د پاکستان د اساسي قانون د لسم باب له مخې، په یوه صوبه کې د ایمرجنسي یا ګورنر راج د نافذولو لپاره دوه مهمې مادې شته، چې ۲۳۲ او ۲۳۴ مادې دي.
د اساسي قانون د ۲۳۲مې مادې له مخې، په یوه صوبه کې بېړنی حالت (ایمرجنسي) نافذېدای شي او د دې اعلانولو واک د پاکستان له ولسمشر سره دی.
د دې مادې له مخې، ایمرجنسي نه یوازې د جګړې او بهرني یرغل له امله، بلکې د کورني ګډوډي، ناامنۍ او داخلي کړکېچ په صورت کې هم نافذېدای شي.
په قانون کې ویل شوي چې که ولسمشر دې پایلې ته ورسېږي چې د پاکستان یا د هغه د کومې برخې امنیت د جګړې، بهرني یرغل یا داخلي ګډوډۍ له امله له داسې جدي خطر سره مخ دی چې صوبایي حکومت یې د کنټرول توان نه لري، نو هغه کولای شي د ایمرجنسي اعلان وکړي.
د اساسي قانون له مخې، په یوه صوبه کې د ایمرجنسي د نافذولو لپاره معمولاً د صوبایي اسمبلۍ د پرېکړه لیک اړتیا وي.
خو که ولسمشر په خپله دا اقدام وکړي، نو د ایمرجنسي پرېکړه باید د لسو ورځو دننه د پاکستان د پارلمان دواړو جرګو، یعنې قامي اسمبلۍ او سنا ته د تصویب لپاره وړاندې شي.
تر هغه وخته چې ایمرجنسي نافذه وي، پارلمان واک لري چې د اغېزمنې شوې صوبې لپاره په هغو چارو کې هم قوانین جوړ کړي چې په عادي حالت کې د فدرالي یا ګډې قانون جوړونې په لېست کې نه وي شامل.
د ایمرجنسي پر مهال د وفاق اجرائیوي واک هم پراخېږي، او مرکزي حکومت کولای شي صوبې ته لارښوونې وکړي چې خپل اداري صلاحیتونه څنګه وکاروي.
د ۲۳۲مې مادې له مخې، فدرالي حکومت کولای شي:
د صوبې اداره په مستقیم ډول پر غاړه واخلي؛ یا ګورنر (والي) ته لارښوونه وکړي چې د فدرالي حکومت په استازیتوب د صوبایي حکومت ټول یا ځینې واکونه او د نورو ادارو صلاحیتونه پر مخ یوسي.
دغه راز د اساسي قانون ۲۳۴مه ماده په هغو حالاتو کې کارول کېږي چې د یوې صوبې حکومت د اساسي قانون له مخې خپلې چارې نه شي پرمخ وړلی. په داسې حالت کې فدرالي حکومت د صوبې د چارو د اداره کولو لپاره ځانګړي اقدامات کولای شي، چې عموماً ورته ګورنر راج ویل کېږي.