تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت: پر ځینو وارداتي توکو تعرفې لوړوي
- Author, نور محمد سعید
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت مالیې وزارت چارواکي وايي، پر یو شمېر هغو توکو، چې له بهره افغانستان ته راوړل کېږي، تعرفې لوړوي. د مالیې وزارت ویاند مولوي محب الله خطاب له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د دې اقدام هدف 'د کورنيو تولیداتو او صنعت، کرنې او مالدارۍ ملاتړ' دی.
په ورته مهال د مالیې وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د مالیې، اقتصاد، عامې روغتیا، د کانونو او پیټرولیم، صنعت او سوداګرۍ او کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکو په یوه ګډه غونډه کې د تعرفو زیاتولو دغه پرېکړه شوې.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د ۱۴۰۵ کال لپاره د (تعرفې کمېټې) په درېیمه ناست کې (د کورني صنعت او تولیداتو د ملاتړ، کرنې او سوداګرۍ د ودې اصل ته په کتو مهمې پرېکړې وشوې، چې د تعرفې له اصولو سره سم به پلي شي.)
په خبرپاڼه کې بېټرۍ، په ودانیزو چارو کې کارول کېدونکي رنګونه، له څرمنې او پلاستیک جوړ شوي پیزار، ګچ، ورڼي یا پمپرونه، هغه سپرینګونه، چې د زړه ناروغانو په درملنه کې کارول کېږي، هغه توکي یاد شوي، چې له بهره پر واردولو به یې تعرفې زیاتې شي.
د خبرپاڼې له مخې د بېلابېلو توکو لپاره له مخکې ټاکل شوې تعرفه په نسبي ډول زیاتېږي او تر ټولو زیات لوړوالی یې نژدې پنځوس سلنه ښيي.
د افغانستان په بازارونو کې د هغو توکو د بیو احتمالي لوړېدو یا اغېزو په هکله، چې تعرفې پرې زیاتېږي، د مالیې وزارت د بي بي سي پوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دی ویلی.
د یادونې ده، چې د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر وارداتو ولاړ دی.
د اقتصاد سکتور ماهرینو په وینا په دا وروستیو کې که څه هم د مرکزي اسیا له ځینو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي راکړه، ورکړه زیاته شوې او په غوړېدو ده، خو ځینې رپوټونه ښيي، چې ځانګړې توګه د پاکستان او افغانستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارې تړل شوې، چې له کبله یې په بازارونو کې د ځینو توکو بیو لوړېدو او ځینو توکو د کمښت شکایتونه هم کېږي.
د طالبانو په حکومت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو د وړم کال په وروستیو کې ویلي و تېر یوه کال کې د سوداګرۍ کچه لس میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې د شاوخوا یو اعشاریه اته میلیارد ډالر په ارزښت پکې صادرات او اته اعشاریه دوه میلیارد ډالرو په ارزښت واردات دي.
له هغو ارقامو ښکاري چې د افغانستان د صادراتو او وارداتو ترمنځ توپیر لا هم پام وړ زیات او واردات د صادراتو پرتله څو برابره لوړ دي.
سوداګر او د اقتصادي چارو شنونکي وايي د هېواد صنعتي کېدل د وارداتو او صادراتو بیلانس برابرولی شي.
د افغانستان د مرکزي احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د تېر کال د جوزا په میاشت کې د افغانستان صادرات ۶۳ میلیونه ډالره وو، په داسې حال کې چې واردات یې نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدل.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د افغانستان د صنعت او تولید سکتور د کومو توکو په تولید او جوړولو سره د خلکو اړتیاوې پوره کولی شي.
خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ۱۴۰۰ کال کې ویلي وو، چې افغانستان له سلو بنسټیزو او اړینو مصرفي توکو څخه ۵۶ قلمه په کور دننه تولیدوي.