کرېکټ: افغانستان د زېمبابوې ټول لوبغاړي په ۷۹ منډو وسوځول

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د شل اوریزو لوبلړۍ وروستۍ لوبه کې افغان لوبغاړو د زېمبابوې ټول لوبغاړي په يوازې ۷۹ منډو وسوځول او له دې سره افغانستان ته هدف ۸۰ منډې شو.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې زېمبابوې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د زېمبابوې ټول لوبغاړي په يوازې ۷۹ منډو وسوځېدل.

د افغانستان لپاره نور احمد لکڼوال خورا په زړه پورې توپ اچوونه وکړه او پنځه وېکټې یې واخيستې. د ده تر څنګ عبدالله ترخېل دوه، فضل الحق فاروقي، عظمت الله عمرزي او عبدالله احمدزي یو يو لوبغاړی وسوځاوه.

دغه سيالۍ چې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي، لومړنۍ دوې یې افغانستان ګټلې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې د نننۍ لوبې لپاره د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ محمد اکرم، صديق الله اتل، اعجاز احمدزی، نور رحمان، عظمت الله عمرزی، عبدالله تره خېل، راشد خان، نور احمد، عبدالله احمدزی او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي.

د زېمبابوې په دې لوبلړۍ کې افغان لوبغاړو ځينې ریکارډونه هم جوړ کړل. راشد خان لومړنی لوبغاړی شو چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې یې ۲۰۰ وېکټې بشپړې کړې.

د دې تر څنګ د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې عظمت الله عمرزي په شل اوريزو کې د خپل لوبيز ژوند لومړنۍ سليزه ووهله.

د يادولو وړ ده چې د همدې شل اوریزو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره سم به له زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر مياشتې پر پنځمه او دويمه د همدې مياشتې پر ۱۳ نېټه پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ، دا لوبلړۍ د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتيا او پراختيا کې مهمې بولي.