د هندۍ سینما نوی فلم: د هند او پاکستان بېلتون او په مینه کې جدایي

په دوو جلا عکسونو کې یو خوا یو سېک هلک او نجلۍ برېښي او په چپه خوا عکس کې بیا فلمي ستوری دلجیت دوسانج د خبرو په حال کې ښکاري چې مایک یې په لاس کې نیولی او د سېکانو پګړۍ یې پر سر ده.

د عکس سرچینه، Applause Entertainment

    • Author, قیصر اندرابي
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو
    • رپوټ له:, ډیلی
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د هند وتلي فلم جوړوونکي امتیاز علي یو نوی فلم په هند او پاکستان دواړو او د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو کې د خلکو خوښ شوی دی.

دغه فلم "مې واپس اونګا" نومېږي چې پښتو ژباړه یې "زه بېرته راځم" ده.

فلم د هند له وچې د پاکستان د بېلدو موضوع باندې جوړ دی او کیسه یې پر مینې ولاړه ده.

د فلم په سر کې وتلی هندی فلمي ستوری او د سنجیده رولونو لوبوونکی نصیر الدین شاه په قلم په اردو ژبه یو څه لیکي.

له همدې شېبې سړی درک کوي چې فلم د یوه تېر یاد او د نیمګړې مینې داستان بیانوي.

په فلم کې نصیر الدین شاه یو ۹۵ کلن سېک سپين‌ږیری دی چې ایشر سېنګ ګریوال نومېږي.

دی ګوزڼ وهلی او ورو ورو خپل یادښت یا حافظه بایلي.

لمسی یې چې نرویر نومېږي، له انګلېنډه بېرته کلي ته ورغلی دی.

دا رول هم مشهور هندي سېک فلمي ستوري دلجیت دوسانج لوبولی دی.

لمسی د خپل نېکه د هر څه هېرولو ناروغۍ ته اندېښمن دی او د هغه د تېر ژوند ځينې داسې لیکلي یادښتونه په لاس ورځي چې د هند له وېش او د پاکستان له جوړېدو مخکې وخت کې په سرګودې ښار پورې تړلي دي.

هغه وخت پنجاب په دوو برخو نه و وېشل شوی او اوسنی سرګودا هم د هند برخه وه.

نصیرالدین شاہ، انڈین اداکار

د عکس سرچینه، LightRocket via Getty Images

د عکس تشریح، په فلم کې وتلي هندي فلمي ستوري او د سنجیده رولونو لوبوونکي نصیر الدین شاه د ۹۵ کلن سپين‌ږیري ایشر سېنګ رول لوبولی دی.

د سپين‌ږیري ایشر سېنګ ارمان دی چې یو ځل بیا سرګودې ته لاړ شي. هغه ښار چې ده پکې ماشومتوب تېر کړی او یادونه یې ورپورې غوټه دي.

هلته یې له یوې نجلۍ سره ځينې ژمنې کړې وې، سره مین و خو همدې وېش یې مینه نیمګړې نیمه‌خوا کړه.

د دغه فلم یوه ځانګړنه دا هم ده چې فلم جوړوونکي امتیاز علي پکې د هند او پاکستان د وېش کیسه یوازې د یوې سیاسي پېښې په توګه نه ده وړاندې کړې بلکې د هغې انساني اړخ باندې یې تمرکز کړی دی چې خلک یې څومره اغېزمن کړل.

له همدې امله کتونکي د دې تاریخي پېښې تر شا پروت هغه درد احساسوي چې د هغه مهال خلک او نسل ورسره مخ شوی.

فلم جوړوونکي یې په اړه څه وايي؟

پاکستانی فلم جوړوونکی عمیر ناصر علي په خپله هم له څو کلونو راهیسې د هند او پاکستان د وېش پر موضوع فلم جوړولو باندې لګیا دی. دی د امتیاز علي د دغه فلم په ستاینه کې وايي چې هغه د هېوادونو د وېش په مسئله کې د خلکو د کړاو کیسه په ډېر حساس او ښه انداز ځای کړې ده.

امتیاز علي د خبرو پرمهال برېښي او اوږدې څڼې لري.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، فلم جوړوونکی امتیاز علي

له بي‌بي‌سي اردو سره په خبرو کې عمیر وویل، "تل مې د امتیاز علي فلمونه خوښېږي. خو (مې واپس اونګا) فلم یې تر ټولو غوره فلم دی. ډېر ښکلی او له نوښته/خلاقیته ډک دی. دا داسې یو ریښتینی فلم دی چې په ډېره مینه جوړ شوی دی".

عمیر همدراز د فلم د ایډيټرې ارتي بجاج کار هم ستایلی او وايي چې "په فلم کې دوه جلا کیسې یو ځای او خوا په خوا وړاندې کول اسان کار نه دی. خو ارتي بجاج چې په څومره ښه انداز دا کار کړی، باید ډېر وستایل شي. د فلم تر پایه یې تلوسه ساتلې ده".

دی د نصیر الدین د رول ځانګړې ستاینه کوي او وايي، "په فلم کې د هغه رول تر نورو ټولو سخت دی. خو نصیر الدین شاه دومره ښکلی لوبولی چې که بل چا ته دا رول ورکړل شوی وای نو ګمان نه کوم چې دغسې انصاف به یې ورسره کړی وای".

عمیر ناصر علي وايي چې د فلم موسیقي او دودیزه فضا یې هم خوندوره او حقیقت ته نږدې برېښي.

دی زیاتوي، "له خپلې نیا او نېکه مې اورېدلي وو چې په هغه زمانه کې هم د خلکو لوېدیځه موسیقي او نڅا خوښېده. په فلم کې دا دود په ډېر طبیعي ډول ښکاره شوی دی".

په فلم کې د کتونکو څه خوښ شوي دي؟

د هند په ممبۍ ښار کې د "مې واپس اونګا" فلم لوی بینر لګېدلی او لاندې یې ګڼ موټر روان دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د هند له ډيلي ۲۸ کلنې اقرا محسن بي‌بي‌سي اردو ته وویل چې فلم ډېره احساساتي کړه.

د دې په وینا، "په تېر کې چې پر خلکو څه تېر شول، کاش هغسې څه نه وای ورسره شوي، په ځانګړي ډول چې له خپلو اشنایانو بیل شول".

اقرا همداراز وايي، "دا خبره مې ډېره خوښه شوه چې که څه هم په تېر کې د خلکو ترمنځ کرکه کرل شوې خو بیا یې هم دوی سره بیل نه شوای کړای. مذهب او پولې پر خپل ځای خو پر احساس ولاړې اړیکې اوس هم ژوندۍ دي".

۳۰ کلن سندیپ بي‌بي‌سي اردو ته وویل، "ما د امتیاز علي جوړ کړي ټول فلمونه کتلي خو د (مې واپس اونګا) فلم کار یې تر اوسه تر نورو ټولو پوخ او ښکلی دی".

دی زیاتوي، "د فلم وروستیو شېبو مې زړه مات کړ. هغې شېبې ته مې اوښکې تم نه شوای کړای چې کینو، مالیکا له دلفرېبه رخصت اخلي. د فلم له ختمېدو وروسته هم د هغه احساس او درد اغېز راباندې پاتې شو".

یوه پاکستاني کتونکي علي عثمان قاسمي پرخپله خواله رسنۍ لیکلي، "پر کرکې ولاړې فلمي نړۍ کې امتیاز علي جرات کړی چې داسې فلم یې جوړ کړی. دا موږ ته را په زړه کوي چې د هغه وېش او بېلتون درد مو اوس هم نه دی هېر شوی. اوس یې هم احساسوو او خواخوږي هم ورسره لرو. خو په کومو خلکو چې هغه حالات تېر دي او څه چې هغوی زغملي دي، ښايي موږ یې تجربه او درد سم درک نه شو کړای".