د چين او روسيې ترمنځ څه شریک دي؟

چین

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

د عکس تشریح،
    • Author, انكور شاه
    • دنده, بي‌بي‌سي کې د چین د څانګې مشر
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

په داسې حال کې چې د چين ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر سپټمبر په بېجينګ کې د تیاننمن څلورلاره کې ګرځېدل، داسې ښکارېده چې دوی د دې احتمال په اړه خبرې کوي چې د غړو پېوند به د انسان عمر اوږد کړي.

د پوتين ژباړن اورېدل کېده چې وايي: "د انسان غړي په دوامداره توګه پېوند کېدای شي. هر څومره چې ستا عمر اوږدېږي، ته لا ځوانېږې او ښايي ان تر ابدي ژوند پورې ورسېږې."

د شي جينپينګ ژباړن په ځواب کې وويل: "ځينې کسان اټکل کوي چې په دې پېړۍ کې به انسانان تر ۱۵۰ کلنۍ پورې ژوند وکړي."په داسې حال کې چې د چين ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر سپټمبر په بېجينګ کې د تیاننمن څلورلاره کې ګرځېدل، داسې ښکارېده چې دوی د دې احتمال په اړه خبرې کوي چې د غړو پېوند به د انسان عمر اوږد کړي.

چین

د عکس سرچینه، Kremlin Press Office/Anadolu via Getty Images)

د عکس تشریح،

دا د دوو ځواکمنو مشرانو لپاره مناسبې خبرې وې؛ هغه مشران چې ځانونه نږدې ملګري ګڼي او له ټولټال نږدې ۳۹ کلونو واکمنۍ وروسته هم د واک پرېښودو هېڅ نښې نه ښکاره کوي.

دغه خبرې د داسې شراکت يو نادر انځور وړاندې کړ چې ډېر ځله ناسم درک کېږي. دا لنډې او ناڅاپي خبرې، چې له مخکې نه وې چمتو شوې، د هغې اړیکې له لږو څرګندو شېبو وې چې ډېر رازونه پرې ولاړ دي.

دا دی پوتين دا اونۍ يو ځل بيا بېجينګ ته سفر وکړ، له هغې ۲۵۵ کلیزې سره هم‌مهاله چې د روسیې او چين ترمنځ د ښه ګاونډيتوب، دوستۍ او همکارۍ تړون لاسليک شوی و.

کله چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ د چين له ولسمشر شي جینپینګ سره وليدل، ډېر شاندار هرکلی یې وشو؛ داسې هرکلی چې د سرو زرو د لوښو مېلمستياوې او د يو لرغوني معبد ليدنه يې هم برخه وه. خو د ولادیمیر پوتین سفر تر دې ډېر ارام او لږ نمايشي ښکاري، ځکه له مخکې يې په اړه ډېر لږ معلومات خپاره شوي دي.

د کرملين وياند وويل چې مسکو هيله لري له بېجينګ په مستقيم ډول واوري چې د ټرمپ او شي په ليدنه کې څه تېر شوي دي.

د راپورونو له مخې، شي تېره اونۍ د ټرمپ پر وړاندې خپل ملګری پوتين ياد کړ، هغه مهال چې دواړه مشران په شونګنانهای کې ګرځېدل؛ دا په بېجينګ کې يو تړلی سياسي مرکز دی چې ډېر کم د بهرنيو مېلمنو پر مخ پرانيستل کېږي. شي خپل مېلمه ته په ټوکه وويل چې پوتين مخکې هم دې ځای ته راغلی و.

ښايي په واشنګټن کې ځينو چارواکو دا تمه لرله چې ټرمپ به بېجينګ له مسکوه لیرې کړای شي، خو دا هيله تر واقعيت ډېره د هیلې په څېر ښکاري.

چين او روسيې په وروستيو کلونو کې خپلې اړيکې د "بې‌پولو دوستۍ" په نوم يادې کړې دي. خو د دې اړيکې بنسټ څه دی؟ او ايا دا اړيکه دوام کولی شي؟

د چين د شرطونو له مخې

د دواړو هېوادونو اړيکه تر ډېره ناانډوله ښکاري. د روسیې او یورواسیا د کارنګي مرکز مشر الکساندر ګابويف وايي، هر ډول تړونونه چې د مسکو او بېجينګ ترمنځ کېږي، ډېر احتمال لري چې د چين د شرطونو له مخې وي.

هغه زياتوي: "روسيه په بشپړه توګه د چين په جيب کې ده او بېجينګ خپل شرطونه پرې منلی شي".

دا نابرابري په ګڼو برخو کې ښکاري، په ځانګړي ډول په اقتصاد کې. چين د روسيې تر ټولو ستر سوداګريز شريک دی، خو روسيه د چين د بهرنۍ سوداګرۍ يوازې څلور سلنه جوړوي. همدارنګه، چين روسيې ته تر بل هر هېواد ډېر صادرات کوي او اقتصاد يې د روسيې له اقتصاده څو برابره لوی دی.

د لوېديځو بنديزونو په کلونو کې مسکو ورو ورو دې ته اړ شو چې له بېجينګ سره خپلې سوداګريزې اړيکې لا ژورې کړي. د چين هوواوي شرکت، چې امريکا پرې بنديزونه لګولي وو او په برېتانيا کې هم له حکومتي ارزونې وروسته له پنځم نسل شبکو لرې کړل شو، د لوېديځو شرکتونو د نشتوالي له امله د روسي مخابراتي سکتور مهمه برخه وګرځېده.

هر څومره چې د روسيې او لوېديځ ترمنځ اړيکې خرابېدې، هماغومره چين د ټکنالوژۍ، ساينس او صنعت په برخو کې د مسکو لپاره د تخصص او تجربې لومړی مقصد ګرځېدلی دی.

مسکو په زیاتېدونکي ډول د خپلې جنګي ماشين لپاره پر چينايي اجزاوو متکي شوې ده.

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

د عکس تشریح، مسکو په زیاتېدونکي ډول د خپل جنګي ماشين لپاره پر چينايي اجزاوو متکي شوې ده.

له هغه وخت راهيسې چې روسيې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکرایین يرغل پيل کړ، مسکو د خپل جنګي ماشين لپاره پر چينايي پرزو او تجهيزاتو لا ډېر متکي شوی دی.

د بلومبرګ د يوه وروستي راپور له مخې، روسيه له چين د هغو ټکنالوژيو تر ۹۰ سلنې زياته برخه واردوي چې پرې بنديزونه لګېدلي دي او دا کچه د تېر کال پرتله ۱۰ سلنه ډېره شوې ده.

روسيه د دې نامتوازنې اړيکې له خطرونو ښه خبره ده. د "موږ د هېچا پر وړاندې نه ټيټېږو" په سرليک يوه تازه مقاله کې، د روسیې نړیوالو چارو شورا مشر ديميتري ترينين روښانه کړه چې مسکو نه غواړي د بل هېواد تابع دولت شي.

هغه د چين په اړه وويل: "دا زموږ لپاره ډېره ضروري ده چې داسې اړيکه وساتو چې د برابرۍ پر بنسټ ولاړه وي او بايد په ياد ولرو چې روسيه يو ستر ځواک دی او هېڅکله کوچنی شريک نه شي کېدای".

مسکو له بېجينګ پرته ډېر عملي او بديل انتخابونه نه لري، ځکه چين يو ستر پېرودونکی او د روسيې د اقتصادي بقا لپاره اساسي بازار دی. که چين له روسيې سره خپله سوداګري راکمه کړي، په داسې حال کې چې له لوېديځ سره اړيکې يې لا دمخه خرابې شوې دي، نو دا به د روسيې د بهرنۍ پاليسۍ موخې لا ډېرې پېچلې کړي.

خو د مسکو د قوت تر ټولو لوی ټکی او هغه څه چې چين ته اجازه نه ورکوي خپله اراده په بشپړه توګه پرې وتپي، دا دی چې روسيه پر خپلو دريځونو ټينګه پاتې کېږي او په اسانۍ شاتګ نه کوي.

پوتین او شین ځانونه غوره ملګري بللي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، پوتین او شین ځانونه غوره ملګري بللي

د ګلاسګو پوهنتون د امنيتي څېړنو استاد مارسين کاچمارسکي په وينا، چين د دې اړيکې د نامتوازن حالت اندازه ښه درک کوي، خو نه غواړي چې په روسيه يا د هغې د سياسي نخبه‌ګانو ترمنځ منفي غبرګون راولاړ کړي.

هغه وايي: "د روسيې په اړه د چين تګلاره په يوه جمله کې د ځان‌ساتنې او احتياط تګلاره بللای شو. چين له روسيې سره د امر او تحميل په ژبه چلند نه کوي".

د دې يو لامل دا هم دی چې پر مسکو فشار راوستل به هوښيارانه غوراوی نه وي. که څه هم روسيه په دې اړيکه کې کمزورې شريکه بلل کېږي، خو بيا هم پر ځان ډېر باوري او پر خپل حيثيت وياړمن هېواد دی.

د روسیې یوراسیا کارنګي مرکز څېړونکی الکساندر ګابويف وايي، که چين وغواړي روسيه يو ځانګړي دريځ ته اړ باسي، بيا هم روسيه "له هغو هېوادونو څخه نه ده چې سملاسي غاړه کېږدي".

هغه د ۲۰۲۳ کال هغه سفر يادوي چې پکې شي جینپینګ مسکو ته تللی و. د راپورونو له مخې، شي له ولادیمیر پوتین غوښتي وو چې په اوکرایین کې اټومي وسلې ونه کاروي. خو يوازې څو ورځې وروسته، روسيې اعلان وکړ چې په بیلاروس کې به اټومي وسلې ځای پر ځای کړي. ځينو دا ګام د دې لپاره وباله چې مسکو غواړي په قصدي ډول د بهرني فشار پر وړاندې مقاومت وښيي او نړۍ ته د خپلې پرېکړې خپلواکي ور په ياد کړي.

که څه هم په اوکرايین کې د روسيې اوږده او ستړې کوونکې جګړه د بېجينګ لپاره له ډېرو اړخونو يو بار ګرځېدلی، خو له بلې خوا چين ته ځينې ګټې هم رسوي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې چين د تایوان د احتمالي يرغل په اړه خپل انتخابونه ارزوي.

ګابويف وايي: "روسيه په ځينو پوځي برخو کې چين ته ډېر څه ورکوي، لکه ځانګړي تجهيزات چې لا هم د پلور توان لري او همدارنګه د ځينو چينايي وسايلو يا پرزو د ازموينې زمينه برابروي."

روسیه لوی د تېلو او ګازو صادروونکی هېواد دی

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images

د عکس تشریح، روسیه لوی د تېلو او ګازو صادروونکی هېواد دی

روسيه د انرژۍ سترې زېرمې هم لري، چې د چين لپاره ستراتيژيک اهميت لري. د مې مياشتې په يوه خبري ناسته کې، ولادیمیر پوتین وويل، دواړه هېوادونه د تېلو او ګازو په برخه کې د "يو ستر او مهم ګام" اخیستو ته ډېر نژدې شوي دي.

ښايي هغه د "سایبریا ۲ قوت" د ګازو نل‌ليکې يادونه کوله. د راپورونو له مخې، د روسيې ستر شرکت ګازپروم او د چين د تېلو ملي شرکت له څو کلونو سختو خبرو اترو وروسته د دې پروژې په اړه لومړنی تړون لاسليک کړی دی.

که دا پروژه بشپړه شي، نو يو ستر بدلون به رامنځته کړي، ځکه د دې نل‌ليکې له لارې به ۵۰ ميليارده مکعب متره روسي ګاز د منګولیا له لارې چين ته ولېږدول شي.

د چين لپاره، په داسې حال کې چې د هرمز تنګي کړکېچ دوام لري، داسې ښکاري چې پر روسي انرژۍ د بېجينګ تکيه ګټوره تمامېږي. مسله يوازې د ارزانه بيې نه ده، بلکې له يوې ورځې تر بلې ګډوډېدونکې نړۍ کې د چين د انرژۍ د امنيت تضمين هم دی.

د چين د ولسي ازادۍ پوځ ځينې سرتېري د چين په هيلونګجيانګ ولايت کې د خيخه ښار کې د امور سیندر پر غاړه د ساتنې په دنده ولاړ دي

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images

د عکس تشریح، د چين د ولسي ازادۍ پوځ ځينې سرتېري د چين په هيلونګجيانګ ولايت کې د خيخه ښار کې د امور سیندر پر غاړه د ساتنې په دنده ولاړ دي

شريکان، نه رسمي ټلوال

هر کله چې داسې ښکاري چين او روسيه په ځينو دريځونو کې اختلاف لري، د دوی د اړيکو يو مهم حقيقت لا روښانه کېږي: هېڅ يو اړ نه دی چې د بل تر شا روان شي، ځکه هغه څه چې دوی سره نښلوي، رسمي پوځي اتحاد نه دی.

بوبو لو، چې پخوا په مسکو کې د استرالیا د سفارت مرستيال مشر په توګه پاتې شوی، وايي همدا ستراتيژيکه تېرېدنه، نه د پوځي اتحاد سختوالی، د دوی شراکت ته د دوام ځواک ورکوي.

لوېديځو شنونکو ډېری وخت د چين او روسيې اړيکه په دوو بڼو انځور کړې ده: يا يې د "استبدادي نظامونو محور" بللی چې اصلي موخه يې د لوېديځ ماتول دي او يا يې داسې نازکه ورورولي ګڼلې چې تل د ماتېدو پر څنډه ولاړه وي.

خو له دې دواړو انځورونو هېڅ يو هم په بشپړ ډول نه شي تشريح کولای چې څنګه دا اړيکه د دوو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ په داسې يو بنسټيز تړاو بدله شوې چې ورځ تر بلې ترې بېلېدل سختېږي؛ هغه هېوادونه سره له دې چې د ځواک توازن يې برابر نه دی او اختلافونه هم لري، بيا هم ګډې حياتي ګټې لري.

بوبو لو وايي، دواړه هېوادونه د يو بل د درک او همغږۍ لپاره ډېر دليلونه لري، ان که له لوېديځ سره يې اړيکې هم ښې شي.

هغه زياتوي: "دا يو رسمي اتحاد نه دی، بلکې يو نرم ستراتيژيک شراکت دی" - داسې شراکت چې د بيا بيا اټکل شوي سقوط سربېره لا هم ټينګ پاتې شوی دی.

چين او روسيې په وروستيو کلونو کې خپلې اړيکې د "بې‌حدودې دوستۍ" په توګه ستایلې دي

د عکس سرچینه، China News Service/VCG via Getty Images

د عکس تشریح، چين او روسيې په وروستيو کلونو کې خپلې اړيکې د "بې‌حدودې دوستۍ" په توګه ستایلې دي

چين ته د روسانو سفر هم تر پخوا ډېر اسانه شوی دی. د متقابلې ويزې-معافيت د نظام له برکته، اوس خلک کولای شي يوازې په څو ساعتونو کې له مسکو څخه د چين لويو ښارونو ته په ورځنيو الوتنو کې سفر وکړي.

همدارنګه، روسان اوس تر پخوا ډېر چينايي موبايلونه کاروي او چينايي ګاډي چلوي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې پر مسکو لوېديځ بنديزونه ولګېدل.

د روسیې یوراسیا کارنګي مرکز څېړونکی الکساندر ګابويف وايي: "همدا لامل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تړاو، بې‌ويزې سفرونه، د پيسو د ورکړې او تګ راتګ اسانتياوې، چين د روسانو لپاره تر پخوا ډېر نژدې کړی دی. سربېره پر دې، د تبادلې پروګرامونه، تحصيلي بورسونه او ګډې څېړنيزې پروژې دواړه ټولنې يو بل ته لا نژدې کوي."

که څه هم د مسکو او بېجينګ ترمنځ د اړيکو مخ پر زياتېدونکی ناانډول د اوږدمهال لپاره د کمزورۍ ټکی ګڼل کېږي، خو د دې اړيکې د ژر سقوط اټکلونه لږ احتمال لري، لږ تر لږه په لنډ مهال کې.

سره له دې چې دواړه خواوې اختلافونه لري، بوبو لو وايي: "د چين او روسيې شراکت لا هم ټينګ پاتې دی. دواړه لوري پوهېږي چې دا اړيکه تر دې ډېره مهمه ده چې ناکامه شي، په ځانګړي ډول ځکه چې د همکارۍ د دوام لپاره عملي بديلونه نه لري."