تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
راشد خان د ۳۴ منډو بدل کې شپږ وېکټې ترلاسه کړې، افغانستان ايرلنډ ته په لوی توپیر ماتې ورکړه
- Author, ګوربت ننګیال
- دنده, بي بي سي لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
افغانستان د ۹۲ منډو په لوی توپیر له ائرلنډ لوبډلې دویمه یوه ورځنۍ لوبه وګټله. د نن په لوبه کې ائرلنډ ټاس یا پچه وګټله او لومړی یې او لومړی یې د توپ اچولو پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د اتو وېکټو په زیان سره ایرلنډ ته د ۳۰۰ منډو هدف کېښود.
په ځوابي لوبه کې د ائرلنډ ټوله لوبډله په ۳۳ اعشاریه څلور اوورونو کې د ۲۰۷ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه.
راشد خان د افغانستان لپاره د ۳۴ منډو بدل کې تر ټولو ډېرې شپږ وېکټې واخیستې او لوبه یې د افغانستان په ګټه بدله کړه.
د نن لوبه د باران له کبله ۴۷ اورونو ته راښکته شوې ده.
افغانستان په ۴۷ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۹ منډې وکړې. تر ټولو ډېرې (۸۴) منډې ابراهیم ځدراڼ وکړې، د ده تر څنګ صديق الله اتل ۴۵، حشمت الله شهيدي ۳۶، عظمت الله عمرزي ۳۳، رحمان الله ګوربز ۳۲، رحمت شاه ۳۰ او دروېش رسولي ۱۶ منډې وکړې.
د ایرلنډ مارک اډير، جې موندرا دوې دوې، ګوېن هوی، کرټېس کمپر او هري ټېکټر یوه يوه وېکټه واخيسته.
د نننۍ لوبې لپاره د افغانستان له لوري د رحمت شاه په مشرۍ ابراهيم ځدراڼ، رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، حشمت الله شهيدي، درېش رسولي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، اې اېم غضنفر، محمد سليم او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي.
ایرلنډ يو له هغو لوبډلو ده چې له افغانستان سره یې وړاندې هم ګڼې لوبې کړې دي. تر دې مهاله د دواړو لوبډلو تر منځ ټولې ۳۲ يو ورځنۍ لوبې شوې چې ۱۸ افغانستان ګټلې، ۱۳ ایرلنډ او یوه بې پايلې پایته رسېدلې ده.
افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له ایرلنډ د لوبو لړۍ ۲-۰ ګټلې وه خو د يو ورځنيو لوبو دا اوسنۍ لړۍ ایرلنډ ته یو فرصت دی چې د يوې لوبډلې په توګه په ښه ډول راڅرګند شي.
د ایرلنډ پر وړاندې د افغان لوبډلې ریکارډونو او د افغانستان ورو توپ اچوونکو ته په کتو چې د نړۍ په کچه مشهور دي، افغانستان پياوړې لوبډله ګڼل کېږي خو په ایرلنډ کې چې تر ډېره وېشتنځايونه د تېزو توپ اچوونکو لپاره مناسب بلل کېږي ښايي د افغان لوبډلې لپاره هغومره اسانه نه نه بلل کېده.
د اسټراليا او انګلنډ په ګډون یو شمېر لوبډلې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د ښځو پر وړاندې د ځپونکو تګلارو له کبله د افغانستان کرېکټ له ملي لوبډلې سره دوه اړخېزې لوبې نه کوي.
د بریتانوۍ ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې د انګلنډ کرېکټ بورډ له ایرلنډه له دې امله چې د يو ورځينو لوبو کې د افغانستان کوربتوب کوي ناخوښ دی.
افغانستان له وړاندې د نوي لوبډلمشر رحمت شاه په مشرۍ د ایرلنډ لپاره ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړې ده چې رحمن الله ګوربز مرستیال لوبډلمشر، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، ننګیال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم صافی، فضل الحق فاروقي او ضیا الرحمن شریفي" په کې شامل دي.
دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې هم څلورو توپ اچونکو، "قیس احمد، بلال سمیع، فرید احمد او بشیر احمد ته ځای ورکړل شوی دی.
له ايرلنډ سره د افغانستان د لوبلړۍ درېیمه لوبه پر ۱۰مه، څلورمه پر ۱۲مه او وروستۍ لوبه د اګست میاشتې پر ۱۵مه نېټه ترسره کېږي.