تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو د حکومت د امنیتي ادارو د فعالیتونو په اړه د یوناما اندېښنې او څرګندونې
د ملګرو ملتونو استازولۍ يوناما يو ۳۸ مخيز راپور خپور کړی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له مياشتې راهيسې یې د امنيتي بنسټونو د څارنې او حساب ورکونې او همدا راز د روڼتيا په برخه کې د طالبانو حکومت د چارواکو کړنې ارزول شوې دي.
دغې ادارې ويلي په دې برخه کې پورته شوي ګامونه له کافي روڼتيا، څارنې او حساب ورکونې برخمن نه دي.
د يوناما د موندنو له مخې واکمنو چارواکو د انضباط او څارنې د پياوړتيا لپاره يو شمېر ګامونه پورته کړي چې په هغو کې د لارښودونو صادرول، په مهمو امنيتي ادارو کې د داخلي څارنې د ټوليو جوړول او د نويو ادارو رامنځته کول شامل دي.
له دغو ګامونو سره سره يوناما موندلې چې دغو بهيرونو د امنيتي ادارو له خوا د څارنې او حساب ورکونې په برخه کې کافي روڼتيا نه لرله.
په دغو ادارو کې د امنيتي او تصفيې کمېسيون، د احکامو او فرمانونو د عالي څارنې او تعقيب رياست، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شکايتونو د اورېدلو کميسيون او ستره محکمه شامل دي.
د ملګرو ملتونو د مشر مرستيالې او د يوناما چارسمبالې جورجېټ ګاګون ويلي، "د ترلاسه شويو شکايتونو، ترسره شويو څېړنو او د اړوندو ادارو له خوا د پورته شويو، انضباطي یا قضايي ګامونو په اړه د عامه معلوماتو محدوديت پر باور منفي اغېز کوي او د سرغړونو د مخنيوي اغېز کموي".
مېرمن ګاګون زياته کړې "په سمه توګه حساب ورکول د واکمنو چارواکو قانوني مکلفیت دی او د حکومتدارۍ د ښه کولو او بشري حقونو ته درناوي لپاره یو اړین ګام دی. دا کار د افغانستان ثبات او نړيوالو ژمنو ته د دغه هېواد ژمنتيا پياوړې کوي او نړيوالې ټولنې ته د بېرته ورګرځېدو لپاره د يوه بنسټ په توګه ارزښت لري."
یوناما هغه موارد هم مستند کړي چې په ترڅ کې یې واکمنو چارواکو د امنيتي کارکونکو له خوا د راپورته شويو سرغړونو په اړه کسان نيولي او څېړنې یې ترسره کړې دي او دوسيې یې نظامي محکمو ته وړاندې کړې دي.
په عين حال کې راپور ښيي چې ګڼ شکايتونه لا هم بې برخليکه پاتې دي.
همدارنګه د غچ اخيستنې وېره، پر واکمنو ادارو بې باوري او لګېدلي محدوديتونه، په ځانګړې توګه پر هغو مېرمنو چې په خپل ورځني ژوند کې له ګڼو محدوديتونو سره مخامخ دي، د احتمالي سرغړونو د راپور ورکولو مخه نيسي.
د حساب ورکونې د پياوړتيا لپاره د يوناما سپارښتنې
یوناما په خپل راپور کې سپارښتنه کړې چې د افغانستان واکمن چارواکي دې د روښانه قوانينو، کړنلارو او اخلاقي اصولو په یقيني کولو سره چې له نړيوالو معيارونو سره سمون ولري، په ټولو امنيتي ادارو کې حساب ورکونه پياوړې کړي چې دغه موارد بیا د ټولو کارکوونکو له خوا په يو ډول عملي شي.
په دغو ګامونو کې د زور د کارولو، نيولو، پلټنې او د غونډو د کنټرول په اړه د نافذو قوانينو روښانه کول، د مسلکي چلند لپاره د څرګندو معيارونو ټاکل او د ټولو کارکوونکو مکلفول شامل دي چې هر وخت او هر ځای کې سرغړونې راپور کړي.
په راپور کې همدا ډول ټينګار شوی چې حساب ورکونه باید د عملياتو له پيل مخکې، د عملياتو پر مهال او له عملياتو وروسته، د اغېزناکې روزنې، څارنې او چټکو بې طرفه څېړنو له لارې ترسره شي او جدي دوسيې دې د اړتيا په صورت کې محکمو ته راجع شي.
په راپور کې د شکايتونو د ثبت لپاره د داسې لاسرسي وړ، خوندي او ټولګډونه ميکانېزمونو د رامنځته کولو غوښتنه شوې چې ټولو افرادو ته، پرته له دې چې جنسيت یې څه وي، اجازه ورکړي چې له غچ اخيستنې يا تبعيض پرته خپلې اندېښنې راپورته کړي.
په ورته مهال کې باید د قربانيانو، شاهدانو او د سرغړونو د افشار کوونکو ساتنه هم وشي.
یوناما همداراز د څارنې، شکايتونو ته د رسېدنې او د څېړنو په بهیرونو کې د لاسوهنې د مخنيوي لپاره د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې او د شکايتونو، د سرغړونو د دوسيو او د امنيتي ادارو، څارونکو بنسټونو او محکمو له خوا د ترسره شويو ګامونو په اړه د منظم عامه راپور ورکولو له لارې پر لا زياتې روڼتيا ټينګار کړی دی.
سربېره پر دې يوناما د معلوماتو راټولو او د سندونو د ثبت د پياوړتیا سيستمونو رامنځته کول هڅولي چې د سرغړونو د تکراري بڼو په پېژندلو او د پرمختګ په ارزولو کې مرسته وکړي.
په راپور کې ټينګار شوی دوامداره حساب ورکونه کولی شي د امنيتي ادارو مسلکي فعالیت او پر دغو ادارو د خلکو باور پياوړی کړی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي پراختيا له لومړيتوبونو او د نړيوال تعامل له موخو ملاتړ وکړي.
د طالبانو حکومت تراوسه د يوناما دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی خو په تېرو وختونو کې یې څو ځله ټينګار کړی چې د خپلو امنيتي ځواکونو د فعاليتونو د ښه والي لپاره کار کوي.
خو له دې سره سره په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ شمېر افغان وګړو له رسنيو سره په خبرو کې د طالبانو حکومت ځواکونو د چلند، لباس او همدا راز په امنيتي نظام کې د بېروکراسۍ او واسطې په اړه شکايتونه کړي دي.