تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي عربستان له عراقه د ډرون برید وروسته د تېلو یوه مهمه نللیکه وتړله
په داسې حال کې چې منځني ختیځ کې د جګړې تاو په پراخېدو دی، سعودي عربستان وروسته له هغه د تېلو یوه مهمه نللیکه تړلې ده چې له عراقه د توغول شویو ډرونونو په مټ برید پرې وشو.
عراق ویلي، هغه پوځي قوماندان یې له دندې ګوښه کړی او د پېښې په اړه یې څېړنه پیل کړې ده- وروسته له هغې چې و یې منله د دغه هېواد د ګاونډي پر ختیځ ـ لویدیځې نللیکې د ډرون برید د عراق له هغه ولایته شوی چې له ایران سره ګډه پوله لري.
دغه ۱۲۰۰ کیلومتره (۷۴۵ میله) اوږده نللیکه له سعودي عربستان سره د نړۍ د خامو تېلو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد په توګه د هرمز تنګي له لارې تېرېدو ته اړتیا کمولو کې مرسته کوي.
دا پېښه په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي وسلوالو د پام وړ پرمختګونو پر مهال رامنځته شوې، چې له امله یې د نړۍ د تېلو پر سمندري لېږد لارو لا زیات فشار راغلی، په داسې حال کې چې د امریکا او ایران جګړه اومې میاشتې ته غځېدلې ده.
ریاض د جمعې په ورځ وویل چې نللیکه یې د احتیاطي اقدام په توګه تړلې ده؛ په داسې حال کې چې د سپوږمکۍ په مټ د سیمې په اخیستل شویو انځورونو کې د برید ځای ته نژدې سوځېدلې ځمکه او لوګي ښکاري.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وویل، په برید کې ځینې کسان ټپیان شوي او زیانونه اوښتي دي، خو د زیانونو ارزونه لا هم روانه ده.
رویټرز د بېړیو د څارونکو شرکتونو او شنونکو په حواله راپور ورکړی چې دغه نللیکه د نړۍ د تېلو د چمتو کولو شاوخوا ۴ تر ۵ سلنه برخه لېږدوي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ریاض په دې پړاو کې د برید د غچ اخیستلو پرېکړه نه ده کړې؛ دا پرېکړه یې د عراق د لومړي وزیر له غوښتنې وروسته کړې ده.
سعودي عربستان ویلي چې د عراق د حکومت د هغو هڅو به "ملاتړ وکړي" چې موخه یې د دغه هېواد له خاورې پر ګاونډیو هېوادونو د "بریدونو مخنیوی" دی.
په بیان کې زیاته شوې: "د سعودي عربستان پاچاهي ټینګار کوي چې خپل حاکمیت او امنیت د خوندي کولو، د خپلو تاسیساتو د ساتنې او د خپلو اتباعو او اوسېدونکو د خوندیتوب د تضمین لپاره د ټولو اړینو اقداماتو د ترسره کولو حق له ځان سره ساتي."
د عراق د لومړي وزیر دفتر هم په خپل بیان کې ویلي چې د میسان ولایت د عملیاتو قوماندان له دندې ګوښه شوی دی. دغه ولایت له ایران سره ګډه پوله لري او د ډرون برید له هماغې سیمې د ترسره کېدو تایید وروسته نوموړی له خپلې دندې لرې شوی دی.
د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا چې د متحده عربي اماراتو، بحرین، عمان، قطر او کویت له استازو جوړه ده، هم یو بیان خپور کړ او برید یې وغانده.
د شورا عمومي منشي جاسم محمد البدیوي وویل: "دغه برید د حالاتو یو خطرناک انځور او د سعودي عربستان امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او حیاتي تاسیساتو ته یو نهمنل کېدونکی ګواښ دی او همدارنګه د نړیوال قانون له اصولو ښکاره سرغړونه ده."
سرچینې وايي، په همدې اونۍ کې په یمن کې د حوثي وسلهوالو چټک پرمختګ هم شوی او هغوی د دغه هېواد د ساحلي سیمو ډېره برخه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.
د حوثیانو ډله ادعا کوي چې د باب المندب تنګي کنټرول یې ترلاسه کړی دی. دغه تنګی د سره سمندرګي او سویز کانال ته د تګ مهمه لار ده. خو حوثیان وايي چې سمندري تګ راتګ "د ټولو شرکتونو لپاره خوندي دی، پرته له سعودي بېړیو."
دغو پرمختګونو د عربي ټاپووزمې دواړه غاړې تر فشار لاندې راوستې دي او د خامو تېلو بیې یې له ۱۰۰ ډالرو د یوه بېرل په کچه پورته کړې دي؛ دا له جولای راهیسې لومړی ځل دی چې د تېلو بیه دې کچې ته رسېږي.
سعودي د حوثیانو ضد جګړه کې له امریکا مرسته غوښتې
رویټرز ته دوو باخبره سرچینو د جمعې په ورځ ویلي چې د سعودي عربستان ولعیهد شهزاده محمد بن سلمان د پنجشنبې په ورځ لږ تر لږه دوه ځله له د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي، چې له حوثیانو سره د جګړې په برخه کې د امریکا د پوځي مرستې غوښتنه وکړي.
سرچینو په دې سره د "اکسیوس" وېبپاڼې مخکینی راپور هم تایید کړی دی.
دغو دوو سرچینو ویلي چې واشنګټن په پای کې ریاض ته خبر ورکړی چې اوس مهال د مستقیم پوځي اقدام اراده نه لري، خو د استخباراتي معلوماتو شریکولو او د اهدافو په ټاکلو کې به مرسته وکړي.
سپینې ماڼۍ د "رویټرز" د هغې پوښتنې په اړه چې ایا د دواړو مشرانو ترمنځ ټیلیفوني اړیکه شوې ده، څه نه دي ویلي.
خو د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي چې واشنګټن له سعودي عربستان او د یمن له حکومت سره پرلهپسې خبرې کوي.