تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نتنیاهو وايي، اسرائیلو د غزې لپاره د ټرمپ ۱۵ مادهییز پلان رد کړ
- Author, جان ډنېسن
- رپوټ له:, بیتالمقدس
- Author, جورج رایټ
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ۱۵ مادهییز پلان رد کړی او ویلي یې دي تر هغه به د اسرائیلو پوځ له غزې ونه وځي، چې حماس په رښتینې توګه بېوسلې شوی نه وي.
د ټرمپ د "سولې بورډ" ویلي وو چې تېره میاشت یې له حماس او په غزه کې له نورو وسلهوالو ډلو سره د "بشپړې بېوسلې کولو" په اړه هوکړې ته رسېدلی دی.
خو حماس ویلي وو چې د خپلو درنو وسلو سپارل په دې پورې تړلي دي چې اسرائیل "هر ډول یرغل" پای ته ورسوي او خپل ځواکونه له غزې وباسي.
اسرائیل په غزه کې د تېر کال له اکتوبر راهیسې، چې د سیمې د لومړني اوربند له هوکړې وروسته هم، خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل: "اسرائیل ۱۵ مادهییز سند رد کړی دی."
هغه زیاته کړه: "اسرائیلي پوځ به تر هغه هېڅ ډول شاتګ ونه کړي، چې حماس په رښتینې توګه بېوسلې شوی نه وي او زموږ د ځواکونو او اتباعو پر وړاندې د ګواښونو شنډولو ته به دوام ورکړي."
د حماس یوه چارواکي د یکشنبې په ورځ بيبيسي ته وویل چې دغه ډله "پر خپلې ژمنې ټینګار کوي" او چمتو ده چې د ۱۵ مادهییز پلان د عملي کولو لپاره "په جدي او مسوولانه توګه" خبرې او کار وکړي.
هغه له منځګړو وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي "ټول لوري پر شوې هوکړې عمل کوي".
د اسرائیلو له لوري ددې پلان ردېدل د ټرمپ د غزې د سولې پلان لپاره یو بل خنډ بلل کېږي؛ دغه پلان د تېر کال په سپتمبر کې اعلان شوی و.
په پلان کې د هوکړې د عملي کېدو د څار لپاره د «"سولې بورډ" جوړول، د حماس بېوسلې کول، له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتل او د غزې بیا رغونه شامل وو.
د نتنیاهو څرګندونې چندانې د حیرانتیا وړ نه دي. خو نوموړي د دې دریځ اعلانولو لپاره یو څه وخت ونیو، چې ښايي د هغه د ستونزمن سیاسي دریځ څرګندونه وکړي.
نوموړی په څرګنده توګه د ټرمپ له پلان سره موافق نه دی، خو په ورته وخت کې نه غواړي خپل تر ټولو نږدې متحد خپه کړي.
یوازې څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې ټرمپ هغه څه اعلان کړل چې "د تلپاتې سولې او امنیت پر لور یې ستر ګام" وباله. هغه مهال یې وویل چې حماس د لومړي ځل لپاره د بېوسلې کېدو موافقه کړې، په دې شرط چې اسرائیل خپل ځواکونه له غزې وباسي.
خو نتانیاهو د یکشنبې په ورځ په څرګنده وویل چې د هغه د حکومت پر مهال به داسې ونه شي. هغه وویل حماس باید لومړی بېوسلې شي او زیاته یې کړه چې دا باید کومه "خیالي بېوسلې کېدل" نه وي، بلکې باید عملي او رښتینی وي.
په عمل کې، د حماس هر ډول بېوسلې کول او له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتل ښايي په پړاوونو کې ترسره کېدو ته اړتیا ولري.
نتنیاهو وویل چې اوس له امریکايي چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي چې چارې څنګه مخته یوسي.
هغه وویل: "هغوی نظریات لري؛ ځینې یې موږ ته د منلو وړ دي او ځینې نه دي او موږ پوهېږو چې په دې مسئلو کې څنګه پر خپل دریځ ودرېږو."
خو د اسرائیلو د ټاکنو تر ترسره کېدو یوازې څو میاشتې پاتې دي او د هغه د ښي اړخي ائتلاف د غړو له لوري پر غزې د سخت دریځ نیولو تر فشار لاندې دی؛ له همدې امله ښايي هغه ونه غواړي چې ډېر امتیازات ورکړي.
د ائتلاف د ښي اړخو سخت دریځو غړو له نتانیاهو غوښتي چې د کابینې نوې رایهاچونه ترسره او د غزې پلان پای ته ورسوي. په دغو کسانو کې د ملي امنیت وزیر ایتامار بنګوېر هم شامل دی، چې دغه مسوده یې "د منلو وړ نه" بللې ده.
نیکولای ملادینوف، هغه لوړپوړی دیپلومات چې د ډونلډ ټرمپ د سولې پلان د عملي کولو دنده ورسپارل شوې، د یکشنبې په ورځ یې له دغه پلان څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې خبرې اترې روانې دي او هیله شته چې "مثبته پایله" ولري.
د غزې لپاره د سولې بورډ عالي استازي ملادینوف د اسرائیلو له "چینل ۱۲" سره په خبرو کې وویل، له اسرائیلو غوښتل شوي چې "دې بهیر ته یو چانس ورکړي". هغه وویل، دغه پلان "د مخته تګ یوازینۍ لار" ده، څو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې د حماس د برید د بیا تکرار مخه ونیول شي.
ملادینوف وویل، دغه پلان پر داسې یوه بهیر ولاړ دی چې "د تایید وړ او بېرته راګرځېدونکی دی؛ په هر پړاو کې یې درول ممکن دي، او موږ دا بهیر د راتلونکو ننګونو د روښانه درک پر بنسټ جوړ کړی دی."
هغه همدارنګه وویل، له اسرائیلو به تر هغه د خپلو ځواکونو د ایستلو غوښتنه ونه شي، څو دا تایید نه شي چې حماس د بېوسلې کېدو لپاره عملي ګامونه اخلي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۱.۹ میلیونه کسان، چې د غزې د ټول نفوس نژدې ۹۰ سلنه جوړوي، له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
دغه جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس په مشرۍ پر جنوبي اسرائیلو د برید له امله پیل شوه. په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل ونیول شول.
اسرائیل د دغه برید په ځواب کې په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل. د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دغو عملیاتو کې تر ۷۳،۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه د دغه وزارت شمېرې د باور وړ بولي.