طالبانو حکومت وايي د 'چهل‌ستون' تاریخي منار د ویجاړېدو له خطر سره مخ دی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د کابل ښار د اومې ناحیې په چهل‌ستون سیمه کې یو تاریخي منار د غره د یوې برخې د ښویېدو له کبله د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا منار چې سلګونه کلونه تاریخي مخینه لري، د چهل‌ستون سیمې پر یوه غره ولاړ دی او اوس د ځمکې د ښویېدو له امله د ویجاړېدو له خطر سره مخامخ شوی دی.

په خبر پاڼه کې د دغه تاریخي اثر د ساتنې او پیاوړتیا لپاره کوم مشخص پلان نه دی اعلان شوی.

د طالبانو حکومت چارواکو دوې ورځې مخکې ویلي‌ وو چې د چهل‌ستون غره د ښویېدو احتمال د شاوخوا استوګنیزو سیمو ته خطر جوړ کړی دی.

د چارواکو په وینا، د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د چهل‌ستون غره د یوې برخې له ښویېدو وروسته یو شمېر کورونه له خطر سره مخ شوي او ټاکل شوې چې د زیان منونکو سیمو کورنۍ خوندي ځایونو ته ولېږدول شي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد، بي بي سي ته وویل تر ګواښ لاندې کورونو د تخلیې بهیر به ډېر ژر پیل شي او کورنۍ به تر هغه وخته خوندي سیمو کې وساتل شي، چې خطر له منځه ولاړ شي.

د یادې ادارې ویاند د جمعې په ورځ د سیمې له لیدنې وروسته ویلي وو چې د چهل‌ستون منار ته نږدې درزونه رامنځته شوي او که بارانونه وشي، د غر د لا زیاتې ښویېدنې خطر به ډېر شي.

چارواکي خبرداری ورکوي چې د غره په لمنو او شاوخوا سیمو کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه د ځمکې ښویېدنې او د ډبرو د راغورځېدو له احتمالي خطر سره مخ دي.

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، رامنځته شوی درز شاوخوا ۱۵۰ متره په عمودي ډول او ۳۵۰ متره په افقي ډول غځېدلی دی.

د بي بي سي خبریال ببرک احساس، چې د شنبې په ورځ یې له سیمې لیدنه کړې، وایي چې د غر د ښویېدو او نړېدو خطر جدي ښکاري. د هغه په خبره، د طالبانو چارواکي هم په سیمه کې شته او هڅه کوي هغه کورنۍ چې له خطر سره مخ دي، خوندي ځایونو ته ولېږدوي.

مخکې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، وروسته له هغې چې د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوې، د دې ادارې تخنیکي ټیمونه سیمې ته ورغلي دي. په کابل کې د دغې ادارې د وقایې او خطرونو د کمولو مشر اختر محمد ویلي چې د غره په لمنو کې غیرتخنیکي کیندنو او استخراج د غره ثبات کمزوری کړی او د ښویېدنې زمینه یې برابره کړې ده.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د کورونو د جوړولو او نورو شخصي اړتیاوو لپاره د اړتیا وړ ډبرو د برابرولو په موخه له غره د ډبرو رایستل پیل کړی و، چې د دوی په وینا، په پای کې یې اوسنی وضعیت رامنځته کړی دی.

د اومې ناحیې چهل‌ستون سیمه د کابل ښار له پخوانیو سیمو ده او د غرونو د یوې لړۍ په لمنه کې موقعیت لري. په ځینو برخو کې یې استوګنیز کورونه پاس په پاس او کله کله له تخنیکي معیارونو پرته جوړ شوي دي.

له دې مخکې هم په تېرو کلونو کې د کابل ښار په شاوخوا سیمو کې د غیرپلاني ودانیو د جوړولو او د طبیعي سرچینو د ناقانونه استخراج له خطرونو په وار وار اندېښنې څرګندې شوې دي.

افغانستان د خپل غرني موقعیت، د ښاري نفوس د چټکې ودې او د خوندیتوب د زیربناوو د کمښت له امله د طبیعي پېښو پر وړاندې له زیان‌منو هېوادونو ګڼل کېږي.

د ځمکې ښویېدنې، موسمي سېلابونه او د غرونو د لمنو نړېدل هر کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو لامل کېږي. په کابل کې هم په تېرو کلونو کې په خطرناکو او غرنیو سیمو کې د ودانیو د پراختیا په اړه څو ځله اندېښنې مطرح شوې دي.

خو د طالبانو چارواکي وايي چې د چهل‌ستون په سیمه کې د غره د ښویېدنې تخنیکي ارزونې لا هم دوام لري او که خطر زیات شي، د سیمې د اوسېدونکو د ساتنې لپاره به نور اقدامات هم ترسره شي.