د فرانسې ولسمشر وايي، هېواد یې د سعودي عرب ینبع بندر ساتنې لپاره 'پوځي وسایل' استوي

مکرون د فرانسې له ټي ایف۱ او فرانس۲ ټلوېزیونونو سره په مرکه کې وویل:
''موږ به د دې ځای د ساتنې لپاره پوځي وسائل واستوو، یعنې پوځیان، راډارونه او دفاعي سیستمونه.''
د عکس تشریح، مکرون د فرانسې له ټي ایف۱ او فرانس۲ ټلوېزیونونو سره په مرکه کې وویل:''موږ به د دې ځای د ساتنې لپاره پوځي وسائل واستوو، یعنې پوځیان، راډارونه او دفاعي سیستمونه.''
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وايي، هېواد به یې د سعودي عرب 'ينبع بندر' د ساتنې لپاره ''پوځي وسایل'' واستوي.

د فرانسې د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په تېرو اوونیو کې د یمن حوثي وسله والو او سعودي عرب ترمنځ جګړه روانه ده، او حوثیانو د سعودي عرب د تېلو پر ځینو مهمو تاسیساتو هم بریدونه کړي دي.

د سعودي عرب ينبع بندر د تېلو د لېږد رالېږد لپاره ډېر مهم بندر ګڼل کېږي.

مکرون د فرانسې له ټي ایف۱ او فرانس۲ ټلوېزیونونو سره په مرکه کې وویل:

''موږ به د دې ځای د ساتنې لپاره پوځي وسائل واستوو، یعنې پوځیان، راډارونه او دفاعي سیستمونه.''

هغه زیاته کړه:

''موږ به د سره سمندرګي پر غاړه په ينبع کې د تېلو د تاسیساتو د خوندي کولو لپاره پوځي امکانات، پوځیان، راډارونه او دفاعي سیستمونه ځای پر ځای کړو.''

د فرانسې ولسمشر وايي، دا پرېکړه له سعودي چارواکو سره تر سلا مشورو وروسته نهايي شوې ده.

د هغه په وینا، ينبع بندر هره ورځ د میلیونونو بېرلو تېلو د لېږد مهمه لار ده او وروستيو بریدونو د پاموړ زیانونه وراړولي دي.

خو مکرون ټینګار وکړ چې د فرانسې د پوځي شتون موخه په جګړه یا کومه پوځي شخړه کې ګډون نه دی.

هغه وویل:

''زموږ موخه په جګړه کې برخه اخیستل نه دي، بلکې د دې ځای ساتنه او خوندي کول دي.''

مکرون زیاته کړه، فرانسه هڅه کوي د هرمز تنګي تګ راتګ یو ځل بیا په بشپړه توګه عادي او خوندي شي.

د هغه په وینا، د دې هدف لپاره فرانسه په ځانګړي ډول غواړي له ایران او عمان سره خپلې دیپلوماتیکې خبرې روانې وساتي.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې په سیمه کې له زیاتېدونکو کړکېچونو سره سره، ډیپلوماسي د تلپاتې حل تر ټولو غوره لاره ده، او فرانسه د انرژۍ د عرضې او د نړیوالې سمندري سوداګرۍ د مهمو لارو د خوندي ساتلو لپاره سیاسي او دیپلوماتیکو هڅو ته لومړیتوب ورکوي.