له بندیزونو سره سره څنګه یوه عصري روسۍ بېړۍ له هرمز تنګي تېره شوه؟

په دې آرشیف عکس کې ۴۶۵ فوټه سوپریاټ نورډ نومي څو پوړیزه کښتۍ د هانګ‌کانګ په سمندر کې لیدل کېږي او شا ته پر غونډۍ یې یو ستر څلی ولاړ دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د دې څو پوړیزې کښتۍ بیه شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالره ده او تازه له هرمز تنګي تېره شوې ده.
    • Author, هري سیکولیک
    • Author, جاروسلاوف لوکیف
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ له امله هرمز تنګی له محدودیتونو او بندیزونو سره مخامخ دی خو بیا هم د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین د یوه نږدې ملا تړي یوه عصري او ګران‌بیه بېړۍ تازه پرې تېره شوې ده.

دا ۱۴۲ متره (۴۶۵ فوټه) اوږده بېړۍ "نورد" نومېږي چې د روسي میلیاردر الېکسي مورداشوف اړوند بلل کېږي. هغه شتمن سړی چې لوېديځ پرې بندیزونه لګولي دي.

دا بېړۍ د اوونۍ په پیل کې له دوبۍ د عمان پلازمېنې مسقط ته ته ورسېده او په دې وروستیو میاشتو کې له هغو کمو شخصي کښتیو یوه ده چې له دغه تنګي تېرېږي.

په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ لا هم ناندرۍ روانې دي، ایران همدا اوونۍ له روسیې سره د لوړې کچې خبرو اترو کې ورښکېل شوی دی. چې خیر خیریت وي او جګړه نه وي نو د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه اوومه یا خام تېل او طبیعي ګاز (اېل‌اېن‌جي) له همدې سمندري لارې د دنیا ملکونو ته رسېږي.

د مورداشوف د ۲۰۲۶ کال د مارچ عکس چې په څنګ ګوري، پر غاړه شنې نېکټايۍ ته یې لاس وراچولی دی او سپين یخنکاک او شنه درېشي یې اغوستې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی مورداشوف د روسیې د فولادو او د کانونو د تر ټولو ستر شرکت مشر دی. د اټکل له مخې د ده شتمني شاوخوا ۳۷ میلیارد ډالره ده او د روسیې تر ټولو شتمن کس بلل کېږي.

که څه هم ښاغلی مورداشوف له پوتین سره نږدې اړیکې لري خو په رسمي اسنادو کې هغه د دې بېړۍ مالک نه دی ښودل شوی. په اسنادو کې دا بېړۍ په ۲۰۲۲ کې د هغه د مېرمنې په نوم ثبت شوي یوه شرکت پورې تړلې ده.

د" نورود" نومې دې عصري بېړۍ ارزښت تر ۵۰۰ میلیون ډالره ډېر اټکل شوی چې په افغانستان کې د نن سبا په حساب شاوخوا (۳۲۰) میلیونه افغانۍ کېږي.

د سمندري چلن ادارې (مارین ټرېفېک) د معلوماتو له مخې، بېړۍ د جمعې په شپه له دوبۍ روانه شوې وه او د یکشنبې په سهار د عمان پلازمېنې مسقط کې (الموج) نومي بندر ته ورسېده.

د جګړې له امله اوس د خلیج له دې لارې سمندري تګ‌راتګ ډېر کم شوی دی. دغه کړکېچ په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې هم لوړې کړې دي او پرون دوشنبه د یوه بېلر (بېرل) بیه ان ۱۰۹ ډالرو ته وختله.

ایران وروسته له هغې پر دې مهم سمندري تنګي د بېړیو پر تېرېدو محدودیتونه زیات کړل چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، له ایران سره اوربند غځوي خو بندرونه یې کلابندوي.

پر دې سربېره چې ډېری شخصي بېړۍ د جګړې له پیل را وروسته پر هرمز تنګي له تېرېدو ډډه کوي خو د روسیې بېرغ لرونکې دا بېړۍ ډاډه پرې تېره شوې ده.

دې ته په کتو چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوږدمهاله سولې خبرې ټکنۍ شوې دي، تهران خپل پام پر دې ورټول کړی دی چې له روسیې سره اړیکې لا پياوړې او وغوړوي.

د دوشنبې په ورځ ولاديمير پوتین په سېنټ پيټرزبرګ کې د یوه ایراني پلاوي کوربه‌توب وکړ او هلته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او روسیې ترمنځ د خپلو "ستراتيژيکو" اړیکو ستاینه وکړه.

د روسیې دولتي خبري اژانس (تاس) د خبر له مخې، پوتین عراقچي ته وویل چې د ایران خلک د خپل حاکمیت ساتنې لپاره د امریکا او اسرائیلو د فشارونو پر وړاندې "په زړورتیا سره مبارزه کوي".

عراقچي پر اېکس‌پاڼه هغه انځورونه خپاره کړي چې دی پکې له ولسمشرپوتین او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د لیدنې پرمهال ښکاري چې موسکی دی او د ستړي‌مشي په ډول یې لاسونه سره ورکړي دي. ښاغلي عراقچي له همدغو عکسونو سره لیکلي، "وروستیو پېښو زموږ د خپل‌منځي ستراتيژيکو اړیکو ژرورتیا او پياوړتیا ثابته کړه."

ده زیاته کړې، "اړیکې مو په غوړېدو دي، موږ د روسیې د پیوستون منندوی یو او په ډېپلوماتیکه برخه کې یې د ملاتړ هرکلی کوو".

عباس عراقچي له پوتین سره په یوه تلار کې د قدم وهلو پرمهال داسې لیدل کېږي لکه پوتین چې کوم څه ته اشاره کوي. شا ته یې بل کس هم ولاړ ښکاری او پر لویه کړکۍ ځېګري رنګه پردې راځوړندې دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، عراقچي د روسیې د "ډېپلوماتیک ملاتړ" هرکلی کړی.

د نړۍ د ښکلو یا لوکسو او عصري بېړیو په اړه د خبرونو خپروونکې مجلې (سوپریاټ ټایمز) د عکس له مخې، د روسیې دا عصري او ښکلې بېړۍ یو د لامبو ډنډ یا حوض، د چورلکې د ناستې غالی او پر اوبتل د بدلېدو وړتیا لري چې د سمندر اوبو کې دننه هم مزل کولی شي.

روسیې چې په ۲۰۲۲ کې پر اوکرايين یرغل وکړ نو له هماغه راهیسې ښاغلی مورداشوف د لوېدیځو هېوادونو لکه د برېتانیا، امریکا او اروپايي ټولنې د بندیزونو هدف ګرځېدلی دی.

که څه هم لوېديځوالو له هانګ‌کانګ او مالدیپ هم غوښتي وو چې د دغه روسي میلیاردر پانګه ضبط کړي خو هغوی تر اوسه له دغه کاره ډډه کړې ده.

ښاغلی مورداشوف د (سېورسټل) په نوم د روسیې د فولادو او د کانونو د تر ټولو ستر شرکت مشر دی.

د اقتصادي چارو په اړه د خبرونو خپروونکې امریکایۍ مجلې (فوربز) د اټکل له مخې، د هغه شتمني شاوخوا ۳۷ میلیارد ډالره ده او د روسیې تر ټولو شتمن کس بلل کېږي.

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې له هرمز تنګي د تېرېدو پرمهال په خپله مورداشوف هم په دې بېړۍ کې سپور و او که نه.