د بي بي سي ځانګړی راپور: "په ترکیه کې شکنجه شولو او د بدن غړي مو له لاسه ورکړل"

شاهسوار د هغه ۱۲ افغان کډوالو یو دی چې بي‌بي‌سي ورسره خبرې کړي‌.
د عکس تشریح، په کابل کې روغتیاپالانو د شاهسوار غبرګې پښې او لاسونه ځکه پرې کړل، چې د یخنۍ له کبله تور شوي وه .
    • Author, مامون درانی
    • دنده, د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

خبرتیا : ددې مطلب منځپانګه کې داسې انځورونه شته چې ښایي د ځینو لوستونکو لپاره خواشینوونکي وي‌.

"کله چې بېرته په هوښ راغلم، دواړه پښې مې پرې شوې وې. لاسونه مې پورته کړل، سپک معلومېدل، دواړه لاسونه مې هم پرې شوي وو. ستونی مې ډک شو او خبرې مې نه شوای کولی".

د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې له هغو ۱۲ ناقانونه افغان کډوالو سره خبرې کړې، چې وایي د ترکیې د پوله ساتو ځواکونو د وهلو ټکولو وروسته له هغه هېواده په جبري توګه په لوڅو پښو د ایستلو او ساعتونه په واورو کې د مزل له کبله یې د بدن یو یا څو غړي پرې شوي دي.

دا افغان کډوالو چې د ۱۳ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري، وایې د هغو شاوخوا ۵۰ کسانو په ډله کې وو، چې د روان کال د جنورۍ په وروستیو کې د ترکیې د وان ښار په سیمه کې د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو له لوري نیول شوي وو.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند بي‌بي‌سي ته ویلي، د هېواد پوله ساتي ځواکونه یې د ملي او نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو او د ترک ملت د کلتوري ارزښتونو سره سم، د انساني کرامت او بنسټیزو بشري ارزښتونو درناوی کوي.

دې کډوالو په ایران کې هم روغتیایې چوپړونه نه دي ترلاسه کړي‌.
د عکس تشریح، ایران کې پر افغان کډوالو د محدودیتونو د لګولو له کبله دغه کډوال له روغتیایې چوپړونو بې برخې پاتې شول.

د روان کال د جنورۍ د ۱۰مې او ۲۰مې نېټې ترمنځ، چې د هوا تودوخه د سانټي‌ګراد منفي ۱۵ درجو ته راټيټه شوې وه، شاوخوا ۵۰ ناقانونه افغان کډوال په وان ښار کې ونیول شول.

وان، د ایران پولې ته څېرمه د ترکیې سرحدي ښار دی چې د کډوالو د قاچاق یوه مهمه لار او مرکز بلل کېږي.

د شاهسوار په نوم ۲۱ کلن افغان د همدې ډلو یو غړی و چې په وینا یې په یوه واورینه شپه د انساني قاچاق وړونکو په مرسته د ترکیې وان ښار ته تر اوښتلو سملاسې وروسته د ترکیې پوله ساتو ځواکونو ونیول.

هغه وایي د ترکیې پولیس ډېر په غوسه وو: "تر سختو وهلو وروسته یې څو شپې په یوه داسې ګودام کې وساتلو، چې واوره راباندې اورېده او یوازې یې یو وخت اوبه او وچه ډوډۍ راکوله."

د ننګرهار اوسېدونکی ۲۳ کلن علاءالدین هم له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې وویل: "هوا خورا سړه وه، خواړه یې نه راکول، پر موږ به یې درانه کارونه کول، لرګي به یې راباندې وړل او واوره به یې راباندې پاکوله. "

دی وايي په دې ټوله موده کې یې له خپلې کورنۍ یا هغه انساني‌قاچاق وړونکي‌ سره چې اروپا ته یې د ده د لېږلو ژمنه کړې وه، هېڅ ډول اړیکه نه درلوده.

علاءالدین د خپلي کورنۍ مشر زوی دی.
د عکس تشریح، که یخ وهلو ناروغانو ته پر وخت روغتیایې خدمتونه رسېدلې وای، درملنه یې ممکنه وه، خو له بده مرغه مرسته ډېره ناوخته ترسره شوه.

ټولو هغه کسان چې بي‌بي‌سي ورسره خبرې کړې‌ ادعا کوي چې د ترکیې پولیسو په اوسپنیزو میلو وهلي.

علاءالدین وایي، له دوی نه یې جامې وایستلې او لاسونه یې د بوټانو په تڼیو ور وتړل او اړ یې کړل، چې پر سېنه د یوې غونډۍ پر لور وخېژي.

هغه وایي: "د ترکیې د پوله ساتو ځواکونو د وهلو له امله، د ځینو کسانو سرونه مات شول او پر اوږو یې وینې بهېدلې."

شاهسوار هم وایي چې د وهلو له کبله د ځینو کسانو لاسونو او ګوتو کار پرې ایښی و.

"زموږ نه یې ټولې جامې وایستلې، یوازې یې یو پتلون یې پرېښود، بوټان او جرابې یې هم رانه وایستلې او بیا یې بېلو سیمو کې اته کسیزو ډلو کې د ایران پر لور خوشې کړو."

نوموړی وایي، هغه یوه توپاني شپه وه سخته واوره اورېده او په سترګو څه نه لیدل کېدل: "ټولې لارې په واورو پوښلې وې. نه پوهېدو چې کوم لوري ته ولاړ شو ایا ژوندي به پاتې شو که نه؟"

شاهسوار په خبره چې د دانیال په نوم یو هلک، چې په پیل کې په واورو کې ترې پاتې شوی و، ساه ورکړه او مړ شو.

عاصم له شاهسوار سره یو ځای و، چې ډاکټرانو له دواړو پښې پرې کړل .
د عکس تشریح، ۱۳ کلن عاصم په داسې حال کې د واورو منځ کې وموندل شو، چې پښې یې کنګل شوې وې او د خبرو کولو توان یې نه درلود

شاهسوار چې د لوږې او سختې یخنۍ له امله ډېر کمزوری شوی و، د یوې لویې ډبرې څنګ ته ډډه ووهله.

لږ وروسته دوه تنکي ځوانان احمد او عاصم، چې لاسونه یې په بشپړه توګه یخ وهلي وو، ورسره یوځای شول.

شاهسوار وایي "سهار عاصم خپل مزل ته دوام ورکړ. خو موږ دومره یخ وهلي وو چې ان خبرې موهم نه‌ شوای کولای."

هغه زیاتوي "احمد زما په غېږ کې پروت و، لږ وروسته مې پام شو چې سترګې یې لوڅې پاتې وې او ساه یې نه اخیسته."

هغه ویډیو چې څو ورځې وروسته پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه، ښيي چې ۱۳ کلن عاصم په داسې حال کې په واورو کې موندل شوی و چې مناسبې جامې یې نه وې اغوستې، یبلې پښې او یخ وهلی و.

کله چې ژغورونکي‌ هغه پوښتي، چې یوازې دی که نه، ۱۳ کلن عاصم چې د یخنۍ له امله د خبرو توان نه درلود، یوازې یې په لاس اشاره وکړه.

شاهسوار وایي، همدې ساده اشارې د هغه ژوند وژغوره.

خو د دې کډوالو کړاوونه دلته پای ته نه رسېږي؛ ځکه د دې ۱۲ کسانو په وینا، تر هغه وروسته د ایران په روغتونونو کې دوی نه منل کېدل او له روغتیایې چوپړونو بې برخې شول.

نویدالله د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی.
د عکس تشریح، نویدالله وایي، په واورو کې په لوڅو پښو د تګ له امله یې پښې کنګل شوې وې. کله چې به یې ګامونه اخیستل داسي ږغ یې کاوه لکه د آس د قدمونو ټک ټک.

د جنورۍ په ۲۹مه، په تهران کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې د ایران او ترکیې پر پوله په سخته یخنۍ کې د بند پاتې افغان کډوالو د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو لپاره یې بېړني ګامونه اخیستې دي.

څلور ورځې وروسته لومړی هرات او له هغه ځایه د ښې درملنې په موخه کابل ته ولېږدول شول.

خو تر هغه وړاندې، د شاهسوار په ګډون، د دغو ۱۲ کسانو له ډلې د ۱۱ تنو د بدن ځینې برخې د یخ وهلو له امله تورې شوې وې.

شاهسوار بي‌بي‌سي ته وویل چې د لاسونو او پښو هډوکي یې ورو ورو تورېدل او ټول بدن یې خارښت پیل کړی و.

کابل کې ډاکټرانو شاهسوار او د هغه کورنۍ ته ویلي وو، چې د هډوکو د تورېدو له کبله اړ دي‌، چې هغه ترې غوڅ کړي‌.

نوموړی وایي، پلار او ورور یې پر یو سند ګوتې ولګولې او وروسته یې هغه عملیات خونې ته یووړ، کله چې په هوښ راغی، لاسونه او پښې یې نه وې.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، که پر وخت د یخ وهلو غړو درملنه وشي، رغېدای شي، خو دغو ۱۱ کسانو ته روغتیایې مرستې ډېرې ناوخته رسېدلې وې.

دغو افغانانو د ښه راتلونکې لپاره هڅه کوله د ترکېې له لارې اروپایې هېوادونو ته ځان ورسوي‌.
د عکس تشریح، بي‌بي‌سي ته معلومه شوې چې دا لومړنۍ پېښه نه ده تر دې وړاندې هم ځینو کډوالو سره ورته چلند شوی و

د وان ولایت د وکیلانو د ټولنې د بشري حقونو او د کډوالۍ او پناه غوښتنې د کمېسیون مشر، شفق بوزکورت، بي‌بي‌سي ته ویلي "موږ تر اوسه د دې ادعاوو په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي. خو بیا هم، په دې سیمه کې د کډوالو جبري ستنول پېښېږي او موږ د ځینو کسانو په منځ کې د هایپوترمیا ( د بدن د تودوخې درجه له عادي کچې ۳۵ سانتي ګراد نه راتیټېدل) له پېښو هم خبر یوو."

په ترکیه کې مېشتې فعالې ډاکټر ذکیه حکمت وايي، ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې افغان کډوال هر کال څو ځله له ورته پېښو سره مخامخ شوي، ځکه د پولو پر سر د څار زیاتوالي کډوال اړ کړي چې ترکیې ته د ننوتلو لپاره لا خطرناکې لارې وکاروي.

هغې وایي: "کله چې پسرلی راشي او واورې ویلې شي، د دغو کسانو مړي سیمه‌ییز خلک او شپانه پیدا کوي او بیا امنیتي ځواکونو ته خبر ورکوي."

په وان ښار کې مېشت د کډوالو د حقونو یو بل فعال محمود کوچن بي‌بي‌سي ته ویلي، افغانان معمولاً ترکیې ته د ناقانونه تګ لپاره له سختو او پېچلو غرنیو لارو تېرېږي، او دا تګ اکثره په په سخته هوا او ستونزمنو چاپېریالي شرایطو کې کېږي. دی زیاتوي، دغه سفرونه جدي خطرونه لري، چې پکې سخته یخني، ټپونه او د قاچاقبرانو له لوري ناوړه ګټه اخیستنه هم پکې راځي.

د ښاغلي کوچن په وینا: "د افغانانو او نورو کډوالو پر ګڼو قضیو یې کار کړی چې پکې د ناوړه چلند، بېرته شړلو، د پناه غوښتنې د حق نه ورکول او د ایران ـ ترکیې پولې ته نږدې، په ځانګړي ډول د وان ولایت او شاوخوا سیمو کې د جبري بېرته ستنولو ادعاوې په کې شوې دي."

د بشري حقونو د څار سازمان هم د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر او بیا د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې راپور ورکړی و چې افغان پناه غوښتونکي وهل شوي، د پناه غوښتنې له بهیره بې برخې شوي او ترکي سرتېرو په لنډه توګه بېرته ایران ته ستانه کړي دي.

وان د ترکیه سرحدی ښار دئ، چې په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ له کبله ډېر کله یې نوم رسنیز کیږي‌.
د عکس تشریح، د بي بي سي یو نقشه د هغو کډوالو سفر ښيي چې له وان (Van) نه پیل شوی او د افغانستان تر پلازمېنې کابل پورې رسېږي؛ وان د ترکیې هغه ښار دی چې له ايران سره پر پوله پروت دی

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند بي‌بي‌سي ته ویلي دي "دا ډول بې‌بنسټه ادعاوې په ناعادلانه ډول د ناقانونه کډوالۍ پر ضد د ترکیې پر بریالیو هڅو سیوری غوړوي."

هغه زیاته کړې: "ترکیه د خپل جیوپولیټیک موقعیت له امله د کډوالۍ پر مهمو لارو پرته ده او د کډوالو او پناه غوښتونکو د پام وړ شمېر کوربتوب کوي. له همدې امله، ترکیه هڅه کوي د کډوالۍ د مدیریت لپاره د یوې داسې انسان ‌محوره او تلپاتې بڼې (نظام) د پلي کولو په لټه کې ده چې زموږ له کلتوري ارزښتونو سره همغږې وي او د امنیت او ازادۍ ترمنځ توازن رامنځته کړي."

"په همدې لړ کې، ترکیه د نړیوالو قوانینو، د بشري حقونو د اصولو او عامه امنیت ترمنځ د توازن پر بنسټ له یوې داسې تګلارې سره، په اغېزناکه توګه د غیرقانوني کډوالۍ په وړاندې مبارزه کوي."

"ترکیه د پرمختللو کشفي او څارګرو تجهیزاتو په کارولو سره له ایران سره خپله ۵۶۰ کیلومتره اوږده ګډه پوله ۲۴ ساعته څاري او ټولې سرحدي پېښې ثبتېږي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: "د ترکیې د اغېزناکو ګامونو او د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د دغه هېواد د بریالۍ مبارزې له برکته، د اروپايي ټولنې په لور د غیرقانوني کډوالۍ بهیر نږدې په بشپړه توګه درېدلی دی."

بي بي سي د ایراني چارواکو د نظر ترلاسه کولو لپاره له هغوی سره اړیکه نیولې، خو تراوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د احسان الله د پښو پنځه ګوتې تورې شوې وې چې وروسته ډاکټرانو ترې غوڅې کړې.

د عکس سرچینه، Family

د عکس تشریح، احسان الله د ننګرهار اوسېدونکی او د ناقانونه کډوالو له ډلې دی، چې ترکیې په جبري توګه له دې هېواده ایستلي و.