تایلنډ: پر ښوونځي د زلموټي په برید کې "۷ کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ژوبل دي"

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په داسې حال کې چې تایلنډي چارواکي وايي چې یوه زلموټي بریدګر د ښوونځي د پنځو ښوونکو په ګډون خپل نیا او نیکه او وروسته ځان هم وژلی، اوس وايي چې تر ۳۰ ډېر یې ژوبل کړي هم دي.

د تایلنډ لومړی وزیر انوتین چارنویرکول وايي چې د بنکاک په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله تر ۳۰ ډېر کسان ټپيان شوي هم دي چې له ډلې یې نهه "سخت ژوبل" دي.

هغه د پېښې ځای ته ورغلی او دا څرګندونې یې خبریالانو ته په خبرو کې کړې دي.

ښاغلي چارنویرکول ویلي چې بریدګر تر ځان وژلو مخکې لومړی خپل نیا او نیکه په کور کې له منځه وړي او وروسته یې په ښوونځي کې پنځه ښوونکي هم په ډزو وژلي دي.

پېښه د دېبسیرین ننتابوري په نوم ښوونځي کې شوې او مشکوک بریدګر د نهم ټولګي یو ۱۴ کلن زدکوونکی بلل شوی.

د تایلنډ لومړی وزیر وايي چې له بریدګر سره "۳۰ نورې مرمۍ هم پاتې وې" خو وروسته یې ځان ته توپنګچه ور اړولې او خپل ځان یې وژلی دی.

انوتین چارنویرکول ویلي چې بریدګر دغه برید ته "ځان سم چمتو کړی و" او "ډېر څرګند هدفونه یې ځان ته ټاکلي وو".

د برید ښکار شوي ښوونځي په ګډون سیمې ته څېرمه ځينې مکتبونه او وړکتونونه رخصت کړای شوي دي.

د نیا او نیکه وژل

پولیس وايي چې له بریدګر زلموټي یوه (۹اېم‌اېم) توپنګچه ترلاسه شوې چې د هغه د نیکه په نوم ثبت وه او د دغه برید لپاره یې کارولې ده.

دوی ویلي چې بریدګر په تېره اپرېل میاشت کې له دې توپنګچې سره پرخپل انسټاګرام یو عکس هم خپور کړی و.

پولیس هله خبر شول چې دغه ۱۴ کلن زدکوونکي خپل نیا او نیکه هم وژلي چې د تلاشۍ لپاره یې کور ته ورغلل او هلته پر دوو مړو واوښتل.

تر اوسه د برید انګېزه نه ده روښانه شوې خو پولیسو د بریدګر له نږدې ملګرو د راټولو کړو معلوماتو له مخې ویلي چې پر دغه هلک "د زدکړو فشار" و.

عیني شاهدانو څه ولیدل؟

د پېښې له ځایه په خپرو شوو ویډيوګانو کې ښکاري چې د ښوونځي کارکوونکي په چټکۍ سره زدکوونکي له ټولګیو باسي او په سیمه کې پولیس او امبولانسونه هم لیدل کېږي.

وروسته د یوه ټولګي له منځه داسې ویډيوګانې هم خپرې شوې چې زدکوونکي پکې په ډار او بیم تر څوکیو او میزونو لاندې ننوتلي دي او دوی ته نږدې دمه په دمه د ډزو غږ اورېدل کېږي.

بي‌بي‌سي ته د دغه ښوونځي د اووم ټولګي یوې زدکوونکې د خپلو سترګو لیدلی حال ویلی. هغه وايي چې له خپل ټولګي یې بریدګر لیده چې کوټه په کوټه ګرځېده او وروسته یې د دوی په ټولګي کې ولاړه ښوونکې هم وویشته.

دا زدکوونکې وايي چې له هغې وروسته یې نور څه و نشوای لیدلی.

دې پېښې اوس په تایلنډ کې د وسلو ګرځولو قانون په اړه بحثونه راپورته کړي دي او د حکومت مخالف ګوند ورته د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.