ایا د چین ځینې لوی ښارونه په ځمکه کې ننوځي او د دې ستونزې حل څه دی؟

چین
    • Author, میټ مکګرا
    • دنده, د چاپیریالي چارو خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په چین کې په تېرو لسیزو کې د ښارونو پراخوالی په دې مانا دی چې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د ځمکې له تل څخه د زیاتو اوبو را ایستلو ته اړتیا ده.

د چین په ساحلي ښارونو کې د ځمکې کېناستو له امله د سمندر د اوبو سطحه لوړه شوې چې د میلیونونو انسانانو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

چین د ځمکې د کېناستو او ښوېېدو پېښې اوږد تاریخ لري او ان یوه پېړۍ وړاندې په ۱۹۲۰ کال کې هم په شانګهای او تیانجین ښارونو کې د ځمکې ښویېدو او کېناستو پېښې لیدل شوې دي.

د راپورونو له مخې، په تېره یوه پېړۍ کې د شانګهای ښار ځمکه له درې مترو ډېره ناسته ده، خو په دې وروستیو کې هم دغلته د ځمکې کېناستو ډېرې پېښې لیدل شوې دي.

په چین کې د څو پوهنتونونو څېړونکو ۸۲ ښارونه چې له دوه میلیونو ډېر کسان پکې اوسېږي، څېړلي او له سپوږمکۍ څخه له تر لاسه شویو معلوماتو یې هم استفاده کړې ده.

چین

په چین کې د څو پوهنتونونو څېړونکو ۸۲ ښارونه چې له دوه میلیونو ډېر کسان پکې اوسېږي، څېړلي او له سپوږمکۍ څخه له تر لاسه شویو معلوماتو یې هم استفاده کړې ده.

د دغې څېړنډلې موندنې ښيي چې له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۲ کاله پورې ۴۵ سلنه ښاري سیمې په کلني ډول ۳ میلي متره او ۱۶ سلنه ښاري سیمې په کلني ډول ۱۰ ملي متره په ځمکه کې ننوتلې چې ساینسپوهان په دې کچه د ځمکې ناسته ډېره چټکه ګڼلې ده.

په بل عبارت، په چین کې ۶۷ میلیونه کسان په داسې ښارونو کې ژوند کوي چې ځمکه یې په چټکې کېني. د ځمکې د کېناستو لاملونه ځینې طبیعي عوامل، د درندو لوړپوړیزو ودانیو جوړېدل او همدارنګه له ځمکې څخه د خلکو اړتیا وړ اوبو راایستل ښودل شوي دي.

د نړۍ په نورو ښارونو لکه د امریکا د هاسټن او مکسیکو، او د هند په نوي ډيلي کې هم د ځمکې د کېناستو پېښې لیدل شوې دي.

د یادولو ده چې په ځینې ښارونو کې د ښاري لېږد رالېږد سیستم، د ډبرو سکرو او نورو کاني موادو استخراج هم د ځمکې د کېناستو د عواملو په توګه یاد شوي دي.

چین

د چین د ډبرو سکرو یوه مهم کان ته څېرمه هم په یوه کال کې د ۱۰۹ ملي مترو په اندازه د ځمکې کېناستو پېښه ثبت شوې ده.

کارپوهان وايي، د ځمکې د کېناستو او همدارنګه د اقلیمي بدلونونو له امله د سمندر د اوبو سطحي ډېروالي؛ ځینو هېوادونو کې د میلیونونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د څېړونکو په باور، د حکومتونو ګټورې تګلارې د دغې ښکارندې مخه نیولی شي. د جاپان د توکیو او اوزاکای ښارونه هم له دغسې یوه برخلیک سره مخامخ وو، خو حکومت یې د مخنیوي لپاره دغو ښارونو ته له نورو سیمو په پایپونو کې اړتیا وړ اوبه ولېږدولې او په دغو ښارونو کې یې له څاګانو د اوبو په راېستلو بندیز ولګاوه.

د راپورونو پر بنسټ د جاپاني چارواکو د دغه تدبیر له امله د یادو ښارونو د ځمکې کېناستو بهیر تر ډېره درېدلی دی.