د ترکمنستان "اسماني" اسونو د نسل ننداره

د ویډیو تشریح، د ترکمنستان "اسماني" اسونو د نسل ننداره
د ترکمنستان "اسماني" اسونو د نسل ننداره
د خپرېدو وخت

د ترکمنستان پلازمېنه عشق‌اباد کې د اسونو په نندارتون کې ښکلي اکال-تیکه اسونه د اسونو د ښکلا کلنۍ نندارې ته وړاندې کېږي. دې نسل ته په دغه هېواد کې ډېر درناوی کېږي او یوه افسانه وایي چې دې اسونو ځکه د "اسماني اس" لقب ګټلی چې په یوه سیالۍ کې یې باز ته ماتې ورکړې وه.

۷۰ کلن اس‌روزونکی آشیر وايي: "په ترکمنستان کې د ښځو د ښکلا سیالۍ نه‌شته، خو د اسونو لپاره حتماً شته."