مجاهد: پاکستان د کړکېچ سوله‌ییز حل ته چمتو نه دی؛ اسلام اباد وايي، د وګړو امنیت یې د مذاکرې وړ نه دی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت (MoIB) وايي، د طالبانو حکومت د ویاند ذبېح‌الله مجاهد وروستۍ څرګندونې د کابل ناسم چلند او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابېدونکو اړیکو د اصلي لامل له منلو انکار څرګندوي.

دغه وزارت شنبه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو حکومت پر مشرانو له دې کبله نیوکه کړې چې ګوندې د دوه اړخېزو اړیکو د خبرابېدو پړه په دوامداره توګه "د اسلام‌اباد پر پالیسیو" اچوي، او د دوی په وینا "له افغان خاورې د راټوکېدونکې ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې خپله دوامداره ناکامي" له پامه غورځوي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د حریت په نامه راډیو تېره ورځ (شنبه) د خپلې خواله رسنۍ پر پاڼه د ښاغلي مجاهد یو ویډیويي کلېپ خپور کړی و، چې نوموړي پکې له اسلام اباد سره د دوی د کړکېچ د نه حل کېدو لامل د نوموړي په وینا "پر خپلو ناکامو پالیسو" د پاکستان ټینګار او د خبرو له لارې له مخ کې تګه انکار بللی و.

هغه ویلي وو، کړکېچ افغانستان نه دې پیل کړی او له سوله‌ییزو لارو یې د ترینګلتیا هوارېدو لپاره ټولې هڅې کړې دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې وه،‌ که څه هم بېلابېلو هېوادونو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ هواري لپاره منځګړیتوب کړی، د دوی د حکومت چارواکو هم دوامداره هڅې کړې او له پاکستان سره یې پيغامونه هم تبادله شوي، خو بیا هم کوم حل لاره نه ده راوتلې.

د یادونې ده چې د ترکیې، چين، قطر او متحدو عرب اماراتو څو ځله د کابل او اسلام اباد منځګړيتوب کړی، خو په پاکستان کې د ډیرېدونکې ناامنۍ او بریدونو له کبله دا راپورته شوی کړکېچ لا پر خپل ځای پاتې دی.

اوس د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په خپل غبرګون کې ویلي: "ترهګري سره کرښه ده او د دوی د وګړو امنیت د مذاکرې وړ نه دی."

دغه وزارت زیاته کړې، پاکستان به "د پولې (ډېورنډ کرښې) هاخوا د ترهګرو خوندي پټنځایونه ونه زغمي،" او د نړیوال قانون له مخې د ځان په دفاع کې دا خپل حق ګڼي چې ملي امنیت ته یې د ورپېښو ګواښونو لمنځه وړلو لپاره، که هغه له هر ځایه سرچینه اخلي، "اړین ګامونه" پورته کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "کابل باید درک کړي چې د دغو ګواښونو د حل مسوولیت په بشپړه توګه د افغان طالبانو رژیم ته راجع کېږي."

د طالبانو حکومت تل دا تور رد کړی چې په افغانستان کې دې بهرني او غیر وسله‌وال حضور ولري.

دوی ټینګار کوي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

د طالبانو حکومت برعکس پاکستان تورنوي چې له دوی سره جګړې ته وسله‌وال روزي او د داعش ډلې ته یې هم مرکزونو ورکړي دي.

د یادونې ده چې په ملګروملتونو کې د پاکستان د دایمي استازولۍ غړو هم اوړمه ورځ د دغه سازمان د عمومي اسمبلۍ درېيمه کمېټه کې په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه غونډې ته ویلي وو چې د دوی هېواد کې ناامنۍ "له افغانستانه سرچینه اخلې".

دې استازولۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي و د دایمي استازي سلاکار محمد جواد اجمل ويلي، د طالبانو حکومت باید هغو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي چې د "افغانستان له خاورې" د پاکستان او سيمې پر ضد فعالیت کوي.

هغه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي)، د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ، القاعده، داعش خراسان او د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون د يو شمېر وسله والو ډلو د فعاليت یادونه او ادعا یې کړې چې ګوندې دغه ډلې د افغانستان له خاورې فعاليت کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل د پاکستان دا تورونه رد کړي دي.