مټور او پیاوړي - خو ولې ځینې باډيبلډران په ځوانۍ کې مري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سټېفاني رودریګز
- دنده, بي بي سينیوز برازیل
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
د روانې میاشتې په پیل کې، مایلسون اراوجو له معمول سره سم له یوه جم د خپل ځان عکس خپور کړ. په دې عکس کې یې هغه بدن ښودلی و چې له امله یې یو مسلکي باډيبلډر او د فټنس (انفلونسر) ګرځېدلی و او لسګونه زره پلویان یې لرل.
هغه سور واسکټ اغوستی و او داسې بېخي غټې غښتلې مټې یې ښودلې ته وا د کوم سوپر هیرو وي.
څو ساعته وروسته، دغه ۳۵ کلن برازیلی په خپل کور کې له ناروغېدو وروسته مړ شو. د هغه کور د برازیل د شمال ختیځې برخې د باهیا په ایالت کې و.
که څه هم تر اوسه د اراوجو د مړینې اصلي لامل نه دی تایید شوی، خو هغه د هغو ګڼ شمېر باډيبلډرانو له ډلې دی چې ناڅاپه مړه شوي دي.
د مې میاشتې په وروستیو کې، ګابریال ګانلي، چې د برازیل له مشهورو ځوانو باډيبلډرانو و، په ۲۲ کلنۍ کې د ناڅاپي قلبي ستونزې له کبله ومړ. تېر کال هم دوه نور برازیلي باډيبلډران، چې عمرونه یې ۳۰ او ۴۰ کاله وو، د زړه اړوندو ناروغیو له امله مړه شول؛ له دوی یو یې د سیالۍ پر مهال ومړ.
د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ورته مړینې راپور شوې دي، چې پکې امریکايي باډيبلډر ډالاس مککارور شامل دی، چې په ۲۰۱۷ کال کې د ۲۶ کلنۍ په عمر ومړ او جرمني فټنس انفلونسر او باډيبلډر جو لېنډنر، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۳۰ کلنۍ په عمر وفات شو.
نو ولې ځینې باډيبلډران، چې ظاهراً پیاوړي او روغ ښکاري، په نسبتاً کم عمر کې ناڅاپه مري؟

د عکس سرچینه، Maddie Meyer/Getty Images
د رقابتي باډيبلډنګ خطرونه په یوه ۲۰۲۵ کال څېړنه کې روښانه شوي دي. پڅېړنه پر شاوخوا ۲۰ زره شوقي او مسلکي باډيبلډرانو ترسره شوې وه، هغه کسان چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ یې د دې ورزش د نړیوالې ادارې له خوا په تنظیم شویو سیالیو کې برخه اخیستې وه.
دغې څېړنې چې د European Heart Journal په مجله کې خپره شوې، موندلې چې مسلکي باډيبلډران د شوقي سیالانو پرتله د زړه د درېدو له کبله د ناڅاپي مړینې (هغه حالت چې زړه ناڅاپه له درزا ودرېږي) له امله د مړینې له پنځه برابره ډېر خطر سره مخ دي.
ناڅاپي قلبي مړینه په ځوانو او روغو کسانو کې کمپېښه ده او ډېری وخت د زړه او وینې رګونو له پټو ناروغیو سره تړاو لري.
څېړنې ۱۲۱ مړینې ثبت کړې، چې له دې ډلې ۴۶ یې ناڅاپي قلبي مړینې بلل شوې.
د مړینې منځنی عمر ۴۵ کاله و، خو د هغو ورزشکارانو ترمنځ چې لا هم په فعاله توګه سیالۍ کولې، دا عمر یوازې ۳۴.۷ کاله و.
د څېړنې مشر لیکوال، ډاکټر مارکو وېکیاتو د ایټالیا د پادوا پوهنتون، وویل چې څو عوامل ښايي د باډيبلډرانو په مړینو کې ونډه ولري، چې پکې د بدن د فعالیت لوړونکو درملو "پراخه استعمال"، د سیالیو لپاره په چټکۍ سره وزن کمول او "سخت او افراطي ځواک تمرینونه" شامل دي.
د ډنمارکي څېړونکو یوې بلې څېړنې، چې په ۲۰۲۵ کال کې د Circulation په مجله کې خپره شوې، ۱،۱۸۹ هغه نارینه څېړلي وو چې انابولیک سټیروېډونه یې استعمالول او د ۱۱ کلونو په موده کې یې له نژدې ۶۰ زرو نارینهوو سره چې د عام نفوس برخه وو، پرتله کړل.
څېړنې وموندله چې د سټیروېډونو استعمالوونکي نژدې نهه برابره ډېر احتمال لري چې د کارډیومایوپیتي (د زړه د عضلې کمزورې کوونکې ناروغۍ) په ناروغۍ اخته شي. د زړه د حملې خطر یې درې برابره لوړ و او د زړه د کمزورۍ خطر یې هم له درې برابرو ډېر شوی و.
د نارینهوو لپاره د نورو روغتیايي ستونزو تر څنګ، لکه د سپرم کمښت او د نعوظ (د تناسلي غړي د سختېدو) ستونزې، انابولیک سټیروېډونه کولی شي د وینې فشار لوړ کړي، په شریانونو کې د چربي او پلاک جوړېدل چټک کړي او خپله د زړه په جوړښت کې بدلونونه رامنځته کړي.
په حقیقت کې، د European Heart Journal د څېړنې په ترڅ کې څېړونکو د هغو باډيبلډرانو له مړینې وروسته معاینې (اټوپسي) وڅېړلې چې مړه شوي وو.
په ډېرو مواردو کې، دغو معایناتو غټ شوي زړونه ښودلي وو. چپ بطین یا ګوګ د زړه اصلي پمپ کوونکې خونه ده او د دې غټېدل د زړه د بېنظمې درزا او د زړه د کمزورۍ خطر زیاتولی شي.
په ځینو مواردو کې، د زهري موادو شننې او عامه موجودو راپورونو د انابولیک درملو ناوړه استعمال څرګند کړی و؛ هغه درمل چې عموماً له مړینې وروسته په معایناتو کې نه لټول کېږي.
د ځوان عمر د مړو شوو باډيبلډرانو د اټوپسي پایلو ډېری وخت غټ شوي زړونه ښودلي دي.
په یوه له ډېرو مشهور شوو پېښو کې، امریکايي باډيبلډر ډالاس مککارور، چې د دې ورزش له سترو ستورو و، په ۲۰۱۷ کال کې د ۲۶ کلنۍ په عمر ومړ. د هغه له مړینې وروسته معاینې وموندله چې د هغه زړه ۸۳۳ ګرامه (۱.۸ پاوه) وزن درلود؛ دا د یو بالغ نارینه د عادي زړه له اټکلي وزن له دوه برابره زیات و.

د عکس سرچینه، Bispo & Zago, 2024, Arquivos Brasileiros de Cardiologia (CC BY)
د ۲۰۲۲ کال یوې څېړنې، چې د امریکايي باډيبلډرانو د مړینې وروسته معاینې (اټوپسي) یې څېړلې وې، وموندله چې د دوی زړونه په منځنۍ توګه له عادي اندازې نژدې ۷۴ سلنه درانه وو او د چپ بطین د دېوالونو ضخامت یې تر اټکل شوي عادي حالت ۱۲۵ سلنه زیات و.
په یوه بله جلا څېړنه کې، څېړونکو د ایټالیا او اسپانیا د عدلي طب راپورونه وڅېړل چې له انابولیک سټیروېډونو د استعمال سره تړلي باډيبلډران پکې شامل وو.
په څو مواردو کې، شل کلنو ورزشکارانو کې غټ شوي زړونه، د زړه د عضلې سخت غټېدل او د زړه د شریانونو پرمختللې ناروغي موندل شوې وه.
په یوه ۲۴ کلن باډيبلډر کې د زړه په اصلي شریانونو کې له ۷۵ سلنې ډېر بندښتونه موجود وو، سره له دې چې هغه د زړه د ناروغۍ کومه پېژندل شوې کورنۍ سابقه نه لرله.
د هورمونونو متخصص او د سپورت طب ډاکټر کلېټن ماسیډو وایي:
"زړه هم د بدن د نورو عضلو په څېر یوه عضله ده. زه تل وایم چې یوازې د ناروغ د بایسپس په لیدلو سره کولای شم د هغه د زړه د اندازې په اړه یو اټکل ولرم، ځکه زړه هم د بدن له نورو عضلاتو سره یو ځای وده کوي."
د سټیروېډونو له استعمال پرته د وزن تمرینونه هم کولی شي د بدن د عادي او سالم تطابق د یوې برخې په توګه زړه لوی کړي.
خو د برازیل د زړه ناروغیو ټولنې د باهیا څانګې مشر لوییز ادواردو فونټېلېس ریت وایي، کله چې سټیروېډونه له سختو وزن پورته کولو تمرینونو سره یو ځای وکارول شي، نه یوازې زړه یوازې ورسره لویېږي، بلکې کېدای شي د سم انقباض (راټولېدو) وړتیا هم له لاسه ورکړي.
هغه وایي: "دا حالت د زړه د کمزورۍ یا له کاره لوېدو (Heart failure) لامل کېدای شي او بالاخره داسې پړاو ته رسېدای شي چې بېرته راګرځېدل یې نور ممکن نه وي."
خو په ځینو مواردو کې د زړه د عضلې غټېدل کېدای شي یوه ارثي (جنتیکي) ستونزه هم وي.
ریت وایي: "دلته یو مبهم ټکی شته. کېدای شي دا په جنتیکي ډول ټاکل شوې د زړه ناروغي وي؛ کېدای شي د انابولیک سټیروېډونو له امله وي؛ کېدای شي د سخت تمرین له امله وي؛ یا کېدای شي د دغو درې واړو ګډه پایله وي."
"د انابولیک سټیروېډونو د استعمال لپاره هېڅ خوندي لاره نشته"

د عکس سرچینه، Rodrigo Góes
پخواني باډيبلډر رودریګو ګویس د بيبيسي نیوز برازیل ته وویل چې هغه تر ۳۰ کلنۍ پورې په طبیعي ډول سیالۍ کولې، خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د ډاکټر تر څارنې لاندې د سټیروېډونو "سایکلونه" پیل کړي.
"سایکل" هغه دورې ته ویل کېږي چې عموماً څو اوونۍ دوام کوي؛ په دې موده کې کاروونکي انابولیک سټیروېډونه اخلي او بیا یې بندوي، څو بدن ته د بېرته رغېدو فرصت ورکړي.
ګویس وایي: "د بدن پر اغېزې یې حیرانوونکې دي. ته له طبیعي حالت څخه ډېر ژر وده کوې. بدن دې نری او وچ ښکاري، او عضلات دې په چټکۍ سره بېرته رغېږي. همدا لامل دی چې دا دومره زړهراښکونکي دي."

د عکس سرچینه، Rodrigo Góes
خو سره له دې چې ګویس وایي د ډاکټر تر څارنې لاندې یې له احتیاطي اندازو څخه کار اخیسته، بیا هم له ځینو جانبي عوارضو سره مخ شو، چې پکې د ویښتانو تویېدل، فشار (سټریس)، بېخوبي او د شپې سختې خولې کول شامل وو.
خو هغه وایي تر ټولو بدې اغېزې یې رواني وې.
هغه وایي: "ما هېڅکله د پیچکارۍ (ستنې) د ټولې دې طریقې له امله ځان آرام احساس نه کړ. په یو ډول، ما داسې احساس کاوه لکه زه چې د نشهيي موادو معتاد یم. دا خبره ویل سخته ده، خو داسې مې احساس کاوه چې زه یو ناسم کار کوم."
ګویس اوس د سټیروېډونو د ناوړه استعمال پر ضد کمپاین کوي.
هغه وایي: "د انابولیک سټیروېډونو د استعمال لپاره هېڅ خوندي لاره نشته. ډاکټران یوازې دا کولی شي چې رامنځته شوی زیان مدیریت کړي، خو زیان به موجود وي."
"یوازې د چا د مټ د مخکېنۍ عضلې په لیدلو پوهېدلی شم"
د سټیروېډونو د روغتیايي زیانونو د دقیقې اندازې معلومولو یوه ستونزه دا ده چې ډېری هېوادونه د سټیروېډونو له امله د مړینو په اړه منظمې احصایې نه راټولوي.
په برازیل کې د انابولیک سټیروېډونو له استعمال سره تړلو مړینو په اړه هېڅ رسمي شمېرې نشته. ډېر نور هېوادونه هم په منظم ډول دا نه ثبتوي چې د مړینې په رامنځته کېدو کې د سټیروېډونو استعمال کوم رول درلود.
پر ځای یې، مړینې عموماً د خپل مستقیم لامل له مخې ثبتېږي، لکه د زړه حمله، دماغي سکتې یا کارډیومایوپیتي (د زړه د عضلې ناروغي)، نه دا چې د فعالیت لوړونکو درملو اصلي پټ اغېز پکې څومره و.
د عدلي عدلي متخصصین وایي، د سټیروېډونو استعمال ډېر وخت نه کشف کېږي، ځکه انابولیک سټیروېډونه له هغو هورمونونو سره ډېر ورته والی لري چې بدن یې په طبیعي ډول تولیدوي او له مړینې وروسته یې پېژندل ستونزمن وي.
د دغو ټولو عواملو له امله دا معلومول سخت دي چې په حقیقت کې څومره مړینې ښايي د فعالیت لوړونکو درملو له استعمال سره تړاو ولري.
ماسیډو وایي: "زما هره ورځ له دې موضوع سره سروکار وي. زه یوازې د چا د بایسپس(د مټ مخکینۍ عضلې) په لیدلو پوهېدلی شم. له بده مرغه، کله چې زه داسې بایسپسونه وینم، ډېر وخت درک کوم چې د هغه کس زړه لا له وړاندې زیانمن شوی وي، یا د زیانمنېدو په حال کې وي. ډېری وخت بیه (د زیان پایله) وروسته ورکول کېږي."
اضافي راپور: لوییز باروچو


















