له زړو پرزو څنګه ټېسلا موټر جوړ شوی

د ویډیو تشریح، له زړو پرزو څنګه ټېسلا موټر جوړ شوی
له زړو پرزو څنګه ټېسلا موټر جوړ شوی
د خپرېدو وخت

اډېبایو یو نایجېریايي سړی دی چې هرڅه یې پخپله زدکړي او د "Yakkabad" په نوم پېژندل کېږي. هغه هوډ وکړ چې خپل د خوښې موټر، ټېسلا سایبر ټرک، بیا جوړ کړي.

هغه د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د دې کورني جوړ شوي موټر پر جوړولو کار پیل کړ. نوموړي د نایجېریا د اوسون ایالت په خپله سیمه کې له موندل شوو زړو فلزاتو او یوه زاړه انجن کار واخیست.

Yakkabad وايي، له ډېرې مودې راهیسې د شیانو جوړولو او رامنځته کولو سره لېوالتیا لري، خو د دې موټر ځانګړې بڼه او ډیزاین هغه په ځانګړي ډول دې کار ته وهڅاوه.