د مصنوعي ځیرکتیا د 'پراخو خطرونو' په اړه خبرداری

د ویډیو تشریح، د مصنوعي ځیرکتیا د 'پراخو خطرونو' په اړه خبرداری
د مصنوعي ځیرکتیا د 'پراخو خطرونو' په اړه خبرداری
د خپرېدو وخت

د Anthropic شرکت شریک بنسټګر جک کلارک د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له امله د "ستر او پراخو خطرونو" په اړه خبرداری ورکړی او له حکومت یې د مداخلې غوښتنه کړې ده.

هغه له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې خبرداری ورکړ چې دا ټکنالوژي ښايي ډېر ژر داسې خطرونه رامنځته کړي چې اټکل کول یې ستونزمن وي. Anthropic د مصنوعي ځیرکتیا د انقلاب له مخکښو شرکتونو دی او د Claude چټ‌بوټ جوړوونکی دی. د نوموړي څرګندونې د صنعت د نورو مخکښو کسانو له ورته خبرداریو او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته کېږي چې د AI خطرونه یې کم ارزښته بللي دي.