د برید مسؤلیت ومانه.
  • د همدې میاشتې پر ۲۷ نېټه یې پر خپل ټېلیګرام چېنل په یوه اعلامیه کې د خپل لومړني ځانمګري برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. "اتحاد المجاهدین پاکستان" ادعا وکړه چې په شمالي وزیرستان کې په کړي دغه برید کې یې "درنه مرګ‌ژوبله" اړولې خو کره شمېر یې په ډاګه نه کړ.
  • د ۲۰۲۵ کال د جولای پر دویمه نېټه دې ډلې د خیبر پښتونخوا په پېښور کې هم پر یوه پوځي پوسته د برید مسؤلیت ومانه.
  • د همدغه کال د اګست پر ۲۹ یې پر خپله ټېلیګرام پاڼه د خیبر ولسوالۍ په تیراه دره کې د یوه ځانمګري برید ادعا وکړه او د خپل هغه غړي عکس او نوم یې هم خپور کړ چې ویل یې، دغه برید یې کړی دی.
  • د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پر دویمه نېټه "اتحاد المجاهدین پاکستان" په یوه خبرپاڼه کې دعوه وکړه چې په خیبر پښتونخوا کې یې په یوه برید کې د پاکستان د پوله‌ساته یا سرحدي ځواکونو مرکز په نښه کړی دی.