د جرمني دفاع وزیر: د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه د 'اټکل وړ' وه

امریکايي سرتیری ټانک چلوي

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د جرمني دفاع وزیر بوریس پېسټورېس ویلي د امریکا متحدو ایالتونو دا پرېکړه چې د دوی له هېواده ۵ زره سرتېري باسي، "د اټکل وړ" وه.

هغه د جرمني ډي‌پي‌اې خبري اژانس سره خبرو کې ټینګار کړی چې "په اروپا کې، او په ځانګړي ډول جرمني کې د امریکایي سرتېرو حضور زموږ په ګټه دی او د امریکا په ګټه دی."

ښاغلي پېسټورېس په دې مرکه کې دا هم ویلي چې اروپا باید خپل امنیت لپاره لا ډېر مسوولیت پر غاړه واخلي او دا چې برلین به اوس په دې لویه وچه کې له خپلو متحدانو سره له ډېره نژدې همکاري کوي.

هغه دې ته په اشارې سره چې هېواد یې په وروستیو کلونو کې د پوځي لګښتونو کچه په څرګند ډول لوړه کړې، وویل: "جرمني پر سمه لاره روان دی."

له دې سره هممهاله ناټو ویلي چې له واشنګټنه په دې تړاو لا ډېر وضاحت غواړي.

د دغه پوځي اېتلاف ویاندې الیسن هارټ وویل چې دا ائتلاف "له امریکا سره کار کوي څو د دوی د پرېکړې جزییات ښه درک کړي".

دا څرګندونې داسې حال کې کېږي، چې د امریکا ولسمشر له جرمني د لا زیاتو سرتېرو د ایستلو د احتمال خبرداری ورکړی.‌

هغه تېره شپه په دې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې د ډېرو جزییاتو له ورکولو پرته وویل: "موږ شمېر راکموو، تر ۵۰۰۰ هم زیات راکموو."

ډونلډ ټرمپ او مېرڅ

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د دفاع وزارت پلان لري چې خپل پنځه سره سرتېري له جرمني څخه وباسي. دا ګام په داسې مهال کې اخيستل کېږي چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د جرمني د لومړي وزير فرېډرېش مېرڅ تر منځ د ایران د جګړې په اړه ترينګلتيا زياته شوې ده.

دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغه اعلان شوې چې ښاغلي ټرمپ د جرمني پر لومړي وزير نيوکه وکړه. ښاغلي مېرڅ ويلي وو چې امریکا د ایران مذاکره کوونکو له خوا "سپکه شوې ده".

امریکا په جرمني کې د پاموړ پوځي حضور لري او د تېر کال تر ډسمبر پورې له ۳۶ زرو ډېر فعال امریکايي سرتېري د دغه هېواد په بېلابېلو اډو کې ځای پر ځای وو.

د جرمني د دفاع وزير بوريس پيستوريوس په برلين کې د جرمني خبري اژانس ته ويلي، "په اروپا او په ځانګړې ډول په جرمني کې امریکايي پوځيان زموږ او د امريکا په ګټه دي".

خو نوموړي ويلي چې دا پرېکړه ناڅاپي نه وه. هغه زياته کړې، دا خبره چې امریکا غواړي خپل ځواکونه له اروپا او جرمني وباسي د "اټکل وړ" وه.

ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ پر ټولنيزو رسنيو وويل، ښاغلی مېرڅ "ناسم کارونه کوي" او د ګډوالۍ او انرژۍ مسئلو په څېر له "بېلابېلو ستونزو" سره مخامخ دی.

ښاغلي ټرمپ همدا راز وړانديز وکړ چې امریکایي ځواکونه دې له ايټاليا او اسپانيا هم وويستل شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پانېل په يوه خبرپاڼه کې ويلي، له جرمني د امریکایي ځواکونو د وتلو امر د دفاع وزير پيټ هېګسېټ له خوا شوی دی.

نوموړي وويل، "دا پرېکړه په اروپا کې د دفاع وزارت د ځواکونو د وضعيت له بشپړې ارزونې وروسته او د عملياتو اړتياوو او د شته شرايطو په پام کې نيولو سره شوې ده".

د پنټاګون وياند زياته کړه، "تمه ده چې دا وتل به له شپږو تر دوولسو میاشتو پورې بشپړ شي".

ښاغلی ټرمپ له اوږدې مودې د ناټو پر ائتلاف نيوکې کوي خو د هرمز تنګي پرانيستلو کې د نه همکارۍ له کبله یې دريځ لا توند ښکاري.

کله چې د پنجشنبې په ورځ له ښاغلي ټرمپ وپوښتل شو چې ایا له ايټايا او اسپانيا د امریکايي ځواکونو د ايستلو په اړه هم فکر کوي که نه، هغه وويل، "ښايي دا کار وکړم، که رښتيا ووايم داسې کوم دليل نه وينم چې دا کار ونکړم".

د امریکا ولسمشر د ایران پر ضد جګړه کې د دغو هېوادونو پر دريځ نيوکه وکړه او زياته یې کړه، "ايټاليا هېڅ مرسته نه ده کړې او اسپانيا هم ډېر ناوړه وه. په ټولو مواردو کې یې ويل چې نه غواړي ښکېل شي".

د ټرمپ او مېرڅ لفظي شخړه

فرېدرېش مېڅ د تېرې اوونۍ په پيل کې د ایران د جګړې په اړه وویل چې د هغه په نظر امریکايان په ظاهرا "هېڅ روښانه ستراتيژي نه لري" او دا هم نه ده معلومه چې "له دې وضعيت د وتلو لپاره به څه ډول ستراتيژي" غوره کړي.

نوموړي وويل، "ایرانيان په څرګنده توګه په خبرو اترو کې ډېر مهارت لري، يا ښه ده ووايو، په خبرو نه کولو کې ډېر ماهر دي. د هغوی له کبله امریکایان اسلام اباد ته ځي او بېرته له کومې پايلې ستانه شي".

د جرمني لومړي وزير زياته کړې وه، "ټول هېواد" د ایران د مشرتابه له خوا "سپک کېږي".

ښاغلي ټرمپ د مېرڅ د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر ټولنيزو رسنيو وويل، ښاغلی مېرڅ فکر کوي "د ایران له خوا د اټومي وسلو ترلاسه کول، کومه ستونزه نه ده... دی نه پوهېږي چې وايي."

نوموړي همدا راز وويل، "حيرانونکې نه ده چې جرمني هم له اقتصادي او هم له نورو اړخونو کمزوری فعاليت لري".

بي بي سي د دې موضوع په اړه د غبرګون لپاره په واشنګټن کې د جرمني له سفارت سره اړیکه نيولې ده.

پوځي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

په جرمني کې د امریکا د پوځي ځواکونو حضور د ټولو اروپايي هېوادونو پرتله ډېر دی. په ايټاليا کې د امریکايي ځواکونو شمېر شاوخوا ۱۲ زره او په بریتانيا کې ۱۰ زرته تنو ته رسېږي.

د امریکا ډېری ځواکونه د جرمني په جنوب لوېدیځ کې مېشت دي.

ښاغلي ټرمب وړاندې هم په جرمني کې د امریکایي ځواکونو د کمولو وړاندیز کړی و خو دا طرحې تراوسه نه دي عملي شوې.

د امریکا کانګرېس په ۲۰۲۰ کال کې د هغې طرحې مخه ونيوله چې له مخې یې باید ۱۲ زره امریکایي ځواکونه له جرمني څخه د ناټو نورو اروپايي هېوادونو ته لېږدول شوي وی او یا بېرته امریکا ته ستانه کړل شوي وی. د امریکا پخواني ولسمشر جو بايډن هم دا طرحه لغوه کړه.

هغه مهال ښاغلي ټرمپ جرمني تورن کړی و چې خپله دنده یې په سمه توګه نه ترسره کړې او د ناټو له ټاکل شوې کچې سره سم پوځي لګښت نه کوي.

خو دا حالت د ښاغلي مېرڅ په وخت کې بدل شو.

تمه ده چې جرمني به په ۲۰۲۷ کال کې له ۱۲۰ میلياردو ډالرو ډېر پر پوځي بودیجه ولګوي.

امریکا تېر کال پرېکړه کړه وه چې په رومانيا کې به هم خپل پوځي حضور کموي او پام به د هند او ارام سمندر ته اړوي.