تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت پنځه کاله؛ ارګ کې څه بدل شوي؟
- Author, ببرک احساس
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
طالبان پنځه کاله مخکې په کابل کې د جمهوري ریاست ارګ ماڼۍ ته ننوتل او له همدې سره یې پر افغانستان خپله واکمني بیا ټینګه کړه.
ارګ د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې د پخوا پرتله ډېر د عامو خلکو له سترګو او ان د رسنیو له لاسرسي لېرې ښکاري. په افغانستان کې تر ټولو لوړ دولتي ځای، چې یو وخت یې نژدې ټولو چارو ځانګړي تشریفات لرل، اوس تر ډېره په دودیز او ولسي بڼه اداره کېږي.
ښايي دا درته د حیرانتیا وړ نه وي چې "شړومبې" ارګ کې له مهمو څښاکونو بلل کېږي، خو ښايي پر دې ډېر نه یئ خبر چې نویو واکمنانو ارګ ته د ننوتلو پخوانۍ لارې بېرته پرانیستې دي.
د روان کال په اوړي کې، په یوه کمساري فرصت کې، له یو شمېر خبریالانو سره د حکومت د یوې نوې وېبپاڼې د پرانیستې مراسمو کې ګډون لپاره ارګ ته ولاړم.
په دې لیدنه کې که څه هم کامره راسره نه وه، خو د قلم او کتابچې په مرسته مې هغه څه ثبت کړل چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې په ارګ کې تر سترګو کېدل.
هغه څه چې ما ولیدل، په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د ستر بدلون یوه کوچنۍ انځوریزه بېلګه ده.
تر ټولو محرم او حساس ځای ته ننوتل
په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال، ارګ له یوې خوا د کابل د اریانا څلور لارې په اریانا هوټل کې د امریکا د استخباراتو ادارې (سي ای اې ) د پرمختللو امنیتي کامرو تر څار لاندې و، له بلې خوا بیا د "عیدګاه" جومات له لوري د ناټو د لوی امنیتي هوايي بالون له لارې څارل کېده.
سربېره پر دې، د جمهوري ریاست ځانګړو امنیتي ځواکونو "پي پي اېس"، د هغه وخت دفاع وزارت او د ملي امنیت ادارې هم د ارګ امنیت کې ونډه لرله.
په هغه وخت کې، د ارګ مېلمانه او کارکوونکي د زنبق څلورلارې له خوا، د تالاشۍ له لږ تر لږه درېیو امنیتي پوستو له تېرېدو وروسته، د اریانا څلورلارې ته رسېدل او بیا د ارګ سړک ته ننوتل.
اوس د امریکا سفارت ته څېرمه نژدې لویه برخه امنیتي خنډونه او دېوالونه لېرې شوې دي، او له ګڼو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره، د زنبق څلورلارې ترڅنګ، ارګ ته کارکوونکي او رسمي مېلمانه د عامې روغتیا وزارت له څلور لارې هم تللی شي چې د جمهوریت پر مهال د "مسعود څلورلارې" په نوم یادېده.
د ارګ پر لور: د اریانا څلورلارې او د تېر وخت نښې
په اریانا څلورلاره کې، چې اوس ارګ ته د ننوتلو لپاره یوازینۍ لومړنۍ امنیتي پوسته ده، د جمهوریت د وخت په څېر سترې امنیتي کامرې او نښه ویشتونکي نه لېدل کېږي.
موږ په اریانا څلورلارې کې امنیتي پلټنې لپاره انتظار کاوه، پام مې شو چې که څه هم د دې ځای بڼه او حالت بدل شوی، خو دا څلورلاری لا هم د افغانستان د تاریخ د دوو سترو پېښو یاد تازه کوي.
د دې لویې څلورلارې په یوه اړخ کې طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د کابل له نیولو وروسته، پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله، چې هغه مهال یې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه اخیستې وه، وواژه او د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان پر شپږمه چې د دوی د لومړۍ واکمنۍ لومړۍ ورځ وه، د ډاکتر نجیب الله او د هغه د ورور مړي یې همدلته را وځړول.
د هغه ځای مخامخ، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر جسد په کې ځړول شوی و، اریانا هوټل دی.
دا ژېړ رنګه ودانۍ د کابل له پېژندل شویو نښو څخه وه او یو وخت د پلازمېنې له تر ټولو زړو او باعظمته ودونو هوټلونو شمېرل کېده.
د جمهوریت په شلو کلونو کې اریانا هوټل د امریکايي ځانګړو امنیتي ځواکونو په واک کې و او تر ډېره د افغانستان لپاره د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې "سي ای اې" د مرکز په نوم مشهور و.
د جمهوریت پر مهال، د ارګ کارکوونکو هغو خبریالانو ته، چې له همدې لارې ارګ ته تلل، ویل: "زموږ وس نه رسېږي؛ ان که څو ځله او په شکمن ډول د اریانا هوټل پر لور وګورئ، ښايي ونیول شئ او له پوښتنو ګروېږنو سره مخ شئ."
د طالبانو د پنځو کلونو د واکمنۍ پر مهال، دا اوازې هم خپرې وې چې ګواکې د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره "سي آی اې" لا هم په اریانا هوټل کې شته.
خو زه یو کال مخکې په دې بریالی شوم چې دې ودانۍ ته ورشم.
راته روښانه شوه چی نه امریکایان او نه هم کوم بهرنی وګړی په دې ودانۍ کې موجود وو. ودانۍ اوس تشه ده، خو د اریانا هوټل خونې، په ځانګړي ډول د هغې زېرزمینۍ او پېچلي دهلېزونه، دا ښيي چې دغه ځای یو وخت ډېر مهم امنیتي مرکز و.
کله چې اریانا هوټل ته ورغلم، د بیارغونې او رغنیزو چارو کارونه په کې روان وو.
په ښکاره داسې برېښېده چې دغه ځای، چې اوس د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ملکیت دی، د یوه لوکس دولتي مېلمستون په توګه چمتو کېږي.
که څه هم ما د دفاع وزارت له ویانده هیله وکړه چې اجازه راکړي د بيبيسي لپاره د دې هوټل یو مفصل انځوریز راپور برابر کړم، خو هېڅ ځواب مې ترلاسه نه کړ.
ارګ ته د ننوتلو وروستۍ تالاشي
د ارګ پر لاره د طالبانو حکومت د استخباراتو او پولیسو امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي؛ ډېری یې نظامي یونیفورم نه اغوندي.
د لارې په منځ کې، د اریانا هوټل او د ارګ د اصلي دروازې ترمنځ، یو ځل بیا امنیتي تالاشي وشوه، چې ډاډ ترلاسه شي د ورتلونکو کسانو نومونه له لیست سره پرتله کړی.
د پګړۍ او څادر لرونکو واکمني
د جمهوریت د پرځېدو په ورځ، د طالبانو ځواکونه د ازبېک توکمه قوماندان صلاحالدین ایوبي په مشرۍ ارګ ته ننوتل. خلکو د الجزیرې تلوېزیون د ژوندۍ خپرونې له لارې ولیدل چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني دفتر او د کابینې د غونډو تالار، چې پخوا به ګڼ چارواکي په کې له درېشۍ او نکټایي سره حاضرېدل، د طالبانو د لونګۍ او څادر لرونکو وسلهوالو تر ولکې لاندې راغلل.
له هغه وروسته، د ارګ د چارو او شاوخوا سیمو انځور اخیستل په کلکه محدود، او ان په ډېرو مواردو کې منع شول. پخوا هم د ارګ له ځینو برخو د وېډیو او انځور اخیستل منع وو.
د ارګ د اصلي دروازې مخې ته، یوه اشنا خو بدله شوې منظره تر سترګو کېږي. د تشریفاتو دوه افسران، چې ماشي یا زرغون رنګه یونیفورم، سپینې دستکشې او پیک لرونکې خولۍ یې پر سر دي، ولاړ دي. دا د جمهوریت د دورې یادګار دی، خو دا ځل له اوږدو ږیرو سره.
له اصلي دروازې تر تېرېدو او د "ساعت له برج" څخه وروسته، چې د طالبانو حکومت سپین بیرغ پرې رپېږي، د امنیتي تلاشۍ وروستۍ مرحله ترسره کېږي.
دلته شخصي وسایل، لکه ګرځنده ټیلیفونونه، سپارل کېږي؛ خو د پخوا خلاف، د پلټنې بهیر په نرم چلند او له ډېر فشار پرته ترسره کېږي.
دلته هم د تشریفاتو دوه افسران، په هماغه ماشي رنګه یونیفورم، سپینو دستکشو او پېک لرونکې خولیو سره ولاړ دي.
ښايي همدا څلور د تشریفاتو افسران په ټول ارګ کې یوازیني کسان وي چې لا هم په منظم او ښایسته درېشۍ کې ښکاري. ممکن نور هم وي، خو په دغه ورځ مې یوازې هم دوی ولیدل.
که څه هم یو یا دوه د ترافیکو پولیس هم په پتلون او رسمي جامو کې لیدل کېږي، خو هغه پخوانی شان او شوکت، چې د ارګ د ترافیکو پولیسو ځانګړنه وه، نه ښکارېده.
د ارګ په انګړ کې، د ساعت له برج څخه وروسته، او د مامورینو د دفترونو د کړکیو تر شا، ګڼ کسان پکړۍ تړي او ډېر نور څادر پر اوږه دودیزې وطنۍ جامې اغوندي.
نږدې ناشونې وه چې د ارګ مامورین، مراجعین او مېلمانه له یوه بل سره توپیر وکړئ.
زه، چې پخوا به هېڅکله له دریشي پرته ارګ ته نه تلم، دا ځل په کمیس او پرتوګ کې ورغلم، که څه هم د هغو له خوا پر دریشۍ کوم بندیز نه شته.
چهارچنار: د ارګ په زړه کې عصري ماڼۍ
ارګ او شاوخوا سیمې ښايي د کابل له ډېرو کمو شنو ځایونو وي؛ هغه ځای چې زاړه او دنګ چنارونه لا هم د باد له څپو سره په پټه ژبه خبرې کوي او پاڼې یې د تېر عظمت کیسې بیانوي.
د همدې پراخ انګړ په منځ کې چهارچنار ماڼۍ پرته ده؛ هغه ودانۍ چې د جمهوریت په دوره کې په عصري معمارۍ جوړه شوې وه.
د چهارچنار ماڼۍ په دننه دیوالونو د افغانستان د پاچاهانو او ولسمشرانو انځورونه ځړول شوي وو. خو اوس د ارګ نوي واکمنانو دا انځورونه ټول لېرې کړي دي.
د هغو پر ځای یې د قرآن کریم د آیتونو ښکلې نستعلیق خطاطي نصب کړې او همدارنګه د مینیاتورۍ انځورونو چوکاټونه یې پر دیوالونو ځړولي دي.
نوي واکمنان او د خوړو د مېنیو بدلون
د جمهوریت په کلونو کې، د ارګ د ماهرو اشپزانو د خوړو خوند ځانګړی شهرت درلود. یو ځل دا خبر هم ډېر تود شو چې ګواکې د محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د ارګ په مېنیو کې ۱۸ ډوله غوښه شامله وه، او همدې موضوع د خلکو سختې نیوکې راپارولې.
خو مېلمه پالنه لا هم په ارګ کې خپل ځای لري.
زه هم د نورو مېلمنو ترڅنګ د غرمنۍ لپاره د سلامخانې ماڼۍ ستر او شاندار تالار ته ولاړم. پلو لا هم د ارګ د دسترخوان اصلي او مهم خواړه دي.
د خوړو په مېنیو کی یوازې دوه ډوله غوښه شامله ده؛ د پسه او چرګ غوښه، چې د اصلي خوراک ترڅنګ د سالند په توګه وړاندې کېږي.
د ارګ ځینو هغو کارکوونکو، چې له پخوا راهیسې هلته دنده لري، راته وویل چې د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته "شړومبې" یا "تروی" هم د مېنیو برخه ګرځېدلې ده.
په کابل کې شړومبې تر ډېره د اوړي څښاک ګڼل کېږي، خو په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې د کال په ټولو فصلونو کې دود دي او د دسترخوان نه بېلېدونکې برخه بلل کېږي.
د ارګ نوی جومات
د ماسپښین لمانځه له اذان سره، زه د ارګ نوي جومات ته ولاړم؛ هغه جومات چې طالبانو حکومت تازه جوړ کړی دی او د ښکلا او عظمت له پلوه د ارګ له نورو ودانیو سره بشپړ همغږی ښکاري.
یو ځوان طالب امام د جومات لپاره مخکې شو. د ارګ پخوانی جومات لا هم پر خپل ځای پاتې دی، او ښايي لوړپوړي چارواکي، په ځانګړي ډول د دلکشا ماڼۍ ته د نږدېوالي له امله، هماغه جومات کاروي.
دلکشا ماڼۍ اوس د طالبانو حکومت د رئیسالوزراء دفتر دی. په نوي جومات کې ډېرۍ لمونځ کوونکي امنیتي ځواکونه او خدماتي کارکوونکي دي، نه لوړپوړي دولتي چارواکي. د دې جومات بله ځانګړه دا وه چې نژدې ټول د افغانستان له خپلو تولیداتو جوړ شوی، د کونړ له لرګیو نېولې، بیا د هلمند او هرات تر ډبرو.
بې امیره ارګ
د طالبانو حکومت د دویمې درجې ځینې چارواکي په ارګ کې مېشت دي. خو د حکومت مهم فرمانونه له ارګ څخه نه، بلکې له کندهاره صادرېږي.
ارګ په افغانستان کې د واک دویم مرکز ګرځېدلی دی. اوس پنځه کاله کېږي چې ارګ بی امیره دی. خو د دې لویی ماڼۍ سیاسي ارزښت لا هم پر خپل ځای دی.