د ملګرو ملتونو اټومي انرژۍ څار ادارې مشر وايي، مفتشین به د جګړې ختمولو د تفاهم یوې برخې په توګه د ایراني تاسیساتو لیدنه وکړي

رافیل ګروسي وايي، د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان د تفتیش لپاره د نیټو، طرزالعملونو او ځایونو په برخه کې کار کوي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، رافیل ګروسي وايي، د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان د تفتیش لپاره د نیټو، طرزالعملونو او ځایونو په برخه کې کار کوي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د اټومي انرژۍ څار نړیوال سازمان مشر وايي، د دوی مفتشین به له امریکا سره د ایران د سولې لومړني تفاهم له مخې په ایران کې د تاسیساتو لیدنې ترسره کړي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان (ای اې اي اې) مشر رافایل ګروسي په جاپان کې خبریالانو ته وویل: ''بې له شکه دا څارنې به ترسره شي.'' هغه زیاته کړه: ''موږ به ډېر ژر د دې بهیر پر څرنګوالي< لکه نېټې، کړنلارې او ځایونو په هکله کار پیل کړو.''

نوموړی وايي، تېره اوونۍ لاسلیک شوی تړون ''په ښکاره ډول'' دا څرګندوي چې د ایران د لوړې کچې بډایه شوي یورانیم کمول به د ای اې اي اې تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

خو د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، د دغه هېواد زیانمنو شویو اټومي تاسیساتو او اټومي موادو ته لاسرسی به یوازې له امریکا سره د وروستي تړون په چوکاټ کې وشي.

ګروسي وايي، دغه څارنې به د ایران له حکومت سره په همکارۍ او همغږۍ سره ترسره شي. هغه وايي: ''که دا بل سبا ترسره شي، یا په یوه اوونۍ کې، یا په لسو ورځو کې، دا مهمه ده، خو بنسټیزه اړتیا نه ده.''

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب‌ ابادي بیا داسې ښکاري چې د دغو څرګندونو پر وړاندې یې غبرګون وښود.

هغه پر ایکس پاڼه ولیکل چې د ایران زیانمنو شویو اټومي تاسیساتو او اټومي موادو ته لاسرسی به یوازې د امریکا سره د وروستي تړون په چوکاټ کې وڅېړل شي او هغه هم وروسته له هغه چې د ټولو بندیزونو د لېرې کولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

هغه زیات کړې: ''د رسنیو شور او تبلیغات نه شي کولی چې ځمکني واقعیتونه وتپي.''

د ۱۴ مادو د تفاهم لیک له مخې امریکا او ایران ژمنه کړې چې د ۶۰ ورځو په موده کې به د یوه وروستي تړون لپاره خبرې وکړي.

په دې کې دا هم ویل شوي چې دوی ''هوکړه کړې چې د زېرمه شويو بډایه شويو موادو د برخلیک په هکله حل ومومي، د داسې یو میکانیزم له مخې چې په ګډه پرې هوکړه کېږي... او لږ تر لږه تګلاره به دا وي چې دا توکي به په خپل ځای کې د (ای اې اي اې) تر څارنې لاندې نرم (کم بډایه) کړل شي.''

د ګروسي څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د متحده عربي اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان سره لیدلي، او وروسته کویت او بحرین ته لاړ، چې د دې تفاهم په اړه خبرې وکړي.

روبیو په کویت ښار کې وویل، امریکا به هېڅ داسې تړون ته غاړه نه کېږدي چې په سیمه کې د خپلو متحدینو امنیت زیانمن کړي.

هغه خبریالانو ته وویل: ''موږ به له خپلو شریکانو سره په خلیج کې بشپړه همغږي ولرو.''

روبیو زیاته کړه: ''که ایران غواړي یو ښه او ریښتینی تړون وکړي، متحده ایالات چمتو دي. که داسې ونه کړي، نو ولسمشر نورې لارې هم لري.''

هغه زیاته کړه چې ښايي د میاشتې تر پایته رسېدو مخکې بیا په سویټزرلنډ کې د خبرو لپاره غونډه وشي.

د امریکا او ایران لومړني تفاهم لیک کې ویل شوي چې ایران به د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ ته اجازه ورکړي، او په مقابل کې به امریکا د ایران پر بندرونو لګېدلی سمندري بندیز لېرې کړي.

د چهارشنبې په ورځ د برېنټ خامو تېلو بیه له ۷۵ ډالرو کښته شوه. دې کچې ته د خامو تېلو بیې لومړی ځل رسېږي، چې پر ایران د امریکا او اسراییلو جګړه پیل شوې وه.

په ورته مهال ملګرو ملتونو ویلي، چې یو شمېر بېړۍ لا هم د دې طرحې له مخې له تنګي څخه تېرې شوې، چې هدف یې د هغو زرګونو ماڼوګانو ایستل دي چې د جګړې له امله بند پاتې شوي وو.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) په یوه وروستي راپور کې ویلي چې د دې ادارې مفتشینو ته د دې میاشتې په پیل کې د ایران د بوشهر اټومي برېښناکوټ د لیدنې اجازه ورکړل شوې وه، خو لا هم هغو حساسو اټومي تاسیساتو ته لاسرسی نه دی ورکړل شوی چې تېره جون میاشت کې بمبار شوي وو.

دې څارونکي بنسټ وویل چې له همدې امله نه شي کولی د ایران د غني شويو یورانیمو د زېرمو د اوسني اندازې، جوړښت یا موقعیت په اړه کوم معلومات وړاندې کړي، او نه هم دا تائیدولی شي چې ایا ایران د بډایه کولو ټول فعالیتونه درولي دي که نه. باور دا دی چې د دې زېرمو یوه لویه برخه د اصفهان په ساحه کې تر ځمکې لاندې تونلونو کې ساتل کېږي.

بډایه شوي یورانیم هم د اټومي بټیو لپاره د سون موادو په توګه کارېدلی شي او هم د اټومي وسلو د جوړولو لپاره.

د امریکا او اسرائیلو لخوا له ایران سره د ۲۸ فبرورۍ له جګړې مخکې، (ای اې اي اې) راپور ورکړی و چې ایران شاوخوا ۴۴۰ کیلوګرامه یورانیم درلودل چې تر ۶۰ سلنې پورې بډایه شوی وو، چې دا د وسلو درجې ته ډېر نږدې دی. که دا تر ۹۰ سلنې پورې نور هم بډایه شي، نو په نظري ډول کولای شي تر لسو پورې د بمونو جوړولو لپاره بسنه وکړي.

ایران ټینګار کوي چې اټومي فعالیتونه یې بشپړ سوله‌ ییز دي او هېڅکله به د اټومي وسلو د جوړولو یا ترلاسه کولو هڅه ونه کړي.

د ۲۰۱۵ کال د یوه تړون له مخې چې له امریکا او پنځو نورو نړیوالو قدرتونو سره شوی و، ایران هوکړه وکړه چې خپلې اټومي چارې محدودې کړي او د اقتصادي سختو بندیزونو د لېرې کېدو په بدل کې د IAEA مفتشینو ته د پرلپسې او پیاوړې څارنې اجازه ورکړي.

خو ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې لومړۍ دورې پر مهال له هغه تړونه ووت، او ویې ویل چې دا تړون د اټومي وسلو لور ته د تګ مخنیوي لپاره کافي نه دی، او بیا یې د امریکا بندیزونه بېرته ولګول.

ایران په ځواب کې د تړون له محدودیتونو په زیاتېدونکي ډول سرغړونه پیل کړه، په ځانګړي ډول هغه محدودیتونه چې د یورانیمو د بډایه کولو پورې تړاو لري.