د افغانستان کرېکټ بورډ له ازبکستان او چین سره تخنیکي همکاري کوي

کرېکټ په چین کې

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی نوروز منګل او ځینې لوبغاړي چین ته له روانېدو مخکې د کرېکټ بورډ له اجراییه مشر سره
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چین ورڅخه هلته د کرېکټ د پراخېدو په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.

کرېکټ بورډ ویلي د دې تخنیکي همکاریو او ورزشي ډېپلوماسۍ د پیل په موخه د شنبې پر ورځ د افغان لوبغاړو یو پلاوی چین ته تللی دی.

د کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، "د کرکټ ملي روزونکی نوروز منګل او د کرېکټ څو لوبغاړي (قیس احمد، ظاهرخان پکتین، فیصل شینوزاده او واحدالله ځدراڼ)" د چین په رسمي بلنه هغه هېواد ته لېږل شوي دي.

د کرېکټ په برخه کې د رسمي نویو همکاریو له پیله مخکې چین او افغانستان په ګڼو نورو برخو کې د همکاریو اوږد تاریخ لري.

دې ته په کتو د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیه مشر نصیب خان ویلي "هیله من دی چې د کرېکټ برخه کې همکارۍ او ښکیلتیا به د دواړو هېوادونو تر منځ پر اړیکو لا مثبت اغېز وکړي."

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي لېږل شوی پلاوی به یې په دغه سفر کې د کرېکټ د یوې لوبې تر څنګ په ټولنه کې د کرېکټ پر ښکېلتیا، مثبتې بوختیا او پرمختیا برخه کې په ځینو ورکشاپونو کې ګډون وکړي. ویل کېږي د کرېکټ افغان پلاوی به په دغه سفر کې د ورزشي ټکنالوژۍ په اړه تنظیم شویو نندارتونونو کې هم ګډون وکړي.

چین کې کرېکټ

د اسیایي لوبو ۱۹ پړاو په چین کې وشو چې د افغان ابدالیانو لوبډلې په ګډون د ۱۵ هېوادونو لوبډلو په کې ګډون درلود

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسیایي لوبو ۱۹ پړاو په چین کې وشو چې د افغان ابدالیانو لوبډلې په ګډون د ۱۵ هېوادونو لوبډلو په کې ګډون درلود

چین له ۲۰۱۷م کال راهیسې د کرېکټ نړیوالې شورا غړی دی خو کرېکټ په کې خاصه وده نه ده کړې.

دا هېواد د ښځو او نارينه وو کرېکټ جلا لوبډلې لري او د رپوټونو پر بنسټ د نارينه وو یې لومړۍ رسمي شل اوریزه لوبه درې کاله مخکې د مالیزیا خلاف کړې ده.

چین وخت په وخت د کرېکټ د مشهورو سیالیو کوربتوب هم کړی دی. په ۲۰۲۳م کال کې د اسیایي لوبو ۱۹ پړاو په چین کې وشو چې د افغان ابدالیانو لوبډلې په ګډون د ۱۵ هېوادونو لوبډلو په کې ګډون درلود.

په همدې مهال چین په سیمه کې دویم داسې هېواد بلل کېږي چې له افغانستانه یې د کرېکټ په برخه کې د رسمي همکاریو غوښتنه کړې.

له دې مخکې تېره ډسمبر میاشت کې د افغانستان کرېکټ بورډ له ازبکستان سره د کرکټ د پراختیا په ډګر کې هوکړه لیک لاسلیک کړی و.

اټکل کېږي چې له ازبکستان او چین سره د کرېکټ تخنیکي همکاریو پیل ښايي د اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ ګڼو پخوانیو او تنکیو افغان لوبغاړو او روزونکو ته هم د روزنې او تخنکي همکاریو موکې ورکړي.