په سوریه کې له واکه لرې شوی دیکتاتور بشار الاسد په غیاب کې د اعدام په سزا محکوم شو

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, سمانتا ګرانویل او الیس ډاویس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د سوریې یوې محکمې د دغه هېواد مخکیني دیکتاتور بشار الاسد ته په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې پر مهال د جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو په تړاو له مجرم پېژندلو وروسته په غیاب کې د اعدام سزا واوروله.
دا د اسد پر ضد لومړنۍ محاکمه ده.
نوموړی د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې له هغه وروسته چې رژیم یې نسکور شو او د کورنۍ نژدې پنځه لسیزې واکمني یې پای ته ورسېده، له خپلې کورنۍ سره له دمشقه مسکو ته وتښتېد.
د اسد د تره زوی او د سوریې د جنوبي ولایت درعا د سیاسي امنیت پخوانی مشر عاطف نجیب هم د اعدام په سزا محکوم شوی دی.
هغه په محکمه کې د زنداني جامې اغوستې وې او د قاضي لخوا د سزا د اعلان پر مهال په یوه قفس کې حاضر و.
درعا په پراخه کچه د بشار الاسد د واکمنۍ پر ضد د ولسي پاڅون د راټوکېدو ځای بلل کېږي.
د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې، د هغو تنکیو ځوانانو نیول او ادعا شوې شکنجه چې د حکومت ضد شعارونه یې پر دېوالونو لیکلي وو، په درعا کې پراخ لاریونونه راوپارول. امنیتي ځواکونو هغه اعتراضونه په تاوتریخوالي وځپل.
هماغه سخت غبرګون وروسته د هېواد په کچه لاریونونو ته لاره هواره کړه، چې ورو ورو په کورنۍ جګړې واوښتل او پایله کې یې سلګونه زره کسان ووژل شول.
د سوریې موقت حکومت د روان کال پیل کې د هغو چارواکو محاکمې پیل کړې چې د اسد له رژیم سره یې تړاو درلود. دغه رژیم له ۵۰ کلونو ډېر وخت پر سوریه واکمن و.
عاطف نجیب یو له هغو لوړپوړو چارواکو دی چې محاکمه شوی دی.
هغه د وژنې، ''د ۱۵ کلونو څخه د کم عمر ماشومانو قصدي وژنې'' او ''زورزیاتي، چې د مرګ لامل شوي'' په ګډون په یو شمېر جرمونو محکوم شوی دی.
محکمې دغه راز شپږ پخواني پوځي او امنیتي چارواکي، په غیاب کې، د اعدام په سزا محکوم کړل. په دې کسانو کې د بشار الاسد کشر ورور ماهر الاسد هم شامل دی. ماهر د پوځ د ځانګړې څلورمې فرقې مشري کوله او د رژیم له سقوط سره سم مسکو ته وتښتېد.
په محکومو شویو کسانو کې د دفاع پخوانی وزیر فهد الفریج هم شامل دی.
نوحه المصري له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د همدې ورځې په تمه وه.
هغه نه یوازې د دې قضیې د پنځه کسیزې څارنوالۍ ډلې غړې ده، بلکې پخپله هم په دې دوسیه کې مدعي ده.
المصري خپل ورور د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې په هغو عملیاتو کې له لاسه ورکړ، چې د درعا ښار په العمري څلورلارې کې د اعتراضونو د ځپلو او وژنو پر مهال ترسره شول.
هغې بي بي سي ته وویل:
"دا پرېکړه د هغو قربانیو عظمت منعکسوي چې موږ ورکړي دي، د شهیدانو قربانۍ، د قربانیانو، ورکو شویو کسانو او بندیانو درد او کړاو."
هغې زیاته کړه:
"موږ ۱۵ کاله انتظار کړی چې لږ تر لږه د خپلو حقونو یوه کوچنۍ برخه بېرته ترلاسه کړو او له هغو ټولو کسانو سره حساب وشي چې زموږ وینې یې توی کړې، جرمونه یې کړي، زموږ حقونه یې تر پښو لاندې کړي، موږ یې وژلي او شکنجه کړي یو."
د المصري لپاره، دا حکم د یوه نوي پړاو پیل دی.
هغې وویل:
"زموږ غوښتنه دا ده چې دا محاکمې دلته پای ته ونه رسېږي... په نوې سوریه کې به له نن ورځې وروسته هېچا ته د معافیت او بې حسابۍ فرصت نه وي."

د عکس سرچینه، NurPhoto via GettyImages
تر اوسه څرګنده نه ده، چې د سوریې نوی واکمن به وکولای شي که نه، چې بشار الاسد او د هغه ورور ماهر الاسد له مسکو څخه سوریې ته راولي.
خو دا د اسد پر ضد د سوریې د نوي مشرتابه لومړنی اقدام نه دی.
د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د هغه پر ضد د وژنې او تشدد په تور د نیولو حکم هم صادر شوی و.
اسد هغه مهال روسیې ته وتښتېد چې د احمد الشرع په مشرۍ ځواکونو، چې اوس د سوریې ولسمشر دی، د یو چټک ۱۱ ورځني پوځي کمپاین په ترڅ کې واک ترلاسه کړ او د اسد د کورنۍ څو لسیزې واکمني یې نسکوره کړه.
له هغه راهیسې، نوي حکومت ګڼ شمېر پخواني چارواکي او امنیتي منسوبین نیولي دي، خو د بشار الاسد په ګډون د پخواني رژیم ډېری لوړپوړي مشران لا هم په روسیه کې دي او د سوریایي چارواکو له لاسرسي بهر پاتې دي.
د اسد د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د سوریې د اپوزېسیون لخوا داسې هڅې هم وشوې چې هغه د لوېدیځو هېوادونو د محکمو له لارې محاکمه کړي، خو هغو هڅو تر اوسه د محکومیت کومې پرېکړې ته لاره ونه موندله.
بشار الاسد په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلار حافظ الاسد له مړینې وروسته واک ته ورسېد.
هغه د حافظ الاسد دویم زوی و او له واکمنېدو مخکې د سوریې راتلونکی واکمن نه ګڼل کېده. خو کله چې د هغه مشر ورور باسل الاسد په ۱۹۹۴ کال کې د موټر ټکر په یوه پېښه کې ووژل شو، د واکمنۍ لپاره د بشار نوم مخ ته راغی.
اسد د سوریې د علوي اقلیت غړی دی او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې په پوځ، امنیتي او استخباراتي ادارو کې د علویانو نفوذ او برلاسی تر ډېره ساتلی و.
د هغه د واکمنۍ ډېره موده د سوریې د کورنۍ جګړې تر سیوري لاندې تېره شوه.
د دې رپوټ په چمتو کولو کې له دمشقه لانا انتاکي اضافي مرسته کړې.


















