تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مهران خان؛ هغه ځوان چې پر روان موټرسایکل یې په یوه لاس د شپږیزې کېچ ونیو
- Author, مایک پيټر
- دنده, د بيبيسي د ورزشي چارو خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
"موټرسایکل چلوونکي ملګري ته مې وویل چې سر ټيټ کړه، زه یې رانیسم"، دا د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې د مهران خان خبرې دي چې پر روان موټرسایکل یې د کرېکټ له لوبغالي د شپږیزې په نیت وهل شوی توپ په یوه لاس کېچ یا نیولی دی.
کیسه داسې وه چې د خیبر پښتونخوا په مېنګوره کې د سوات غوره لیګ کرېکټ سیالیو یوه لوبه روانه وه.
توپوهونکي چې شپږیزه ووهله نو توپ له لوبغالي بیخي بهر ووت او هماغه شېبه مهران خان په خپل ملګري پسې شا ته پر موټرسایکل سپور تېرېده چې ناڅاپه یې یو لاس پسې واچاوه او ویې نیو.
د دې شېبې او دغه بې ساري کېچ ویډيو پر خواله رسنیو مشهوره او ډېره لاسپهلاس شوې ده. له بيبيسي سره په خبرو کې مهران وویل، "ګومان مې نه کاوه چې وبه یې نیسم".
دی د عامې روغتیا په برخه کې زدکړې کوي او هغه مهال کور ته روان و چې ناڅاپه یې توپ ته ورپام شوی و.
مهران خان وايي، "زه د کرېکټ مینهوال یم، هم یې خپله کوم او هم یې ننداره کوم. پام مې و چې ابرار تورلالا توپوهنې ته ولاړ و، ټک شو چې شپږیزه یې ووهله او توپ زموږ خوا ته راوالوت. موټرسایکل ته ناست ملګري ته مې وویل چې سر ټيټ کړه، زه یې کېچ کوم".
دی زیاتوي، "که څه هم تمه مې نه لرله چې و به نیسم، ما ویل کېدای شي همدلته نږدې پرېوځي، خو د خدای پاک فضل و چې ومې نیو".
توپ یې څه کړ؟
مهران وايي چې څنګه د سوات غوره لیګ سیالیو جوړوونکي خبر شول نو ما ته یې لس زره کلدارې انعام اعلان کړ.
د مرغزار سیمې اوسېدونکی مهران خان وايي چې له اصلي حیرانۍ سره هغه وخت مخ شو چې ویډيو یې پر انټرنېټ په ډېرې چټکۍ سره خپره شوه او دی وایي چې، "زه هېڅ خبر هم نه وم چې داسې ژر به دومره مشهوره شي".
مهران خان همداشان وايي چې ځينو خلکو دا خبره ورپورې تړلې چې ګواکې له کېچ نیولو وروسته یې توپ هم له ځانه سره وړی دی، ځکه چې دی پر موټرسایکل سپور او په ویډيو کې د تېرېدو په حال کې برېښي.
خو مهران وايي، "توپ مې بېرته ور وسپاره او د خلکو دا خبره سمه نه ده چې وايي، ما توپ له ځانه سره وړی دی".
هغه لوبه چې ده یې د شپږیزې توپ په یوه لاس ونیو، د سوات سټرایکرز او جيکېار دیر ترمنځ روانه وه او سوات لوبډلې په ۳۴ منډو وګټله.
د کرېکټ دغه لیګ د پاکستان پوځ له لوري تمویلېږي.
کمساري او جالب کېچونه
په تېر کې هم د کرېکټ سیالیو په وخت کې نندارچیانو ته په ډېرو نادرو او جالبو ډولونو توپ لاس ته ورغلی دی.
په ۱۹۸۷ کې په اسټرالیا کې د یوې لوبې پرمهال د انګلنډ پخواني تکړه الراونډر ایان بوتام شپږیزه ووهله چې توپ نېغ د بانډرۍ پر لور ورغی او هلته ناست عکاس یا کامره مېن په داسې حال کې کېچ کړ چې سیګرټ یې هم په خوله کې و. هغه شېبه هم ډېره مشهوره شوه.
همداراز په ۲۰۱۴ کې د نیوزیلنډ په کورنیو سیالیو کې یوه نندارچي په داسې وخت کې په یوه لاس توپ کېچ کړ چې مخ پر ځوړ ځای کې ورسره ښوی شو.
تېر کال د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ لوبه کې هم د کرېکټ یوه مینهوال په داسې حال کې په یوه لاس له بانډرۍ بهر توپ ونیو چې په بل لاس کې یې د څښاک دوه غبرګ بوتلونه هم نیولي وو.
پر یوه روان موټرسایکل د مهران خان کېچ به هم اوس د کرېکټ په تاریخ کې د همداسې جالبو او کمسارو پېښو په ډله کې یادېږي.