لندن کې د دلجیت دوسانج کنسرت

د ویډیو تشریح، لندن کې د دلجیت دوسانج کنسرت
لندن کې د دلجیت دوسانج کنسرت
د خپرېدو وخت

د هند مشهور پنجابی سندرغاړي دلجيت دوسانج د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو ګڼ مينه وال لري. نوموړي څو ورځې وړاندې د لندن په وېمبلي سټېډیم کې کنسرت درلود چې لسګونه زره کسانو په ګډون درلود. د وېمبلي سټېډيم د مسوولينو په وینا، دا لومړی ځل دی چې يو پنجابی سندرغاړی په دې ځای کې کنسرت ورکوي. دلجيت دوسانج پر سټېج دکنسرت پر مهال وويل چې "دا ننداره به د تاریخ په کتابونو کې ثبت شي." بي بي سي ورسره غږېدلې ده.